سرليکنه
په افغانستان کې چې څومره جګړې دمخه شوې دي او یا له څلوېښتو کالو راپدېخوا روانې دي، د دې ټولو جګړو د پیل او دوام عاملین د افغانستان د خاورې او ولس داخلي دښمنان او بهرني دوستان دي. د څلورو لسیزو راپدېخوا ټولو افغانانو، سیاسي او غیر سیاسي وګړو او عام ولس ته د افغانستان د خاورې دوستان او دښمنان څرګند شول. دا چې ځینې په حکومت کې داخل اشخاص ښمنانو ته د دوستانو په سترګه ګوري او یا یې بولي، هغه د دې وګړو شخصي ګټې د دښمنانو تر کړنو او شتون پورې تړلې دي.
انګرېزي جنرال برنس په یوه وینا کې، چې په کابل کې یې خپلو پوځیانو ته کوله، ویلي وو چې افغانان تابع کېدونکی قوم نه دی، یو شمېر افغانان به په یوه او بله پلمه راخپلوئ او حکومت به پرې کوئ.
د همغه انګرېزي جنرال برنس وینا امریکایي جنرالانو په افغانستان کې عملي کړه. دا دی اوس په افغان چارواکو په يوه او بل نامه حکومت کوي. نوم د افغان چارواکو دى خو حکومتي اداره د امريکايي جنرالانو په واک کې ده.
افغانستان چې د انګرېز له تاړاکونو يو څه دمه شو. په سيمه او نړيواله کچه یې د خپل اقتصاد، سوداګرۍ او نورو پرمختګونو لپاره يو له شمېر هېوادونو سره اړيکي ونيولې. هغه وخت امريکا غوښتل له افغانستان سره ښې اړيکې ولري، څو په راتلونکې کې افغانستان يوازې له امريکا سره تړلی پاتې شي. په ١٩٦١ ميلادي کال کې د ظاهر شاه او جان ايف کينیډي تر منځ دوستانه اړيکې ډيرې ټینګي شوې، آن تر دې چې تر روسانو وړاندې امريکا ظاهر شاه ته د اقتصادي پروژو د سر ته رسولو سينه ډبولې وه. خو روسانو نه غوښتل امريکا د اقتصادي پروژو په نامه افغانستان ته لاسونه را اوږده کړي.
له کينیډي وروسته په ١٩٦٩ميلادي کل کې د ظاهرشاه او امريکا اړيکې هم دوستانه وې. هغه وخت د امريکا جمهور رئيس لينډن جانسن غوښتل په افغانستان کې نفوذ وکړي. ريچارډ نکسن چې په ١٩٧٤م کې واک ترلاسه کړ، د افغانستان په لورې یې لاسونه راوږده کړل. له هغه وخته افغانستان ته د امريکا ارادې بدلې شوې خو بدبختانه افغانان د امريکا او روسانو په بدو او اشغالګرو ارادو ونه پوهېدل.
د روانې ميلادې مياشتې په ٢٢مه امريکا د افغانستان او جنوبي اسيا لپاره ستراتيژي اعلان کړه. دا ستراتيژي يوازې دافغانستان نه، بلکې د افغانستان د ګاونډيانو او سيمې د هېوادونو پر خلاف ده. په اصل کې د افغانستان ترڅنګ امريکا غواړي ګاونډيان او جنوبي اسيا هم تر يو استعماري اشغال لاندې راولي. ټرمپ دغه نقشه د نوې ستراتيژۍ په نامه تر کار لاندې ونيوله.
بې له افغان حکومته او هغه سياسي اشخاصو، چې په افغانستان کې یې د امريکا تر موجوديت پورې ګټې تړلي دي؛ نور ټولو باضميره افغانانو د امريکا د نوې ستراتيژۍ مخالفت وکړ او آن په کابل کې د روسیې د جمهور رئيس ځانګړي نماينده، ضمير کابلوف په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل چې د امريکا لخوا نوې اعلان شوې ستراتيژي د جنوبې اسيا لپاره يوه ناسمه ستراتيژي ده.
که ټرمپ غواړي په نوې ستراتيژۍ سره پر طالبانو او يا د افغانستان پر ګاونډيو هېوادونو فشار راوړي چې طالبان له جګړې لاس واخلي او ګاونډيان په افغانستان کې سولې لپاره په جبري توګه همکارۍ ته اړ کړي، خو ټرمپ په دې ستراتيژۍ کې کاميابي نه شي ترلاسه کولاى.
امريکا د طالبانو پر خلاف په کابل کې خپل جنګي جنرال نيکولسن ته د هوايي ځواکونو د ړندو بمباريو او ځمکنيو عملياتو واک زيات کړ، خو ورسره طالبانو هم دا دی د افغانستان په ٢٣ ولاياتو کې پر حکومت ځواکونو باندې بريدونه زيات کړي دي. په پکتیا، ننګرهار، پکتيکا، کندهار، کندز، شبرغان، کندهار، نيمروز او نورو ولاياتو کې جګړو زور اخیستی دى او د کابل حکومت د برتانیې د نوي سفير نيکولاس او نیکولسن په ډاډ پر افغانانو عمليات کوي؛ خو د ټرمپ دا ارمان په افغانستان کې پوره کېدونکی نه دی او د نورو اشغالګرو په څېر به دی هم پر خپلو ناروا کړنو اعتراف وکړي.
غوره دا ده: په ځای د دې چې امريکا د افغانستان لپاره جګړه ييزه ستراتيژي عملي کړي، افغانان دې په خپلو کې سره پرېږدي څو تلپاتې سوله راولي. په هېواد کې جګړه په زور نه، په مذاکراتو پای ته رسېږي.
















