خیاطان د افغان جګړې دوام ته لمن وهي

سراج الدين اعجاز
خیاطان چې تاسو به یې له نامه سره له ډېره پخوا بلد وی تر ډېره پورې د ناټو او حکومت بربنډو وحشتونو ته پرتوګ ګنډي. که څه هم په افغانستان کې اوږده مخینه نه لري خو معلومات ښيي چې عملاً کار ېې په 2007 م کال کې پيل کړ.
خیاطان تر ډېره پورې د افغانستان له حالاتو ناخبره دي. د ناخبرتیا ښه بېلګه ېې داده چې په داسې حال کې ېې د طالبانو له لوري په شورابک کې د بند د نړېدو اوازې او ګنګوسې خپرې کړې چې په شورابک کې هيڅ سیند او ان خوړ هم شتون نه لري.
دوی تر ډېره پورې کوښښ کوي چې طالبان وحشیان او د افغانستان او د افغانستان د خلکو دښمنان معرفي کړي چې دې هدف ته د رسېدو لپاره ان هغه کارونه هم په طالبانو ورتپي چې په افغانستان کې یې بهرنۍ استخباراتي ډلې او ګروپونه ترسره کړي او طالبان ېې وغندي هم.
خو ولې عملا طالبان نه دا چې د وحشیان او د افغانستان د خلکو دښمنان نه دي بلکې په افغانستان کې د ښوونې او روزنې، بیارغونې او نورو پرمختیايي چارو د ترسره کولو په هڅه کې دي چې د طالبانو د پرمختیايي چارو د ترسره کولو په هکله عملي بېلګې له ځانه سره لرو او په دې وروستيو کې طالبانو د هلمند او کندوز په ګډون د افغانستان په لر او بر کې ګڼ شمېر پرمختیايي کارونه ترسره کړي.
همدارنګه د زده کوونکو د لا ښې روزنې لپاره په هغو سیمو کې چې د دوی تر واک لاندې دي له ښوونځيو څخه کلک نظارت کوي او د زده کوونکو د معلوماتو د زیاتوالي او د هغوۍ تر منځ د سالم رقابت د رامنځته کولو په هدف بېلا،بېلې ښوونیزې سیالۍ او برنامې په لاره اچوي.
د خیاطانو اساسي موخه له دې چې طالبان وحشیان او د افغانستان د خلکو دښمنان خو حکومت او ناټو کامیاب او بریالي معرفي کوي داده چې حکومت ته د بریالیتوب احساس ورکړي او د طالبانو او حکومت تر منځ واټن زیات کړي او حکومت له طالبانو سره د سولې د خبرو کولو ته له زړه ښه کولو څخه راوګرځوي
خو خیاطان هم ګرم نه دي غربت او نفسي خواهشاتو یې وجدان او ضمیر وژلی او د خېټې او نفسي خواهشاتو غم ترې لاره ورکه کړې ده.



