اسلام او سیاسي تدابیر

لیکوال : شيخ الاسلام مفتي محمد تقي ” عثماني ”

ژباړن : عرفان الله  ” لمر ”

حکیم الامت په تکرار سره په خپلو ویناوو او لیکنو کې په دې ټکي تاکید کړی، چې د اسلامي سیاست په موضوع کې یوازې د موخې او مقصد ښه والی او له اسلامي شریعت سره د هغې سمون کافي نه دي، بلکې باید ټولې پالیسۍ او نیول شوي تدابیر هم د موخې د لاس ته راوړلو لپاره له اسلامي شریعت سره سم وي. كه چېرې کوم څوک وغواړي د شریعت د احکامو په پام کې له نیولو پرته او د هغې په پرلپسې تر پښو لاندې کولو سره اسلامي حکومت رامنځ ته کړي؛ دی په دومره خام فکر ککړ دی، چې پایله یې له محرومیت او تش لاسۍ پرته بل څه له ځان سره نه لري. که چېرې دا ډول کړنلاره د اسلامي واکمنۍ په رامنځ ته کولو کې بریالۍ هم شي، هغه واکمني اسلامي نه ده؛ بلکې د لیکنې په سر کې د حکیم الامت له نه رد كېدونکو دلایلو سره سم، دا ډول واکمني له سراب او دوکې څخه پرته بله اسلامي واکمني نه ده. په اسلام کې واکمني او سیاست په خپل ذات کې مقصود او موخه نه دي، بلكې موخه د څښتن (ج) پیروي او د شریعت د احکامو په پښو درول او د هغې په پایله کې د څښتن (ج) د خوښۍ ترلاسه کول دي؛ نو ځکه د تفکر دغه کړنلاره له اسلام سره هیڅ ډول سمون نه خوري، چې د اسلامي واکمنۍ پر پښو درولو لپاره له فعالیت سره یوځای وکولی شو د اسلام د احکامو ځینې یې تر پښو لاندې او نالیدلي وبلو او د اسلام لویو موخو ته د لاسرسي لپاره د شریعت ځینې جزئي احکام قرباني کړو. مسلمانان باید د شریعت په چوکاټ کې فعالیت وكړي او د هغې له هرې مخالفې كړنلارې څخه ځان وساتي. د مسلمانانو د بریا او کامیابۍ راز د شریعت په پیروۍ کې نغښتی دی. د الهي مرستې ژمنه او ملتیا هم پر همدې اصل پورې ګرځول شوي دي. پر همدې بنسټ بریا هم ان شاءالله له همدې لارې لاس ته راتلونكې ده. که چېرې فرضا د الهي احکامو یوه ته یې د پابندۍ له امله، په ښکاره بریا ونه لیدل شي، نو بیا هم مسلمان له هغې ډېر مكلف نه دي، نه په دې اړه کوم مسؤلیت ورته راګرځي او نه په اخرت کې په دې اړه تر مؤاخذې لاندې نیول کېږي. که مسلمان د اسلامي شریعت له کړنلارې سره سم عمل وکړي، په بشپړه توګه به بریمن او کامیاب وي. د څښتن (ج) پر وړاندې هم د اجر مستحق ګرځي او د خپل ژوند وروستۍ موخې ته هم رسېدلی دی. نو د سیاسي فعالیتونو په دوران کې هر ګام او تدبیر باید د شریعت په تله وتلي. یوازې د سیاست په نړۍ کې د یوې رایج شوې كړنلارې یا د ځینو ښاغلو لپاره د هغې اغېز او یا بې د هغې له اختیارولو بله چاره نه لرل کافي نه دي. که چېرې سیاسي كړنلاره د شریعت د اصولو له پلوه ناروا او د ټولنې فاسدوونكې وي؛ که هرڅومره د خوځښت رهبر هغه اړینه وګڼي، بیا هم باید اختیار نه کړای شي؛ ځکه سیاست مقصود نه دی، بلکې له شریعت څخه اطاعت مقصود دی. د دواړو جهانونو د سردار (صلی الله عليه وسلم ) او د صحابه و (رض) ژوند ته په کتنه ګڼ موارد لیدل کېږي، چې هغه (صلی الله عليه وسلم ) او ملګرو یې ډېر اغېز لرونكي تدابیر یوازې په دې دلیل ترک کړي، چې د شریعت خلاف وو.

