شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home ټولنه او اجتماع

آیا نجیب پېژنئ؟ – درېیمه برخه

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
اگست 14, 2017
کټګوریانې: ټولنه او اجتماع
1
14
ځلې شریک شوی
180
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

 

لیکوال: صدیق الله راهي (د ډاکټر نجیب ورور)

دا هم ولولئ

د امریکا پای

د یو روږدي کس لیک خپلې مور ته!

که د ایران ستر رهبر ووژل شي، نوی مشر به څنګه ټاکل کېږي؟

ژباړه: عبد الخبیر جاهد

 

نجیب له سخت دریځۍ او بد خويۍ سره هوکړه کړې وه، او دغه اخلاق یې د خپل ژوند یو امتیاز  ګڼلو، ویاړل یې چې د کور ټول غړي له ده څه یرېږي، له دې وجې چې مور، نیا، ماما، خورګانې او واړه وروڼه مرګوني وهي! د درواغزن غرور او رواني آرامۍ احساس یې کولو!

نجیب له خپل دغه کردار سره هم کرکه پنځوونکی او هم ډار اچوونکی و، نوموړي دکورنۍ ټول غړي وهل او ټکول، له پلار نه مې پرته، بل هېڅوک د نوموړي له وهلو ټکولو نه بې داغه نه وو پاتي،

دنوموړي دغه وهل ټکول تر دې کچې وحشیانه وو چې زمونږ د کورنۍ معصومو ماشومانو به چې کله دده آواز واورېدو، غړي به یې وتښتېدل، او له ډاره به یې ځان ته یو پناه ځای لټولو! د نجیب وهلو ټکولو زمونږ د کورنۍ ډېری ماشومان په رواني ناروغیو اخته کړل! ټول جنجالي، بد اخلاقه، سخت او بې کاره راغلل، په ټولنیزو تعاملاتو کې ځانځاني او سختي اکثرا د دوی د تعامل یو جزء لایتجزی ګرځېدلی! لکه څنګه چې علمي تحلیل حکم کوي چې له ماشومانو سره سخت چلن د هغوی په لویوالي کې را څرګندېږي، او د ماشومانو شخصیتونه هماغه د ماشومتوب په وخت کې جوړېږي، پر همدې اساس له ماشومانو سره د بد او سخت چلن مخنیوی دقیقه پاملرنه غواړي.

مګر نجیب په بې پروایۍ سره پرته له دې چې رواني او روحي حساس مسایل په نظر کې ونیسي، زمونږ په بې رحمانه وهلو ټکولو به یې لاس پورې کولو، او ټول یې بې روحيې افراد او ډارن جوړول!

نجیب د ښوونځي په ثانوي دوره کې ښې نومرې لرلې، دساینس او ریاضیاتو په مضامینو کې به یې لوړې نومرې اخیستې، د خپل ټولګي ممتاز زده کوونکی ګڼل کېدو، نوموړی له ښه استعداد نه برخمن و، مګر متاسفانه چې په سالمه او سمه لار کې یې له هغه نه ګټه پورته نه کړه، هر وخت یې د فتنو په جوړولو کې ګټه ترېنه اخیسته. نجیب د حبیبیې ښوونځي تر پایه د پلار د تېر ایستلو لپاره مې د اخلاقي فساد تر څنګ دیني فرایض تر سره کول، لمونځ یې کولو، روژه یې نیوله، د قرآن کریم ختم به یې کولو.

پلار مې چې دینداره سړی و، د نجیب په دې کار به خوشحاله کېدو، خو که یې اولادونه په غلطو لارو تلل، ده یې د اصلاح او ښه والي لپاره هېڅ ډول هڅې په کار نه اچولې! پلار مې هېڅکله د کورنۍ د یوه مسول او رئیس په توګه و نشو کړی چې د پلارتوب دندې تر سره کړي، د غفلت په خوب کې داسې ډوب و چې هېڅ کله نه پوهېدو چې دده په کور کې څه تېرېږي، او زوی یې د کومو بیکاره، بدو او د انساني کرامت پر خلاف اعمالو مرتکب کېږي؟ د نجیب مطلق العنانۍ، وېرې او وحشت د کور فضا په یوه ځنګل بدله کړې وه، داسې چې قوي باید کمزوری وخوري! د

