مونږ حکومت او حاکميت د پاک قران غواړو

شعر: اروا ښاد شهيد محمد موسی ” شفيق “
لکه نسيم د باغ ګلونو ته پيغام دی زمونږ
هدف د کار او د خدمت ، وطن او قام دی زمونږ
مونږه افغان ته يو قوي ملي وحدت جوړوو
د تفرقي ، د أمتياز په کور قيامت جوړوو
وراني ويجاړې د وطن په خپل همت جوړوو
عدل او انصاف ، او مساوات ، روح د نظام دی زمونږ
مونږه په دين ، په مليت باندي خپل سر ورکوو
د جفا غشو له ، سنګر غوندي ټټر ورکوو
واړه افغان ته د نهضت نوي خبر ورکوو
عقيده پاکه ، پاک ايمان په پاک اسلام دی زمونږ
مونږه تعميم د معارف په خپل وطن کي غواړو
نوی أهنګ د نوي ژوند ، په خپل چمن کي غواړو
دشمن د حق او حريت ، سر په کفن کي غواړو
خدمت د قام ته چې ولاړ وي ، پرې سلام دی زمونږ
وطن نه ، بد بد رواجونه رسومات ورکوو
رنځونه ، ولږي ، بي علمي او خرافات ورکوو
د کار د منځ منځ نه ، بيځايه سکنات ورکوو
بناٌ پر حُسنِ اعتماد باندي ، مرام دی زمونږ
ظلم ، رشوت ، تملق ، دروغ او خيانت نه منو
غواړو په زړه کښي درد او رحم ، قساوت نه منو
سره همدرد يو ، بي دردي په رسميت نه منو
ملأ ، عالم ، مخلص ، خادم ته أحترام دی زمونږ
مونږ په اسيا کې يو مسعود افغانستان غواړو
مونږ حکومت او حاکميت د پاک قران غواړو
أباد پر صلح و أمنيت باندي جهان غواړو
ټينګ د سنجش ، فکر و تدبير په لاس زمام دی زمونږ
ملي مفاد په شخصياتو ، مقدم دي مونږ ته
حُکم د دين – عالم او مشر ، محترم دي مونږ ته
دفع د ظلم په بل ظلم ، هم ستم دي مونږ ته
د قوم خادم چې وي ، هغه ځلمي أمام دی زمونږ



