اشغال د جنګ دوام او د سولې په وړاندې ستر خنډ

لیکنه: د خړې حجرې خړ طالب
موږ افغانان د خپلې خاورې او دین د ساتنې په مقابل کې د هر راز لاس وهنې، مداخلې خو د ټولو په سر کې د اشغال عملي مخالف یو او د سرونو په قربانولو سره یې دفاع کوو.
د کابل د بل واکه ادارې چې هیڅ نوع افغاني او بین المللي حیثیت نلري؛ مخالف لوری طالبان چې د افغان غیور ولس د څلورو لسیزو را پدیخوا د اشغال په وړاندي د افغان غیرتي قوم؛ د قیام او د اشغال ځپل خپل ایماني، ملي او حیاتي مسئولیت بولي او په عین حال کې طالبان لکه څنګه چې نظامي ځواک دی همدا راز یو سیاسي منلی ځواک هم دی، د افغان ولس د غوښتنو او ارزښتونو متکفل دی نو کولی شي لکه د روسانو د اشغال په وړاندې یې چې له امریکې څخه د خپل هدف پخاطر د روسي اشغال د مخنیوي په موخه له خپل دغه حق څخه کار اخست اوس هم د همدې دلایلو په وجود کې د امریکایې اشغال په مقابل کې د ولس او دین د حقوقو د ساتنې او د خپل سیاسي او دیني حقوقو د اعاده کولو او ساتلو په موخه کولای شي من حیث نظام او من حیث د ولس د متکفل په صفت د سیاسي بهربرداری په راخپلولو سره د اشغال مخه ډب کړی.
طالبان د سولې او جنګ دواړو قهرمانان ديو دواړو پیشتازان او وتلې اتلان دي، د سولې او جنګ دواړو لپاره معقول شرایط لري، اشغال د سولې لپاره ستر خنډ او د جنګ د دوام لوی لامل بولې که څوک دا دلیل وړاندې کوي چې که خارجي قوتونه ووځې نو خپل منځې جنګونه به لکه د تیر پشان بیا تکرار شي نو دا هسې بهانه ده او تر یوه خام دلیل پورې لاس نیول دي، په دې سره داخلي غلامان یا هم خارجي داړه ماران د اشغال دوام ته یوه بې منطقه توجیه کوي.
هو هلته د روسانو د اشغال پر مهال افغانان په ډلو ټپلو ویشل شوې و چې دا یوه خارجي توطیه وه او له امله یې خپل منځې جګړه رامنځ ته شوه چې د تنظیمونو ایجاد او ډیرښت په همدې هدف رامنځ ته شوی و، طالبان چې افغاني او ولسي خوځښت دی د همدې هدف او د وخت د ضرورت په موخه د هغوی ستر پیشوی امیر المومنین ملا محمد عمر مجاهد ایجاد کړ چې د تشتت او تحزب مخه ونیسې او د خپل منځې جګړو چې یوه خارجې توطیه وه مخه ډب او په ډډ کې خنسی کړې چې لله الحمد همداسې وشول اوس افغانان د یو داسې نظام او قیادت لرونکې دې چې د خپل منځې جګړو تیر تاریخ به ان شاء الله هیڅ کله تکرار نشي.
ځینې بې ضمیره بلکې ټوله نړۍ او په سر کې یې د کابل اداره چې په غلامۍ کې سپین سترګې او سپین سرې او په معقولیت کې نوزاده او ماشوه اداره ده طالبان پاکستان ته منسوبوي، د روس، ایران او چین څخه د وسلو په تر لاسه کولو یې تورنوي دا توری او سپیناوی به تاریخ ته پریږدو چې دا کار شوی کنه خو زه د یو ساتکې لپاره دامنم چې روس، چین او ایران طالبانوته وسلې ورکوي طالبان من حیث یو منلی عملي نظام چې ولس یې له فیصلو او امنیت څخه راضي دی؛ د ښارونو اوسیدونکې خپلې فیصلې د امارت په محاکمو کې فیصله کوي نو ولس لکه د ګردې نړۍ پشان د یو نظام په توګه منلی.
اوس پوښتنه دا ده چې امریکا د روسانو په اشغال کې تر لس زیاتو تنظیمونو ته وسلې او پیسې ورکولې او ټوله نړۍ یې دغه کار ته هڅوله هلته لسګونو تنظبمونو ته دا حق حاصل او ثابت و چې د خپل دین او وطن څخه د دفاع په موخه دا کار وکړي اوس ولې اسلامي امارت چې یو عملي نظام دی ټول حکومتي تشکیلات یې فعال دي د کابل په منځ کې له مخابراتې کمفنیو تکس اخلي، سیاسی او نظامي حیثیت څخه یې دوست او دښمن انکار نشې کولای اوس دغه امارت نشې کولای من حیث نظام له چا وسلې واخلې؟
دا حق کوم دلیل او منطق له امارته صابولای شي؟
د کابل بل واکه او غلامه اداره چې د اشغال په زور تر ښارونو پورې محدوده ده هغه کولای شي چې د امریکا اشغال ته د جواز دلایل پیدا کړي او امارت چې د ولس غږ او آواز دی هغه نشې کولای د امریکا د اشغال مخه له نورو هیوادونو څخه دوسلو په ترلاسه کولو سره ډب کړې؟ او د خپل وطن او دین دفاع وکړي؟
دا څنګه منطق دی چې اشغال روا او د اشغال په و اړاندې د سرونو قربانیان چې د خپلو حقوقو مدافعین دی د هغوی روا حق ترې سلب کړې او له خپله حقه دفاع کول دې نا روا او جرم شي؟
اصلا توله نړۍ غلامه ده له عقل او منطق څخه خلاصه ده چې مجرم برئ کوي او برئ به جرم تورنوي.
دلته خو د غلامۍ هیڅ سوال نشته دا اصلا حریت دی څوک چې د اشغال په وړاندې په برحقه مبارزه بوخت دي هغه د خپلې خاورې او دین څخه د دفاع پخاطر عقلاً او نقلاًروایتاً او درایتاً له کافر او مسلمان څخه کومک غوښتلی شي غلامي د هغه چا په برخه ده چې د اشغال دوام ته کار کوي او خپل ولس په ښکیلاک ګرو وژني او د خپل فاسد نظام دبقا لپاره د ملت په حقوقو او غوښتنو خاورې ور اړوي، د دین او ولس ارزښتونه شاته کوې او د خپلې خیټې د ډکولو په ذلت اخته دي.



