نعت شريف

ملا مطمئن

زه مدينې ته د خواږه جانان پوښتنې ته ځم

احوال يې اخلمه يوځل يې پلټنې ته ځم

 

چې خوږ نبي ورته هجرت په ډېره،مينه وکړو

بس هغه خاورې نازولې،قدرمنې ته ځم

 

در کې يې ژاړمه په چيغو او يو سوال ورته کړم

که په محشر مې شفاعت وکړي غوښتنې ته ځم

 

چې زنکدن کې يې ځان هېر ؤ د امت غم کې ؤ

زه د يو داسې پيغمبر څخه مننې ته ځم

 

په پاک رسول باندې عاشق دی هغه ښکلی مکان

زه د احد د غره ښایسته،ښکلې لمنې ته ځم

 

ځار مطمئنه خپلې سترګې يخوم ورباندې

ډېر مې ارمان دی زه د شنې روضې ليدنې ته ځم.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button