اشرف غني! سر دې پرې خلاص شو؟

ډاکټر آصف
له کومې ورځې چې ټرمپ د افغانستان لپاره نوې استراتیژي اعلانوله، نو په ډېر کبر او غرور یې وویل چې طالبان به اوس زمونږ زور وګوري. په تعقیب یې اشرف غني له کابل نه په ترپکو سره د ټرمپ د باټو په تایید سره نارې او سورې پیل کړې چې ګوندې د ټرمپ د نوې پالیسۍ له اعلان وروسته طالبان نور یوازې له دوه و یو انتخاب لرلای شي: یا سوله او یا جنګ، که جنګ غواړي نو تباه به شي او پنجرو کې به واچول شي.
د طالبانو په تازه مرګونو ګوزارنو به اوس ټرمپ او تالي څټی اشرف غني یې په خپلو ګریوانو کې یو څه فکر کړی وي او دا به یې درک کړې وي چې طالب پردی نه بلکې د همدې خاورې نه بیلیدونکی بچی دی، ځکه پردي هیڅکله د دومره اوږدې مودې او په دومره سترې پیمانې سره چاته ګوزارونه نشي ورکولای، دا طالب جان دی چې د لر او بر پروا نشته او نه د په عمان کې د پردیو په لمسون د سولې په نوم غونډې د دوی په عقیده، فکر او لاره کې څه بدلون راوستی شي.
طالب جان به تر هغه د افغانستان د خاوری او د اسلامی د سپیڅلي دین د دښمنانو او د هغوی د غلامانو په وړاندې خپلو مرګونو ګوزارونو ته ادامه ورکوي چې یا یو له دوه بریالیتوبونو یې تر لاسه کړې نه وي په اسلامي او دینی اصطلاح (اما النصر و اما الشهادة) یا بری او یا د شهاد لوړ مقام، په وطنۍ اصطلاح یا غازي او یا شهید.
ټرمپ او غني تر اوسه پدې فکر وو چې ګوند طالب جان ټوکې کوي، خو اوس به یې ضرور سرونه خلاص شوي وي چې خبره جدي ده.
سیاسي مبصرینو لا له پخوا نظر ورکړی و چې د ټرمپ نوې استراتیژي په اصل کې افغانستان مزید د جنګ لمبو ته ورټیل وهل دي، د طالبانو دا بریدونه د امریکا د هغو هوایی په بریدونو په تعقیب تر شول چې یو زیات شمیر بی ګناه هیوادوال یې یو ځل بیا سهوا !!! په شهادت ورسول او تر اوسه یې لا بخښنه !!! هم نه ده غوښتې.
امریکا دې خپل لیوني (ټرمپ) وتړي او که نه یې شي تړلای نو د طالب جان مرګونو ګوزارونو ته دې چمتو وي.
اشرف غني او د هغه نور لنډغر او ډالر مشربه پلویان دې یو ځل بیا په خپلو ګریوانو کې سر ښکته کړي او دې نتیجې ته دې ځان ورسوي چې د یونیم ملیون شهیدانو له وارث پرته د شهیدانو په دې خاوره بل څوک حکومت نشي کولای او که یې دا فکر په مغزو کې وي چې ګوندې د امریکا په زور به پرې حکومت وکړي نو دا خوب دې اوبو ته تیر کړي.
د طالب جان دا بریدونه د ټرمپ د نوي استراتیژي په وړاندې د خپل غاښ ماتوونکو ګوزارونو مقدمه او پیلامه وه، اصلي ګوزارونو لا په لاره دي، چې هغه بریدونه به د لیوني ټرمپ او تالي څټي اشرف غني ماغزه په پوره ډول خلاص کړي، او د طالب جان وجود به د یو واقعي مطرح په توګه په دې هیواد کې ومني.