نجیب و حشتناک استبداد پلار د پلارتوب له دندو څخه بر طرف کړی و، ځکه د نجیب وحشت او ډار پلار ته د را څرګندېدو فرصت نه ور کولو، پلار په کورنۍ کې په بشپړ ډول د پلارتوب نقش بایللی و، یوازې یوه دنده یې لرله، چې له هرې مشروع او غیر مشروع لارې د کورنۍ د ژوند، او دنجیب د ګوند بازۍ، عیش او عشرت لپاره یو څه پیسې را پیدا کړي! زمونږ له کورنۍ نه د تفاهم، محبت، انسانیت، عاطفې، دوستۍ، او یو د بل حقوقو ته د احترام فضا کډه بار کړې وه، نجیب یو ځای مور د پلار، پلار دمور، خور د خور، ورور دورور پر ضد را پارول، ټول یې یو پر بل ور هڅول، او بیا به یې بهانه جوړه کړه او ټول به یې تر مرګونو وهلو لاندې ونیول! خو بیا هم پلار مې د ټولو دغو بدبختیو مسول دی، چې ولې یې په ماشومتوب کې له دا ډول یو بې رحمه موجود سره مقابله ونه کړه، پرې یې ښود چې لومړی کورنی چاپیریال او بیا یې لویه ټولنه د خپل مشر زوی د نالایقۍ قربان شي!

نجیب مې که پلار په لمونځ او عبادت کولو تېر ایستلو، آیا پلار فکر نه کولو چې تقوی او پرهیزګاري بشپړ روښانه مفاهیم دي؟ انسان ته ښايي چې خپل ځان له هر ډول ګناه څخه پاک او ستره وساتي، غلا، وژل، زنا، لواطت، د الکولي مشروباتو څښل، رشوت خوري، سود خوري، پر معصومو ښځو تجاوز کول، او غلطه استفاده، د اسلام په دین کې لویې ګناوې ګڼل کېږي، او الله جل جلاله ددغه اعمالو تر سره کوونکي نه بښي، او دغه شرمناک اعمال له اسلامي قوانینو، او زمونږ عنعنوي ټولنې له مقرراتو سره مغایرت لري، هره ټولنه خپل ځانګړي قوانین او اخلاق لري، آیا له هلکانو او نجونو سره بدکاري کول جواز لري؟ نجیب چې ځان یې لمونځ کوونکی، پرهیزګار او دقرآن شریف ختم کوونکی ګڼلو، آیا نه پوهېدو چې ټول دغه اعمال چې دی یې تر سره کوي د اسلام د دین له قواعدو او مقرراتو سره منافي دي؟ هو، ښه پوهېدو، مګر شریر او شیطاني نفس یې غلبه پرې کوله، او دی یې دېته هڅولو چې دا ډول ژوند پر مخ بوزي!

نجیب به د غیرت، ننګ او ناموس خبرې کولې، مګر په کور کې یې د کور د خدمتګارانو په ناموس تجاوز کولو! هغه وخت چې نجیب د حبیبیې په ښوونځي کې په زده کړو بوخت و، خور مې دنیک محمد مېرمنې زمونږ د سالنګ له وطنوالو نه یوه کورنۍ د خادمې او مزدورې په توګه  نیولې وه، په دغه کورنۍ کې یوه مېرمن وه چې په ( تبرکو ) به یادیده، نجیب به هر وخت د لږو پيسو په مقابل کې د هغې له بدن نه ناوړه استفاده کوله، په یوه بستره کې به ور سره یو ځای کېدو! کله چې نوموړې بې اسرې مېرمنې په خپله ګېډه کې له نجیب نه ماشوم روزلو! نجیب پرته له دې چې د وجدان آواز ته غوږ ونیسي، نوموړې یې په زور له کور نه وایستله، او بیا پوه نشوو چې بیچاره مېرمن د کوم برخلیک په لوري د نجیب د هوسرانۍ قرباني شوه!  دا د کور لومړنۍ او وروستنۍ بدبخته خادمه نه وه، او دغه طبقه چې نجیب به یې په کلونو شعار پورته کولو، د نجیب د شهوت رانیو هدف ګرځېدله!

