لیکوال : دکتور کفایت ا لله وردګ
یادګېرنه : په تېرو برخو کې د انسان او شیطان د دښمني په اړه خبرې په تېره برخه کې مو پدې خبرې کولې چې شیطان د انسان د بې لارې کولو لپاره څه کولی شي؟ هلته تېر شول چې خلکو ته ځینې عملونه ښائسته ور ښکاره کولی شي ، خلکو ته دوکه ورکولی شي ، خلکو ته درواغ وایي او په درواغو څوک تېر ایستلی شي ، په ځینې غیبو باندې خبرېدلی شي … پدې برخه کې دا موضوع شروع کوو چې شیطان انسان ته په څه وخت کې ډېر راځي؟
شيطان څه وخت انسان ته راځي؟
هسې خو شيطان کوښښ کوي چې هر وخت بايد له انسان سره وي او په کوم وخت کې چې دده تمه او اميد وي چې په انسان باندې به کوم غلط کار وکوي نو دی هلته حاضريږي لکه حضرت جابر رضی الله عنه چې فرمايي ما له رسول الله صلی الله علیه و سلم نه واورېدل چې فرمايل يې : إن الشيطان يحضر أحدكم عند كل شيء من شأنه. صحیح مسلم
ترجمه : بېشکه شيطان يو د تاسې ته حاضريږي د هغه په هر کار کې (هغه چې هرڅه کوي شيطان ورسره وي) .
خو يو څو ځايونه داسې هم دي چې شيطان په هغه کې له انسان سره ډېر د نېږدې والي کوښښ کوي د مثال په ډول :
کله چې ماشوم اول پيدا شي
کله چې ماشوم اول پيدا شي لکه مخکې چې تېر شول رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمايل چې د ماشوم هغه اول چیغه د شيطان د ضرر له امله وي دلته يوه خبر د يادولو وړ بولم چې ددې لپاره چې خپل بچي د شيطان له ضرر نه وساتو رسول الله صلی الله علیه و سلم مونږ ته علاج ښودلی دی حضرت عبدا لله بن عباس رضی الله عنه فرمايي رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمايل : لو أن أحدكم إذا أتى أهله قال باسم الله اللهم جنبنا الشيطان وجنب الشيطان ما رزقتنا، فقضي بينهما ولد لم يضره. صحیح البخاري
ترجمه : که چېرته په تاسې کې کوم يو خپل اهل ته ورځي (جماع کوي) نو ووايي اې الله جل جلاله مونږ له شيطان نه وساته او شيطان له هغه څه نه چې مونږ ته د راکړي دي په يو طرف کې وساته نو که ددې جماع نه دوي ته ماشوم مقرر شوی وو شيطان به هغه ته ضرر نه رسوي .
د مانځه په وخت کې
کله چې يو مسلمان مونځ کوي هم شيطان ډېر کوښښ کوي چې يا خو يې مانځه ته پرې نه ږدي او يا که په مانځه هم و دريږي نو بيا کوښښ کوي ورته خراب يې کړي لکه حضرت عائشه رضی ا لله عنها چې فرمايي ما له رسول الله صلی الله علیه و سلم نه په مانځه کې د يو او بل طرف ته د کتو په اړه پوښتنه وکوله رسول الله صلی الله علیه و سلم راته وويل : هو اختلاس يختلسه الشيطان من صلاة العبد . صحیح البخاري
ترجمه : دا غلا ده چې شيطان يې د بنده دمانځه نه کوي (يعني دا شيطان دی چې انسان ته په مانځه کې څه داسې فکرونه ورکوي چې له امله ئې انسان يو بل خوا نظر کوي او له مانځه نه يې توجه آوړي) .
په بل حديث کې حضرت ابو هريره رضی الله عنه فرمايي رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمايل : إذا نودي للصلاة أدبر الشيطان وله ضراط حتى لا يسمع التأذين، فإذا قضى النداء أقبل حتى إذا ثوب بالصلاة أدبر حتى إذا قضى التثويب أقبل حتى يخطر بين المرء ونفسه، يقول: اذكر كذا اذكر كذا -لما لم يكن يذكر – حتى يظل الرجل لا يدري كم صلى. متفق علیه
ترجمه : کله چې د مانځه لپاره اذان کيږي شيطان شا کړي او باد يې ماتيږي او ازونه وباسي ترڅو اذان وا نه وري کله چې اذان ختم شي بېرته را وګرځي کله چې د مانځه د درېدلو لپاره اواز کیږي نو هغه بیا و تښتي کله چې د مانځه د درېدلو خبر هم ختم شی نو بيا راشي انسان ته په زړه کې خاطرې ور اچوي ورته وايي دا ياد کړه ، دا ياد کړه هغه خبرې چې ده ته ور په ياد نه وي تردې چې انسان داسې کړي چې دا ورته په ياد نه وي چې ده څو رکعته مونځ وکولو .
