آریانا سعید او درباري ملایان

ډاکټر آصف
وایی چې افغانستان ۵۰۰۰ کلن تاریخ لري، خو ۵۰۰۰ کلن ویده تاریخ نه لري، بلکه ټول تاریخ یې له ولولو ډک کې، ټول تاریخ یې د حق او باطل تر مینځ د مقابلو ګواهي ورکوي، د هیواد لویشت لویشت خاوره کاڼي او بوټي د حق او باطل د مبارزي له کبله په وینو سره شوي دی.
د حق او باطل مقابله د آدم علیه السلام له خلقت نه رانیولې تر ننه په ټوله نړۍ کې روانه ده او تر قیامته به همداسې روانه وي.
د حق او باطل په مقابله کې د دیني عالمانو رول د نړۍ په هره ځمکه کې ځلیدلی. دیني عالمان دي چې د پیغمبرانو وارثان بلل کیږي تل خپل سرونه په لاسو کې نیسې له حق نه خپل ځانونه قربانوي، خپل مالونه او خپل اولادونه قربانوي خو باطل ته هیڅکله هم سر نه ټیټوي.
ځکه چې خدای تعالی په خپل کتاب کې خپلو مؤمنو بنده ګانو ته اعلان کړی چې د پیغمبرۍ د سلسلې له پای ته رسیدا نه وروسته د پیغمبرانو وظیفه نوره د دیني عالمانو پر غاړه ده او برسیره پر دې پر ټولو مسلمانانو فرض ګرځیدلې ده، (قل هذه سبیلې ادعو الی الله انا و من ابتعنی) (یعنی ورته ووایه ای پیغمبره چې دا زما لاره ده چې خلک د الله لوري ته رابلم، زه او هغه څوک چې زما اطاعت یې کړی یعني زمونږ د ټولو همدغه لاره ده) د پیغمبرانو د سلسلې د ختمیدا نه راوروسته دا دروند بوج د دیني عالمانو پر سر ایښودل شوی دی نو باید چې خپلې کلکې ملاوې ورته وتړي او تړلي یې دي او عام مسلمانان یې باید کلک ملاتړ وکړي.
دیني عالمان په هیڅ وخت کې د باطل په مقابله کې نه دي تم شوي، بلکه تل یې خپلې سینې ورته سپر کړي دي.
خو په تأسف سره چې نن وخت په افغانستان کې د لاسپوڅي حکومت درباري عالمانو د ډالرو په خاطر د باطل په وړاندې مبارزه او مقابله پریښي ده، او د اصیلو او ریښتینو دیني عالمانو حیثیت ته یې سخت زیان اړولی دی،دوی یواځې د یو څو ورځو ژوند کولو لپاره او د یو څو ډالرو د ترلاسه کولو لپاره خپلې شپې او ورځې تیروي او خپل معاشات اړوي، حقه مبارزه او مقابله یې یواځې د یوې مشهورې کچنۍ آریانا سعید په وړاندې د درواغجن او غولوونکی آواز پورته کولو پورې او دې ته ورته مسائلو او قضایاو پورې محدوده کړې ده، چې هغه هم د دوی په تحقیر او توهین تمامیږي او دوی پرې چوپه خوله کیږي.
دغه په نوم دیني عالمانو ته نور د شرم ځای دی چې ځانونو ته اوس هم دیني عالمان وایی او د رښتینو دیني عالمانو نوم بدوي، او دا هم ورته تر ټولو ستر شرم او ذلت دی چې د پیغمیر ص سپینې پګړۍ یې پر سرونو ایښي، او د دیني عالمانو عبا او قبا پر تن کوي او خلک پرې تیرباسي.
دغه دیني عالمان باید لکه د نورو منحرفو جهادی قومندانانو په څیر خپلې ږيرې هم وخریی او خپلې پګړۍ هم اصیلو دیني عالمانو ته وسپاري، خپلې عبا او قباګانې باید له خپلو تنو وباسي او په شریفانه ډول یې ريښتینو او صادقو مبارزه کوونکو دیني عالمانو ته وسپاري.
د کچنۍ آریانا سعید په وړانډې د هسې په نوم مقابلې پر ځای باید نور زهر وخوري ځکه چې له دې ستر ذلت به بل ذلت نه وي پاتې ځکه چې د دينی عالمانو د ذلت کچه تر دې حده ورسیږي نور نو ورته د ځمکې خیټه د ځمکې له سر نه غوره ده خو که د ضمیر ۱٪ برخه یې هم ژوندۍ وي.
کچنۍ آریانا سعید او د هغې لوچک او لنډغر مینه وال دې په دې وپوهیږي چې د اصیلو مسلمانو مبارزینو او سپیڅلو مجاهدینو میندې لا ژوندۍ دي او مجاهد بچیان زیږوي، دوی به ډیر زر د خپلو دغو شومو اعمالو او د دیني عالمانو په وړاندې د مسخرو او چکچکو نتیجه په غړیدلو سترګو وګوري. آریانا سعید او هواداران به یې ډیر زر په دې وپوهیږي چې آیا دوی پر آس سپاره دي او که پر خره.
و سیعلم الذین ظلموا أی منقلب ینقلبون
صدق الله العظیم