یوه ورځ زه  زمونږ د کور د تشناب تر څنګ چې زمونږ د وتلو د دروازې له اوږده دهلیز سره نېږدې و، تېرېدم، یو ږغ مې تر غوږ شو! ور لنډ شوم!  ګورم چې ( ګل بانو ) هغه معصومه مزدوره نجلۍ چې زمونږ په کور کې یې کار کولو له نجیب سره خبرې کوي! بیچاره نجلۍ د نجیب په پښو کې سوال او زارۍ کولې، او پرله پسې یې ترې غوښتل چې په عفت یې تجاوز ونه کړي! داسې زارۍ یې کولې چې کېدای شي نارې یې د الله جل جلاله تر عرش پورې رسېدلې وې! ولې دغه شرف بایللی موجود ( نجیب) چې له خباثت، نامردۍ او ګناه سره یې هوکړه کړې وه، او دغه شیطاني صفات چې شیطان دده په سترګو، زړه او دماغ کې ښایسته کړي وو، د نجلۍ زاریو ته یې غوږ ونه ونیو، د ځناور په څېر يې د نوموړې په عفت تجاوز وکړ! او دغه قرباني شوې نجلۍ هم دخپل بد بخت برخلیک په لوري لاړه!

ژوند نجیب ته د کمزرو او ناتوانو پر حقوقو له تجاوز، او دخپل قدرت له ساتلو پرته بل مفهوم نه درلود، او پلار مې د نجیب ټول شیطاني کړنې په سترګو لیدلې! مګر د نجیب د پلیدو اعمالو په مقابل کې او د هغه په وړاندې د دريځ په خپلولو کې له هر ډول جراءت نه خالي او ناتوانه و، یوازې دخپلو پښتونستي تنګ نظره نظریاتو د وړاندې کولو عاشق و او بس. فکر یې کولو چې ټوله نړۍ، او د ژوند مسایل په څلور کلیمو پښتو، پښتون، پکتیا او پښتونستان کې خلاصه کېږي! نور یې هېڅ ډول وطني، وجداني، او دکورني مسولیت احساس نه کولو!  او د نجیب د ناروغې اروا په مقابل کې یې جدي عکس العمل نه ښودلو!  نجیب د خپلو وهلو او ټکولو له وجې د کور د ننه داسې فضا راوستې وه چې چا نشوای کولی له ده نه پلار ته شکایت وکړي، او کله که به له چا نه شکایت ډوله خبرې وشوې، نجیب به هغه په زړه کې ورته واچول، او سمدستي به یې د هغه بدله ترې اخیسته!

له یو څه وخت وروسته به یې بله موضوع بهانه کړه، او خپل غچ به یې اخیست، په حقیقت کې د نجیب په اصل کې  د ترحم، عاطفې، شفقت او مهربانۍ په نامه څه شي شتون نه درلود! نوموړي ته سختۍ او زور مفهوم لرلو، چې د ژوند هر څه پرې حلال ګڼل کېدای شوای! د همدې درک پر اساس به نجیب داسې کسان لټول چې له ده سره په ذهنیت او کړو کې ورته والی ولري، له هغوی سره به ډېر زر ملګری شو، بې ځایه او بې ګټې ګرځېدل او بلنې به یې تر سره کولې! تر هغه چې نجیب سیاست ته نه وه مخه کړې، اصلا د مطالعې او لوستلو اهل نه و، هېڅ ډول علمي، ادبي، فلسفي آثار یا کیسې او ناولونه یې نه وو لوستي، یوازې له یو څو نورو بدماشانو سره به یې ژوند د یوې لوبې په څېر تېرولو، که څه محدوده مینه یې له موسیقۍ او سپورت سره لرله هم، د رواني اړتیاوو، او د سالم او منطقي علمي درک په اساس نه وه، یوازې د ځان ښودلو لپاره و، چې غوښتل یې  پر همزولو باندې دخپل ځان او خپلې زورګويۍ د منلو له پاره استفاده ترې وکړي…

نور بیا

نقلوونکی: محمد عمر منصور


آیا نجیب پېژنئ؟ (۱)

آیا نجیب پېژنئ؟ (۲) دوهمه برخه

لوی ټکي: آیا نجیب پېژنئ؟
مخکینې مطلب

قران څه ته وایي؟

بل مطلب

د شیطان پېژند ګلوي - پنځلسمه برخه

ځانګړي مطالب

ټولنه او اجتماع

د امریکا پای

نشرونکی: ح جلال
مارچ 25, 2026
ټولنه او اجتماع

د یو روږدي کس لیک خپلې مور ته!