نو لدې حديث نه هم ښکاره کيږي چې د مانځه په وخت کې شيطان انسان ته ورځي او په مانځه کې هغه ته د وسوسو او خاطرو ور اچولو کوښښ کوي ترڅو مونځ کوونکی ونشي کولی په پوره توجه سره مونځ وکوي او که مونږ خپلو مونځونو ته فکر وکوو نو زمونږ د اکثرو مونځونو همدا حال وي الا ماشاء الله .
انسان ته ارګمی ورولي
کله چې انسان ناست وي يا پروت وي يا چې په هر حالت کې وي هغه ته ارګمی وروستل چې خوله خلاصه کړي او اوږده ساه واخلي دا هم د شيطان کار وي حضرت ابو هريره رضی الله عنه فرمايي رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمايل : التثاؤب من الشيطان، فإذا تثاءب أحدكم فليرده ما استطاع فإن أحدكم إذا قال: ها، ضحك الشيطان. صحیح البخاري
ترجمه : ارګمی له شيطان څخه دی کله چې په تاسې کې يو کس ارګمی کولو نو ترڅو يې چې کولی شوای رد يې د کړي بېشکه په تاسې کې چې څوک ارګمی وکوي او له ارګمي سره ووايي ( ها) نو شيطان ور پورې وخاندي .
په بل حديث کې حضرت ابو هريره رضی الله عنه فرمايي رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمايل : إن الله يحب العطاس ويكره التثاؤب، فإذا عطس فحمد الله فحق على كل مسلم سمعه أن يشمته، وأما التثاؤب فإنما هو من الشيطان فليرده ما استطاع، فإذا قال: ها، ضحك منه الشيطان. صحیح البخاري
ترجمه : بېشکه د الله جل جلاله پرنجی خوښيږي او ارګمی يې نه خوښيږي کله چې په تاسې کې کوم يو و پرنجېدو د الله جل جلاله حمد يې وويلو هر مسلمان چې دده حمد واورېدو په هغه باندې دا حق دی چې ده ته يرحمک الله ووايي او ارګمی له شيطان نه دی نو کله چې چا ته ارګمی ورتلو ترڅو يې چې وس وو دفع د کړي او کله چې په ارګمي کې (ها) ووايي شيطان ور پورې خاندي .
په بل حديث کې حضرت ابو هريره رضی الله عنه فرمايي رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمايل : العطاس من الله والتثاؤب من الشيطان، فإذا تثاءب أحدكم فليضع يده على فيه، وإذا قال: آه آه ،فإن الشيطان يضحك من جوفه، وإن الله يحب العطاس ويكره التثاؤب، فإذا قال الرجل: آه آه إذا تثاءب، فإن الشيطان يضحك في جوفه. سنن الترمذي
ترجمه : پرنجی له الله جل جلاله نه دي او ارګمی له شيطان نه د ی کله چې په تاسې کې چا ارګمی کولو نو خپل لاس د په خپله خوله باندې کېږدي او کله چې په ارګمي کې ووايي آه آه شيطان ورپورې خاندي بېشکه د الله جل جلاله پرنجی خوښيږي او ارګمی يې نه خوښيږي کله چې په ارګمي کې آه آه ووايي شيطان یې د ننه ور پورې خاندي .
نو معنی دا چې شیطان انسان ته ارګمی ورولي او کله چې انسان خوله خلاصه کړي نو پدې وخت کې دی بد ښکاره کیږي نو شیطان ور پورې خاندي او پدې ډول د مکرم او عزتمن انسان توهین کوي او خپل سات ورباندې تېروي نو ادب یې دا دی چې څومره یې په وس کې وي باید ارګمی دفع کړي او که نشی دفع کېدلی نو چې کله خوله خلاصه کړي لاس د ورباندې کیږدي . … نور بیا انشاء الله


















