رالیږونکی : اسدخیل
امريکنی جرنالسته او ليکواله جوانا فرانسيس مسلمانو ښځو ته خط ليکلی
فرانسيس ليکلي :
( کوښښ کيږي چی زمونږ په موسيقی ستاسو خاموشه جسمونه ورپيږي ، او زمونږ د امريکنيو ښځو په درواغجنو انځورونو در اوښودل شي چی مونږ خوشحاله او خوښمندی يو او پدی قانع يو چی زمونږ دی کورنی نه وي .
مګر په حقيقت کی مونږ اکثره ښځی خوښمندی نه يو ، پر ما باور وکړی ، زمونږ مليونونه ښځی د خفګان او زړه تنګی په وجه دوايانی خوري ، خپل کارونه بد ګڼو او هره شپه له هغو سړيو ژاړو چی راته وائي [ مينه درسره لرو ] او بيا خپل هوس پوره کړي او پری مو دي .
دوي غواړي چی ستاسی کورنی له منځه يوسي ، او تاسی پدی قانع کړي چی ماشومان کم وځيګوی ، دوي ځکه داسی کوي چی واده يو شکل د اشکالو نه د ښځی بندګي ګڼي ، او مورنی نظام ( کورنی ) لعنت دی د سړيو لپاره ، او د ښځی په عفت او طهارت خو زمانی له پوخا راهيسی خاوری اړولي او دا يو ردي او ناپاکه فکر دی ، د اوروپائي ښځو لپاره خو يي داسی مکينۍ جوړی کړي چی د دوي اعصاب دومره اومینځي چی دی ته يي قانع کړي چی مسلمانی ښځی روسته پاتی او مرتجعی دي .
په حقيقت کی مونږ روسته پاتی او مرتجعۍ يو ، مونږ د نړی مصنوعي ښايست بندګانۍ يو ، د جسم هوس ښکيل کړي يو ، له نارينوو سره رابطی پدی اند برقراره ساتو چی مينه راکړي او نارينه زمونږ عظمت راپرځوي .
مونږ پدی پوهيږو چی په اعماقو کی دوکه يو او په همدی وجه له تاسی متأثره او محسودی يو ، لدی سره سره چی ځنی له مونږ نه دا حقيقت نه تسليموي .
له تاسی هيله لرم چی د حقارت په نظر مونږ ته مه راګوری ، او پدی فکر هم مه اوسی چی دا څه چی څنګه دی مونږ يي خوښوو ، ځکه چی غلطي دا نده چی مونږ کله کوچنی وو پلرونه مو نه وو چی مونږ يي ژغورلۍ وای بلکه کورنی خو له پوخا مدمری شوی وی او تاسو پدی پوهه ياست چی د دی تر شاه څوک دي .
خويندو ونه غوليګې ! هغوي ته اجازه مه ورکوی چی مکر وکړي ، تر څو ښځی پاکی ، سپيڅلۍ او عفيفی پاتی شي ، مونږ مسيحيانی خپل ژوند پخپله وينو چی هغسی ندی څرنګه چی بايد د ښځی وي ، مونږ دی ته اړتيا لرو چی تاسو مونږ لپاره مثال شی ځکه چی مونږ ليار ورکه کړی ، نو له همدی کبله په خپل طهارت مو منګولی ولګوی او دا په ياد ولری چی د غاښونو ملهم بيرته په دبلي کی ننويستل د هیچا د وس کار ندی ، ټولو ښځو ته پکار دی چی دا ملهم په ډير احتياط وساتي .
















