شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home ټولنه او اجتماع

آیا نجیب پېژنئ؟ – وروستۍ برخه

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
سپتمبر 10, 2017
کټګوریانې: ټولنه او اجتماع
0
23
ځلې شریک شوی
290
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

لیکوال: صدیق الله راهي (د ډاکتر نجیب ورور)

ژباړه: عبد الخبیر جاهد

دا هم ولولئ

د امریکا پای

د یو روږدي کس لیک خپلې مور ته!

که د ایران ستر رهبر ووژل شي، نوی مشر به څنګه ټاکل کېږي؟

څو ورځې وروسته زه، مېرمن او اولادونه مې له کابل نه وتښتېدو، او په پنجشېر کې د مسعود له ډلې سره یو ځای شوو، تر ننه نه پوهېږم چې د میرویس برخلیک څه رنګه شو؟ میرویس د نجیب وروستنی قرباني نه و! دا ډول کیسې څو څو ځله تکرار شوې دي!

د نجیب تر ټولو له بې رحمه او ناځونه وژنو څخه یو هم د قندي خیاط د زوی توریالي وژل دي. لکه څنګه چې نجیب د خاد د جاسوسي دندو لپاره یو څه بدکاره ښځې او ځوانان ټاکلي وو،

کوشش یې کولو چې یو څه حرفوي بدماشان هم جلب او جذب کړي، او په مناسبه موقع له هغوی نه استفاده وکړي، په همدې لړۍ کې د قندي زوی تور د نجیب پام ځان ته ور اړولی و، نجیب غوښتل د نوموړي له زړورتیا څخه د مخالفینو د وژلو لپاره کار واخلي،  تور د نجیب په وړاندې یو بل ارزښت هم درلود! تور د فتانې په اړه څه خبرې درلودلې! په هر ځای کې به یې په جرآت سره بیانولې!  نجیب نه غوښتل دغه پلیتې خبرې د ده له سر نه د قدرت نېشه لیرې کړي! ځکه خو دا څومره ښه ده چې دغه ګناه لړلي رازونه د تور په خوله کې غلي پاتي شي!

د قندي زوی تور څوک و؟

 توریالی د نظام الدین خان زوی چې په قندي خیاط مشهور و،  په شهر نو کې د زینب ننداري شا ته یې هستوګنه درلوده، تور له ډېرو کلونو راهیسې په چاقو وهلو مشهور و. له همدې کبله یې نوموړی د استقلال له لیسې څخه وایست، لکه څنګه یې چې ملګرو ویل تور یو واقعي کاکه ځوان و! نوموړي هېڅکله پر ناتوانانو او بې وسانو چاقو نه را ایستلو! بلکې هر وخت به یې په ظالمانو او زرورو غورځنګ کولو! او د بیچاره ګانو او غریبانو له حقه حقوقو څخه به یې ننګه کوله! دغه ښه صفت تور له نورو بدماشانو څخه چې بې هدفه به یې خلک ځورول مستثنی کولو! هغو کسانو چې تور په دې ځوانمردۍ پېژندلو هغوی به ( رابن هود ) بللو! او دهغه د ځوانمردیو نکلونه به یې کول، تور میانه ونه، سپین رنګ او زېړ وېښتان لرل، میانه سترګې، او پېرړ ډوله مخ یې لرلو! فیشني درېرشۍ به یې اغوستې، خو نېکټايي یې نه تړله!

د کمېس غاړه به یې پرانیستې پرېښوده، عضلات یې قوي نه وو، خو پراخه سینې او لویو اوږو یې ښودله چې آزاد سپورت کوي. بې پروا معلومېدو، لوړه خندا به یې کوله! د ډار یوه وړه نښه هم نه پکې ښکارېده، کېدای شي رابن هود به هم په اصل کې د توریالي په څېر وي!

په هر حال په کومو کلونو کې چې د غلغلې ښار رستوران فعال و، فتانې به هلته نڅاګري او ساقیتوب کولو! توریالی د نوموړي رستوران له دایمي مشتریانو څخه وو، ډېرې شپې به یې هلته د فتانې تر څنګ تېرولې! نجیب کله چې د خاد رئیس شو، ټول هغه ځوانان چې له فتانې سره یې له واده مخکې اړیکې درلودې یو یو د دسیسو په نتیجه کې له منځه یووړل! یا یې زندان ته واچول! ځینې نور چې له دې ډول چلن نه خبر شول وتښتېدل! دا ځل د تور قندي نوبت را ورسېد.

