سرلیکنه
له کومې ورځې چې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا جمهور رئیس ټرمپ نوې ستراتیژي اعلان کړه او په افغانستان کې یې امریکایي هوایي ځواکونو ته پر طالب وسله والو او ولسي وګړو د بمبار اختیار ورکړ، له هغې را وروسته، په افغانستان کې د تېرو کلونو په پرتله امنیتی وضعه نوره هم خرابه شوې ده. یوازې په تېرو شپږو میاشتو کې په هېواد کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې کچه درې چنده لوړه شوه.
که څه هم دمخه په افغانستان کې ۲۳ ولایته نا امنه وو، خو د ولسي وګړو نسبي مرګ ژوبله کمه وه. له تېرو څو ورځو راپدېخوا چې طالب وسله والو په غزني، وردګو او پکتیا کې مرګوني بریدونه وکړل، دا ټوله د امریکا د نوې ستراتیژۍ نتیجه ده چې افغان ولس یې له مرګونو سره نورهم مخ کړ او کېدای شي له دې وروسته هم ورته پیښې رامنځ ته شي.
د ملګرو ملتونو د بشر د حقوقو ادارې په خپل شپږ میاشتني راپور کې ویلي چې په تېرو شپږو میاشتو کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې کچه د امریکایي هوايي ځواکونو د بمبار له امله لوړه شوې ده. ټرمپ په دې غرض چې په افغانستان کې به د طالب وسله والو لخوا د افغانستان پر خاوره څلوېښت سلنه کنټرول راکم کړي، خپل هوايي ځواک ته یې پر طالبانو د بمبار امر ورکړ، خو په مقابل کې د هېواد په خاوره د طالبانو حاکمیت ورځ په ورځ مخ په زیاتېدو دی چې په یادو ولایاتو کې مرګوني بریدونه یې ښکاره ثبوت دی.
په پکتیا کې پر امنیه قواندانۍ د طالبانو برید او هم دمخه د کابل په ښار کې بریدونو دا څرګنده کړه چې هر ځای طالب وسله وال وغواړي د حکومت او امریکایي پوځونو پر خلاف بریدونه کولای شي.
په تېرو درې کالو، یانې له ۲۰۱۵میلادی کال راپدېخوا چې د افغانستان د مسئلې د سیاسی حل لپاره په کابل او اسلام آباد – مري کې پنځه غونډې وشوې، یا د همدې کال په مئ میاشت کې په قطر، او یوه اونۍ دمخه د عمان پلازمېنه مسقط کې غونډه وشوه، امریکا او د کابل موجوده حکومت طالب مشران په مستقیم او غیر مستقیمه توګه ګواښل چې د جګړې زور یې اوبه شوی، د سولې (تسلیمۍ) بلنه ورکوو او دا یې وروستی چانس دی.
په پکتیا او له پکتیا د مخه په یو شمېر ولایاتو او مرکز کې د طالب وسله والو مرګونو بریدونو افغان حکومت او امریکایي چارواکو ته ثابته کړه چې طالبان د سولې او جګړې دواړو توان لري او هم یې په اهمیت پوهېږي. جګړه چې له چا سره کوي سوله هم ورسره کولای شي، خو له هغه چا سره باید سوله اومذاکرات وشي څوک چې د سولې واک لري.
په هېواد کې د وروستیو بریدونو مسئولیت طالب وسله والو منلی دی، خو دا یې هم ورسره ویلي چې امریکا کومه نوې ستراتیژي د افغانستان لپاره اعلان کړه، په هغې کې په هېواد کې سولې ته ځای نه دی ورکړل شوی او بله دا چې امریکایي هوايي پوځونو پر ولسي وګړو بمبارسره د مرګ ژوبلې کچه لوړه کړه. دا وروستي بریدونه یې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې د غچ اخیستنې په موخه وکړل.
له بلې خوا، د امریکا نوې ستراتیژۍ پر حکومت هم بد اغېز کړی دی. دمخه به یو شمېر چارواکو د اداري فساد د مخنیوي غږ پورته کاوه. اوس اداري فساد نور هم زیات شو. د اشرف غني دویم مرستیال سرور دانش خپله د پوهنې په وزارت کې د روان بهیر او فساد له شتونه اندېښنه ښوولې ده.
که د نوې ستراتیژۍ په عملي کولو سره له یوې خوا امریکایي هوایي پوځونه پر افغان ولسي وګړو بمبار ته دوام ورکړي او په مقابل کې یې طالب وسله وال پر حکومتي او امریکایي پوځونومرګوني بریدونه کوي، په پایله کې به په افغانستان کې مرګونه نور هم زیات شي او د سولې خپسې نیولی غږ به نور هم پسې غلی شی.