نشرونکی: ح جلال
مارچ 17, 2026
ټولنه او اجتماع

که د ایران ستر رهبر ووژل شي، نوی مشر به څنګه ټاکل کېږي؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 1, 2026
ټولنه او اجتماع

پان‌ترکيزم؛ فرهنګي اتحاد که سیاسي پروژه؟

نشرونکی: احسان تکل
نوومبر 10, 2025
ټولنه او اجتماع

ښاري ژوند، چاپېریال او ډیجیټل پرمختګ

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 31, 2025

Comments 1

  1. mayak khan says:
    9 کلونه مخکې

    په خورا ښه موضوع مو لیکنه پیل کړې ده خو دغه یواځي بس ندی بلکه زما هیله دادی چې د واړو کمونستانو کړنې او دتورې کودتا څخه وروسته ناخوالې او افغان وژنې او دهغوی شوم اهداف ، کفري عقائد او پردی پالنې دروانې موضوع برخې وګرځوی ترڅو زمونږ موجوده نوی نسل او را تلونکی نسل دکمونستانو حقیقت وپیژني نن له همدغه بی ضمیره او بدکرداره نجیب څخه نوی نسل أتل او ملي شخصیت جوړ کړی دی تر دې چې دهغو شهیدانو زامن ئې هم خپل أتل تصور کوي چې پلاران ئې دغه وحشي خادست په ډیر جبر او وحشت سره شهیدان کړي دي، کمونستانو له حالاتو څخه په ګټې آخستلوسره نن بیا ځان دوطن مینو او هیواد پالو اوریښتونو افغانانوپه صفت او صورت مطرح کړی دی، کاش چې هغو شهیدانو یوځل بیا سر را پورته کولی شوی چې ژوندي تر خاورو لاندې شول او دکمونستانو ظلم او وحشت ئې موجوده خلکوته بیان کړی وی، کمونستانو دکمونستي نظام دپیاده کولو په موخه دلینن او سټالین وحشې کړنې په افغانانو ځکه ترسره کړې ترڅو دوی هم هغه رنګه کمونستان ونومولی شي، ، دغه موضوع ډیره أهمه او أړینه ده باید پام ورته وکړی ، مننه

    ځواب

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ کې ۱۰۷۶ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

د ایران بهرنیو چارو وزارت د غني شویو یورانیمو د لېږد په اړه د ټرمپ ادعا رد کړه

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

کابل ښاروالي: کابل ښار کې پنځه نور هوايي پلونه جوړيږی؛ د برکي پله کار ۸۵٪ بشپړ شوی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

د امریکا پر وړاندې د ایران بریا؛ یمن کې یې په مناسبت پراخ لاریونونه ترسره شول

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

وال‌سټریټ ژورنال: په هرمز تنګي کې هر ماموریت د ایران له اجازې پرته ناشونی دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د کابل هوايي ډګر څخه د افغان حاجیانو د انتقال بهیر پیل شو؛ ۳۰ زره کسان حج ته لېږدول کېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

د ایران دفاع وزارت: هرمز تنګی په مشروط ډول پرانیستی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 17, 2026
0

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 17, 2026
0

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    18 شریک شوي
    شریکول 7 Tweet 5
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د ایران دفاع وزارت: هرمز تنګی په مشروط ډول پرانیستی

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • د کابل هوايي ډګر څخه د افغان حاجیانو د انتقال بهیر پیل شو؛ ۳۰ زره کسان حج ته لېږدول کېږي

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • کابل ښاروالي: کابل ښار کې پنځه نور هوايي پلونه جوړيږی؛ د برکي پله کار ۸۵٪ بشپړ شوی

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ کې ۱۰۷۶ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

د ایران بهرنیو چارو وزارت د غني شویو یورانیمو د لېږد په اړه د ټرمپ ادعا رد کړه

کابل ښاروالي: کابل ښار کې پنځه نور هوايي پلونه جوړيږی؛ د برکي پله کار ۸۵٪ بشپړ شوی

د امریکا پر وړاندې د ایران بریا؛ یمن کې یې په مناسبت پراخ لاریونونه ترسره شول

وال‌سټریټ ژورنال: په هرمز تنګي کې هر ماموریت د ایران له اجازې پرته ناشونی دی

د کابل هوايي ډګر څخه د افغان حاجیانو د انتقال بهیر پیل شو؛ ۳۰ زره کسان حج ته لېږدول کېږي

د ایران دفاع وزارت: هرمز تنګی په مشروط ډول پرانیستی

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com