 نجیب په تور پسې د خاد جاسوسان ولېږل، هغوی تور ونیولو، او د خاد ریاست ته یې جلاد نجیب ته راوستو! نوموړی د خپل ځانګړي غرور له مخې د نجیب میز ته مخامخ کیناست او  ویې پوښتل: ( ګرانه! څه فرمایش مو درلود؟ )

نجیب چې له تور نه ډارېدو، لومړی یې خپلو باډیګاردانو ته وکتل، جپسر د ده خپل باډیګارد، او یو بل باډیګارد چې بیا وروسته د اناهیتا باډیګارد شو، دده په خونه کې حاضر وو، د اناهیتا باډیګارد په دې اړه خپل د سترګو لیدلی حال ما ته داسې بیان کړ: ( نجیب چې کله زمونږ له شتون نه ځان ډاډه کړ، یو څه زړور شو، او بیا یې له یوې غوړې او نرمې سریزې وروسته توریالي قندي ته وویل: ( ته پوهېږې چې مونږ ستا په څېر زړورو خلکو ته اړتیا لرو ) تور ځواب ور کړ: ( زه ستاسو لپاره څه کار کولی شم؟ ) ته ډېر ښه چاقو وهونکی یې، زه دې پېژنم، او ته کولی شي د خدمت یو مصدر وګرځې!

تور په همغه غرور او زړورتیا سره چې لرل یې ځواب ور کړ: ( باداره! ما مخکې بدماشي کوله، مګر اوس مې له دې کار څخه لاس اخیستی ) نجیب یو څه سره ګډوډ شو، او ویې ویل: ( اوس بهانې لټوې چې له ما سره مرسته و نه کړې؟ … له څه وخت راهیسې دې له بدماشۍ لاس اخیستی؟ ) تور دخپلې همېشنۍ زړورتیا له مخې ځواب ور کړ: ( له کوم وخت راهیسې چې ستا مېرمن فتان، د غلغلې په ښار کې له سترپ ریتز نڅاګرۍ، او ساقیتوب څخه لاس په سر شوې  ده، ما هم له بدماشۍ لاس اخیستی، مونږ دواړو له خپلو دندو څخه استعفا کړې ده!!)

د تور دې طعنو، او هغه هم د دوو ګواهانو په مخ کې، نجیب داسې په قهر اوغوسه کړ! چې سرګردانه او بې له کومه درنګه یې توپانجه را وایسته، سمدستي یې تور په تندي وویشت! وینې روانې شوې! د تور سترګې را وګېدې! له چوکۍ نه د لاندې را ولوېد! د خونې په غولي یې په ځوانمردانه توګه روح وسپارله! دتور بدن یې یوه نا معلوم ځای ته یوړو، او پټ یې کړ، تر نن ورځې څوک نه پوهېږي چې چېرته دی! )

ډېر وخت د تور خبر نه و، او هېڅوک نه پوهېدل چې زړور تور چېرته دی؟ کورنۍ یې څو څو ځله د خاد ریاست ته ورغلل، مګر اسحق توخي چې د نجیب د جنایتونو یوازینی شریک وو، دروغ به یې ویل چې تور بندي دی، کېدای شي په څرخي پله کې وي. ټول زندانونه یې وکتل مګر د تور یې کومه نښه او نښان پیدا نه کړل!

کله چې د کارمل او نجیب تر منځ اختلافات پراخه شول، د اناهیتا باډیګارد د تور د وژلو جریان اناهیتا او زوی یې کانیشکا ته له ټولو جزیاتو سره بیان کړ، او هغوی بیا نورو ته وویل.

 تور د بارق شفیعي اوښی ( د خسر زوی ) او د نور احمد نور ماما خسر و، نور او بارق شفیعي د وژلو له جریان نه خبر وو، مګر د خپلو چوکیو دساتلو لپاره پټه خوله وو، بالاخره بارق شفیعي واقعیت د تور خور ( خپلې مېرمنې ) ته وویلو، او هغې  خپل پلار ته وویل چې تور د چټل نجیب په واسطه وژل شوی دی.

د تور پلار د خپل زوی د مرګ د خبر له اوریدو سره په همغه شېبه سکته وکړه او مړ شو! د تعجب خبره ده چې نور او بارق شفیعي دوه وفادار انقلابي کمونیستان د قدرت او چوکۍ په مقابل کې دومره کمزوري او بې خاصیته شول چې آن دخپلې کورنۍ د یو غړي مرګ یې د نجیب پر وړاندې نادیده ونیولو، او یو وړوکی آواز یې هم پورته نه کړ!

د تور وژنه، د نجیب د جنایاتو یوه بېلګه ده، کېدای شي نوموړی یوه ورځ دخپلو جنایتونو په اړه فکر وکړي، چې ولې يې په زرهاوو انسانان د ګڼو دسیسو او حیلو له مخې وژلي!؟ د نوموړي نه هېرېدونکي جنایتونه د ولس په وینو په تاریخ کې لیکل شوي!

