په محرم الحرام کې له امنيته د ناامنيو اندېښنې

سرليکنه
د شپاړسو کالو په جګړو او د بهرنيو پوځونو په موجوديت کې امريکا او د ناټو ”سوله ساتو(!)“ پوځونو امنيت را نه وست. دې بهرنيو او داخلي پوځونو په شپاړسو کلونو کې ځکه امن را نه ووست چې د امنيت په نامه یې نا امني منځ ته راوړل هدف ؤ. اوس چې په ٢٣ ولاياتو کې سختې جګړې روانې دي، دا ټولې د امن په نامه روانې جګړې دې چې پکې ولسي وګړي شهيدانېږي.
افغان ولس له بهرنيو پوځونو کرکه لري چې په شپاړسو کالو کې یې د امن په نامه تر يو نيم لک زيات افغانان ژوبل او شهيدان کړل. خو بيا هم د امن په نامه د ناامنيو جګړه روان ده.
دفاع وزارت تېره ورځ وويل چې په تېرو کلونو کې په کابل کې د محرم الحرام په مياشتو کې مرګونې پيښې وشوې او د کابل ښاريانو ژوند ته سخت خطر ؤ، اوس بايد د کابل ښاريانو ژوند خوندي کړل شي، په دې اړه د کابل ګارنیزيون ته دنده سپارل شوې چې د کابل ښاريانو امنيت وساتي.
د کابل ګارنيزيون دا کار له خپله وسه لوړ بللی، وايي، په تېرو دوو کلونو کې موږ نه يو توانېدلي چې د کابل ښاريانو ژوند ته خونديتوب ورکړو، اوس بايد د کابل ځوانان خپلې دفاع ته چمتو کړل شي. يانې ځوانان په وسلو سمبال کړل شي. د کابل ګارنيزيون په کابل ښارکې ٥٠٠ ځوانانو ته وسلې وويشلې چې د محرم الحرام په مراسمو کې د ښاريانو ژوند له خطره وژغوري.
اندېښنه دا ده، لکه څرنګه چې په تېرو شپاړسو کالو کې د امن په نامه جګړې دوام وکړ او دغه د امن په نامه جګړه اوس لا هم روانه ده، دغه ډول به د کابل د ښاريانو د امن په نامه ژوند هم شي، چې د امن په نامه په ډول ډول جرمونو کې ککړو ځوانانو ته وسلې ورکړل شوې. په دې سره به د محرم الحرام په مراسمو کې د ښاريانو ژوند نور هم تريخ شي.
ګارنيزيون يو پوځي نوم دی، په دې به پوځي وګړي ښه پوهېږي، خو تر څو چې موږ دا نوم اورېدلی، دا مانا لري چې د ولس د ژوند د خونديتوب دنده وسپارل شوې ده. د ګارنيزيون (لښکرتون) دنده دا ده چې د هېواد په هره برخه کې وي، د ولس ژوند به خوندي ساتي. خو د هېواد تېر تاريخ ته چې وکتل شي، ولس او د وخت نظامونه د همدې ګارنيزيون له کړنو له نشت سره برابر شوي دي، نظامونه او ولس همدې ګارنيزيونونو له منځه وړي دي.
په ٢٠١٥ ميلادي کال کې چې د محرم الحرام د ماتم شپې رانږدې شوې، افغان جګړو ځپلي ولس ته د محرم ماتم په خپل ولسي ماتم بدل کړل شو؛ په کندز کې امريکايي ځواکونو د ناټو په چوکاټ کې پر روغتون بمباري وکړه او کندز یې دوېمه کربلا وګرځوله.
تېرکال هم په کندز کې دوه ماتمه وو، يو د محرم الحرام او بل پر کندز د نامسئوله وسله والو د امن په نامه د ناامنيو عمليات، چې په کندز کې د ماتم په شپو کې د دویمې کربلا ماتم هم نه هېرېدونکی ماتم ؤ.
تېر کال په کابل ښار کې د محرم الحرام په ماتم کې د کابل ښاريان په خپل ماتم کې ډوب شول. د محرم الحرام په مراسمو کې هغه مرګونې پېښه وشوه چې تر کربلا هم زياته وه، تېر کال د کابل ښاريانو د دوو ماتمونو نمانځنه کوله، اوس هم په کابل کې د محرم الحرام د نمانځنې پر مهال د يوه محرم الحرام تر څنګ د بل محرم الحرام اندېښنه شته چې له امنيته به د ناامنيو لمن پراخه شي.
د محرم الحرام په را رسېدو سر ه حکومت د ولس له ساتنې معذرت وغوښت. کابل ګارنيزيون د کابل په ٥٠٠ په ډول ډول جرمونو کې ککړو ځوانانو باندې وسلې وويشلې چې د محرم الحرام په مراسمو کې د کابل ښاريانو امن وساتي، خو دا لا نه ده څرګنده چې دا په ډول ډول جرمونو کې ککړ ځوانان به د کابل د ښاريانو ژوند خوندي ساتي او که به له ښاريانو ژوند اخلي.
په محرم الحرام مياشت کې د کابل له ګارنيزيونه د امن په نامه د ناامنيو اندېښنې ځکه زياتې دي چې د کمونستي نظام په وروستيو کې د کابل ګارنيزيون په ځای د دې چې د کابل ښاريانو او نظام ساتنه وکړي، د کمونستي رژيم په وروستې بې واکه واکمن ډاکټر نجيب د حکومت په له منځه وړلو کې یې مرسته وکړه، له کابل ښاريانو یې ژوند او له نجيبه یې حکومت واخیست.
دمخه د کابل پوځي تشکيل کې ګارنيزيون نه وو موجود، دغه پوځي ټکي، چې په مانا به یې پوځيان ښه پوهېږي، تشکيل یې په کمونستي حکومت کې را منځ ته شوی دى چې د کابل ښاريان یې په تېر تاريخ سره له کړنو ښه خاطره نه لري، ځکه اندېښنه کوي چې د محرم الحرام په مراسمو کې به د همدې ګارنيوزيون لخوا وسله وال کړل شوي ځوانان له کابل ښاريانو ژوند واخلي.
دمخه مو يادونه وکړه چې د ګارنيزيون په اصلې مانا به پوځيان ښه پوهېږي، خو د ډاکټر نجيب سره چې جنرال علومي، جنرال عظيمي او اصف دلاور څه وکړل له هغې څرګندېږي چې ګارنيزيون به د کابل له ښاريانو د ژوند خونديتوب واخلي.
اندېښنه دا ده چې د کابل ګارنيزيون لخوا په وسلو سمبال ځوانان به د کابل ښاريانو سره هغه کړنې وکړي کومې چې د جوزجان ګارنيزيون له ملکي وګړو سره کوي. دفاع وزارت دومره بې کفايته دى چې د ګارنيزيون په افسرانو کنټرول نه لري. دا ګارنيزيونونه خپلسري وسله وال لري او څه یې چې خوښه وي هغه په ولس کوي.



