ایا طالبان هم ازادۍ لمانځي ؟؟؟

لیکنه : محمد زبیر هاشمي
نن ورځ ما ځنی ویب پاڼې او فیسبوک باڼې وکتل، چې ډیرو لیکوالونو دازادۍ لمانځلو لپاره خپل ازاد قلم کارولی وه او احساس يې باتورو افغانانو سره شریک کړی وه .
خو! ځني افغانانو د نن ورځ ازادۍ لمانځل نه منلو، نو لیکوالونو په وړو لیکنو کې يې دغه افغانان ته ډیر بد رد لیکلي وه ، ګاونډیو هیوادو ته يې دغه افغانان منسوبول او په لیکنو کې داسي هم لیکل شوي ول چې شریان ، فسادیان دي ، دوی جنګ غواړي ، دوی غلامان دي ازادۍ په قدر څه پوهیږی .
زه وایم چې نه ! ازادۍ په مانا همدغه افغانان پوهیږي ، چې ازادۍ څه ته وايې؟ دوی غلامان شوي نه دي ، دوی ځانونو ته د ازادۍ لمانځل د امریکایی اشغالګرانو تر چتر لاندې ضرورت نه وینی .
که نن ورځ ملاله میوندۍ ژوندۍ وی نو دغه ازادی به هغې هم نه وه لمانځلي ځکه هغه غلامه پاتي شوی نه وه ، افغانستان چې کله ښکیل شوی وه ، نو میوند ملاله اشغالګرو سره يې پوره مبارزه وکړه ، نیست نابود يې کړه او تل لپاره اشغالګرو ته يې یو دردونکي ګذار ورکړه.
ازادۍ هغه خلک لمانخي چې غلامان پاتي شوي وي او ازادۍ يې خوښه وي خو له غلامې يې ځان نشو ایستلی ، نن دغو خلکو لپاره ازادۍ پکار ده چې يې ولمانخي ځکه دوی ددغه ورځ په ارمان کې ول چې کله به موږ ازاد شو.
اوس امریکان هم دماتي په درشل کې پراته دي دجنګ توان يې ختم شوی دی یو ورځ به هم دوی په ټیټو سترګو وځي او هر څه به ترې پاتي وي که خدای کوله .
ایا طالبان به هم ازادۍ لمانځي ؟؟؟
نه !!! دوی اوله ورځې نه تر اوسه پوري دغو سرولښکرو سره په مبارزه کې دي ، دوی غلامي نه دي منلی ، طالبانو ځانونه قربان کړل ، کورنه يې پریښودل خو غلامي يې ونه منله.
ځني خلک بیا طالبانو ته غلامان وايي، ځکه چې خپل ګران هیواد يې پریښودلی او مهاجر شوي دي ، نه دا غلط خبر ده ، هجرت رسول الله صلی الله علیه وسلم کړی دی ، رسول الله مهاجر وه نو هجرت او مهاجریت دواړه د غلامي ټکي نه دي که وی نو رسول الله صلی الله به هجرت نه وه کړی ځکه هغه د چا غلامي نه کوله .
طالبان ددغې صحني اتلان دي دوی مبارزه کړی ده ، دغه ورځ به موږ ددوی په اتلولی او قرباني به لمانځو ان شأ الله ، طالبانو ددې ملت ازادۍ لپاره هر قسم قرباني سرشندنی ته ځان ورکړی دی چې دغه ملت په ارامي سره د ژوند ساه واخلي.
طالبان ددغه مظلوم اولس خدمت خپل عبادت بولي او قران کریم دغه مصداقین دي.
وَمَا لَكُمْ لا تُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَالْمُسْتَضْعَفِينَ مِنَ الرِّجَالِ وَالنِّسَاءِ وَالْوِلْدَانِ الَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَا أَخْرِجْنَا مِنْ هَذِهِ الْقَرْيَةِ الظَّالِمِ أَهْلُهَا وَاجْعَلْ لَنَا مِنْ لَدُنْكَ وَلِيًّا وَاجْعَلْ لَنَا مِنْ لَدُنْكَ نَصِيرًا (75)