د بدر په غزا کې، چې د حق او باطل لومړۍ برخلیک ټاکونکې جګړه وه او ۳۱۳ كسه مسلمانان له ډېرو لږو تجهیزاتو او امکاناتو سره د کفر او شرک له لوی او مجهز لښکر سره د مقابلې لپاره روان وو، د اسلام د لښکر لپاره د یو کس شتون هم ډېر ارزښتمن او اغېزمن وو. په همغې وخت کې د “حذیفه ابن یمان” په نوم د رسول الله (صلی الله عليه وسلم ) له وفادارو صحابه و او محترم پلار یې د اسلام په لښکر كې د ګډون هوډ درلود، خو رسول اکرم (صلی الله عليه وسلم ) هغوی یوازې له دې امله په جنګ کې له ګډون منع کړل، چې د هجرت په وخت کې چې کفارو هغوی بندیان کړي وو؛ په دې ژمنه یې هغوی ازاد کړل، چې د مشرکینو پر وړاندې به د رسول الله (صلی الله عليه وسلم ) ملګرتیا نه کوي. رسول الله (صلی الله عليه وسلم ) په جګړه کې د هغوی د ګډون د منع کولو په ترڅ کې وویل:

نفی بعهدهم ونستعین الله تعالی علیهم(۱).

(موږ پر خپله ژمنه خامخا وفا کوو او له څښتن تعالی څخه پر هغوی مرسته او ملتیا غواړم).

د بدر په همدې غزا کې د مشرکینو له ډلې هم یو باتجربه جنګیالي چې په جنګیالیتوب کې مشهور و، غوښتل د اسلام له لښکر سره یوځای شي، خو دا چې دا جنګ د حق او باطل لومړی جنګ و او د اسلام په دین کې دا ښه نه وه، چې په دې جنګ کې له کفارو مرسته او ملګرتیا وغواړي (په هغې وخت کې له کفارو مرسته غوښتل ممنوع وو) پېغمبر عليه السلام  هغه منع کړ او ویې ویل:

ارجع فلن استعین بمشرک(۲).

(بېرته وګرځه! مونږ به هیڅکله له مشرک څخه مرسته ونه غواړو).

خلفای راشدینو سره له خپل تر ټولو لوړ مقام او د پیغمبر (صلی الله عليه وسلم ) نور ښاغلي صحابه هم ورسره په دې اصولو ثابت او مقید و و.

امیر معاویه (رض) د خپلې واکمنۍ پر وخت له رومیانو سره د اوربند تړون کړی و. د اوربند د مودې له پای ته رسیدو مخكې هغه (رض) خپل لښکر د دښمن پولو ته ور نېږدې کړ، ترڅو د تړون د مودې له پای ته رسېدو سره سم برید پیل کړي. د رومیانو لښکر د خپلې بې پروایۍ له امله خپله ماتې منلې په شا شو. په دغه وخت کې حضرت عمرو بن عاص (رض) ځان هغه (رض) ته ورساوه او یو حدیث یې ورته ووایه، چې له هغې حدیث سره سم دغه برید شرعا ناسم و. حضرت معاویه (رض) په دې آند چې برید به د تړون له مودې وروسته ترسره کوي او دا به د تړون ماتول نه وي؛ ددې حدیث په اورېدو سره یې بې له کومې توجیه خپل لښکر ته د شاتګ امر وكړ(۳).

د لښکر د قومندان لپاره، چې له خپل موفق تدبیر نه وروسته بریمن مخكې ځي، نو ورته د جنګ د درولو د امر منل هیڅ د پام وړ دلیل نه دی او دا خو هیڅ شونې نه ده، چې فتح کړې سیمې دې هم خپل مقابل لښکر ته بېرته ور وګرځوي، خو کله چې موخه واکمني او د خپل واک د سیمې پراختیا نه وي، بلکې له شریعت څخه پیروي وي، نو یوازې د دغو تدابیرو په اړه د نارواوالي په خبریدو له فتوحاتو لاس اخلي.

زموږ د مسلمانانو تاریخ له دا ډول پېښو څخه ډک دی، چې مسلمانانو خپل اغېزمن تدابیر او نقشې یوازې په دې دلیل چې د هغې پلان او تدبیر له شریعت سره ډېر لږ مغایرت درلود، لرې غورځولي؛ ځکه د اسلامي سیاست د فعالیتونو تدابیر بايد شرعا له روا لارې ترسره شي، خو دغه کار د نن ورځې د ډېری سیاسي فعالینو له نظره په بشپړه توګه لرې دی او د غیر اسلامي رهبرانو له کړنلارې څخه پیروي کوي. بې لدې چې د خپلو تصمیمونو رواوالي او نارواوالي ته د اسلامي شریعت له لیدلوري پاملرنه وکړي، همدغه غیراسلامي کړنلاره په کار اچوي.

 

———-

۱- صحیح مسلم او بخاري، ج ۲، ص ۱۰۶. سیر اعلام النبلاء، ج ۲، ص ۳۶۲-۳۶۳ والاصابه، ج ۲، ص ۲۲۳.

۲-ترمذي کتاب السیر باب فی اهل الذمه یغزون مع المسلمین.

۳- ترمذي ابواب السیر باب ماجاء فی الغدر.

 

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button