 کېدای شي نوموړی یوه ورځ په هنداره کې وګوري! او په خپلو سترګو ښه ژور نظر وکړي، او له ځان نه پوښتنه وکړي چې دا ټول روسيتوب! دا ټوله وطن پلورنه! دا د ولس ټولوژنه او بربادي د څه لپاره؟  او د چا لپاره؟ مګر دا ورځ به هېڅکله را نشي ځکه چې نجیب اصلا وجدان نه لري!! ویده وجدان را ويښېږي! خو که اصلا وجدان شتون ونه لري، هلته بیا ګټه نه لري!

 ما وویل چې نجیب روس مشربه دی، او په دې ویاړي!  نجیب له دې وجې چې له شوروي سره له کچې لوړه مینه او عشق لري،  شوروي خپل لومړنی هېواد ګڼي! نوموړي به ډېری وخت د افغان او شوروي د نسلونو د خلط وړاندیز کولو! نجیب د دوه لورګانو په لرلو سره چې یوه یې ( هیله ) او دوهمه یې ( اونۍ ) ده، کومه چې په معیوبه بڼه په انګلیستان کې وزیږېده، اودوه کاله د پاریس په یوه روغتون کې تر علاج او عملیاتو لاندې شوه، د یوه زوی د لرلو په هیله و، او دې موضوع به فتان ځوروله! له همدې کبله نجیب فتانه د زوی راوړلو ( ولیعهد  ) لپاره د خپلو نیکمرغیو ټاټوبي، یعني شوروي ته ولېږله!  خپله دی، او د کورنۍ غړي یې ټول پوهېږي چې دې سفر نجیب ته څه ډالۍ راوړه!

خوريي مې زمریالي ما ته داسې کیسه وکړه: (  کله چې د نجیب مېرمن، فتانه، شوروي ته لاړه، حامله نه وه، ځکه له تګ نه مخکې یې څو ډوله طبي معاینات وشول، که حامله وای معالجو ډاکترانو د سفر اجازه نه ورکوله، په شوروي کې له څو میاشتو پاتې کېدو وروسته بېرته کابل ته راغله. د ګل ماما مې ( نجیب ) پام شو چې مېرمن یې حامله داره راغلې ده! څو ورځې یې له فتانې سره جنجال و، مګر یو څه وخت وروسته یې دا خبره هېره کړه، کله یې چې ماشوم وزېږېدو، که ګوري شین سترګې او سره ویښته لرونکې نجلۍ دنیا ته راغلې ده! په خندا او موسکا سره یې وویل: ( فرق نه کوي، د افغان شوروي دوستۍ مېوه ده… مونږ یو تیار له دې دوستۍ څخه خپل ټول ژوند قربان کړو )  نجیب دغه شين سترګې حرامونې په غېږ کې ونیوه او نوم یې مسکا پرې کېښود! مسکا هم مسکو کېدای شي چې د نجیب قبله ده، او هم په پښتو کې د شونډو د خندا معنی لري!  افغان شوروي دوستۍ په رښتیا چې د نجیب پر مخ خندا خوره کړه! او نوموړی یې ګوندي او دولتي رهبرۍ ته ورسولو! د مسکا پلار یو شوروي مشاور دی، چې له فتانې سره تورې بحیرې ته تللی و.

 دا دی دملي پخولاینې د رهبر لوی ویاړ چې مسکا یې د افغان شوروي دوستۍ د مېوې د مډال په توګه په ویاړ سره په خپله سینه وټومبله!!  افسوس د داسې ولس پر حال! چې داسې رهبر ولري! داسې رهبر چې په خونخوارۍ! بې ناموسۍ! وطن پلورنه! وژلو او د ولس د مال په غلا کولو کې له ستالین، هیتلر، چنګیز او چای سیسکو څخه هم مخکې وي! پای.

نقلوونکی: محمد عمر منصور

لوی ټکي: آیا نجیب پېژنئ؟
مخکینې مطلب

سوري ځواکونو له داعش ډلې د ديرالزور هوايي ډګر نيولی

بل مطلب

استشهاد: د الله د مینې انځور

ځانګړي مطالب

ټولنه او اجتماع

د امریکا پای

نشرونکی: ح جلال
مارچ 25, 2026
ټولنه او اجتماع

د یو روږدي کس لیک خپلې مور ته!

نشرونکی: ح جلال
مارچ 17, 2026
ټولنه او اجتماع

که د ایران ستر رهبر ووژل شي، نوی مشر به څنګه ټاکل کېږي؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 1, 2026
ټولنه او اجتماع

پان‌ترکيزم؛ فرهنګي اتحاد که سیاسي پروژه؟

نشرونکی: احسان تکل
نوومبر 10, 2025
ټولنه او اجتماع

ښاري ژوند، چاپېریال او ډیجیټل پرمختګ

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 31, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 17, 2026
0

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 17, 2026
0

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    16 شریک شوي
    شریکول 6 Tweet 4
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com