تبصره
د ظاهر شاه په حکومت کې مشهوره وه: ”دويي بيتی کاريت ميشود“. يا دا چې رشوت وانخلې، اختلاس ونه کړې، غبن ونه کړې، لوړ رتبه وو ته چاپلوسي ونه کړې؛ په حکومت کې دې وخت نه تېرېږي. هغه وخت يانې د ظاهر شاه شاهي نظام کې بې له دې وخت نه تېرېده او په حکومت کې دا هر څه د وخت تېرولو اصول ګرځېدلي وو.
له هغې را وروسته هم په هېواد کې سوچه نظام رامنځ ته نه شو. د سرداد محمد داؤد خان په حکومت کې همغه د ظاهرشاه د شاهي نظام څېرې وي. کله چې کمونستي نظام په افغان ولس وروتپل شو، بيا هغه څه په حکومتي ادارو کې پيل شول چې هم له اسلام او هم له افغاني اصولو سره په ټکر کې وو؛ خو د کمونستانو د ژوند کولو تګلاره وه.
اوس په موجوده حکومت کې چې په سلو کې اتيا په اداري فساد او جنګي جرمونو ککړ دی، موجوده حکومت یې په ګړنګ درولی دى. که غني او عبدالله دې جنګې مجرمينو او اختلاس کوونکو ته ځواب ورکړي، حکومت یې نيمګړی کېږي او که یې نه ورکوي، ورځ په ورځ په حکومت کې د اداري فساد او جنګي جرمونو کچه لوړېږي.
دا دی، د قلات له ښاروال وروسته چې په اختلاس نيول شوی و، د کندز ولايت د هوايي ډګر آمر د اداري فساد په جرم ونيول شو. د کندز ولايت امنيتي چارواکو د کندز د هوايي ډګر آمر يوازې د اداري فساد په جرم نيولی، خو د ځايي اوسېدونکو په وينا، د هوايي ډګر آمر انور سادات په تېرو دوو کلونو کې چې وسله والو طالبانو پر کندز د سقوط عمليات ترسره کول، په جنګي جرمونو کې هم ککړ دى.
تر اوسه پورې د انور سادات په څېر د ډېرو يارانو په کړنو لمن اچول شوې ده او اچول کېږي. دا په دې خاطر چې يو شمېر ځايي چارواکي د ډول ډول جرمنو له عاملينو سره په جرمونو کي شريک دي او نه غواړي دوی او جنګي مجرمين په ډاګه کړل شي.
که له يوې خوا په اداره کې د جنګي مجرمينو شتون او اختلاس حکومت د سقوط تر ګړنګه رسولی دی؛ نو د بلې خوا په هېواد کې سياسي او اجتماعي کړکېچونو هم سر کړی دی، چې له دې وروسته به په حکومت کې دننه د چارواکو تر منځ امکان لري کورنۍ جګړې پيل شي.
موجوده حکومت خو ”نيم زما او نيم د ستا“ پر بنسټ جوړ شو. د وزارتونو په وېش هم يو څه کار وشو، په بهر کې د هېواد په نمايندګانو هم يو څو تنه پخلا شول، لوړ پوستونه هم سره ووېشل شول، د نظاميانو همغږي هم صورت نه مومي نوره، بې له دې چې د لوړ پوړو چارواکو لخوا اختلاس او په حکومتي اداره کې د جنګي مجرمينو شتون دى. همدا لامل دى چې حکومت یې د ګړنګ پر سر درولى دى.
دا مهال په موجوده حکومت کې څوک نه شته چې حکومتي مديريتي ناکاميو ته ځواب ووايي. هغه څو ک چې د ځواب تمه ترې کېږي، هغوئ خپله په اداري فساد او ډول ډول جرمونو کې لاس لري. د همدې پوښتونو ځوابول د ولس سياسي برخليک ټاکي او چې څوک دا پوښتنې نه شي ځوابولى، دا دى ولس له يوه ناڅرګند برخليک سره مخ دى.
داسې راپورونو ترلاسه شوي دي چې د جزا نړيواله اداره په افغانستان کې جنګي جنايتونه څېړي. که دا کار وشي په افغانستان کې به ټولې ادارې له جنګې مجرمينو پاکې شي. دا منو چې حکومت کې به تر نيمايي زياتې څوکۍ خالي شي، خو تر نيمايي پاتې کمو څوکيو باندې ناست کسان به له دې ويري چې حساب ورسره کېدونکی دی، د ولس خدمت په اخلاص سره وکړي.
د جزا نړيواله اداره په نظر کې لري چې په موجوده حکومت کې ټول هغه ګوندي او غير ګوندي غړي چې د افغان ولس په وژنو کې لاس لر،ي تر پوښتنو لاندې ونيسي؛ خو د حکمتيار په شمول به يو شمېر کسان په خپلو جرمونو پرده واچوي. ګلبدين حکمتيار د فرانسي خبري آژانس ته په یوه استول شوي غږیز پیغام کې ویلي دي: هغه به د جنګي جنایتونو له کبله بخښنه و نه غواړي. هغه ویلي دي چې جګړه پرې تپل شوې وه او ده یوازې دفاع کړې ده.
که د جزانړيوالې ادارې د حکمتيار وينا تائيد کړه، نور ټول جنګي مجرمين به همدا دليل وړاندې کوي او بيا به په موجوده حکومت کې جنګي مجرمين د تېر په څېر پاتې شي چې موجوده حکومت به د سقوط ګړنګ ته نور هم ورنږدې شي.


















