لیکــوال: فرمان الله نجرابوال
کله چې امریکایانو کابل اشغال کړ، زما عمر د ۹ کاله و. زه دغه مهال دکابل په دهمزنګ سېمه کې ژوبن ته مخامخ د محمود خان متوسطه ښوونځي زدكونكی وم اوس هم یاد ښوونځی شته او په کې لسګونو زدکړیالان پکې درس وایي.
د ښوونځي او محصلۍ دوره د خوږو او ترخو خاطراتو ډکه دوره وي مونږ په ښوونځي درې کسېزه ډله درلوده مونږ درې واړه ډېر کلک ملګري وو زه فرمان الله ، شاهین او شکیل زمونږ د لوبو او ساتیري مېر هغه شاهین وو. نومړی زمونږ د ټولکي اول نمره هم ډېر با استعداده وو ، خدای جل جلاله ورته ډېر ښه حافظه هم ورکړې وه . شاهین اصل کې دبغلان ولایت و خو د یو لړ ستونزو له أمله یې کور په پلاز مېنه کابل کې و.
داچې شاهین زمونږ اول نمره ښه لایقه او تکړه شاګرد هم و زه به ددوی کور ته ورتلم او نومړي به له ماسره په لوست کې مرسته کوله چې لوست مې زدكړ لږ شیبه به تلویزون هم وکوت دغه وخت تلویزون کتل ډېر خوند کوو ځکه چې وسلوال طالبانو اسلامي سقوط کړی مونږ به پرته له کومې وېرې تلویزون کاته. او طالبانو خو تلویزون او راډېو اروریدل بند کړي وو.
خورا ډېر وخت تېر شو زه به دتېر په څېر شاهین دې کور ته ورتلم او دلوست نه روسته به مو ټلویزون چالان کړ .خبرونه به مو آوریدل د هر خبر لنډېز کې به د وسوال طالبانو دمرګ ژوبلې او ټپیان کیدا خبر اوریدل. ما فکر کاوه چې ګواکي طالبان ټول ووژل شول او هېڅ مې تصور نه کېده چې طالبان به بیا ځلي سپین بیرغونه سره راپورته کیږي طالبان به اشغال پر وړاندې مبارزه کوي . دامې خیال کې نه راتله ، طالبان یو باتور قوم دی چې په خراسان کې یې تر څلوېښتو زیاتو زورورو ته سخته ماته ورکړې او پړمخې یې وغورځوي. څو ورځې وړاندې د سېګار یو راپور ولوست سېګار چې د امریكا تر څار لاندې یو ځانګړې اداره ده دوی یو راپور خپور کړی و چې اوسمهال د افغانستان ۴۸سلنه خاوره د وسلوالو طالبانو تر کنټرول لاندې ده چې ګڼ شمېر ولسوالۍ او کلي او پراخې ډپلوماتېکې سېمې کې فعالیت کوي
هو ! مونږ له حقایق لېرې ساتل شوي و ، زمونږ فكرونه باندې د تلویزون پوچ،ناوړه زهرېله تبلیغاتو اغېز کړی و په ټولنه كې مونږ دهغو نومیالیو څېرو په خبرو غولیدلي و چې چې په ټولنه کې شیخ القران والتفسیر ویل کیده او دهغو څېرو په تقرېرونونو چې څه دپاڅه سل تصنیفات لري.
بايد ووايم اشغالګر چې کوم هېواد اشغال کړي دوی غواړي د هېواد مېشتو فكرونه او ایډیالوژۍ هم اشغال کړي دفكرونه د اشغال لپاره دوی له بیلا بیلو لارو ګټه آخلي له تلویزون او راډیو ګانې ټولنېزې شبكې ،ویب سایټونه او ورځنې چاپې پاڼي يوازې ۵شاوخوا دتلویزون چینلې او ۱۸۰راډیوګانې او همداسې .. نورې شبکې را جوړ کړي دي چې دهمدې له لارې زمونږ فكرونه اشغال کړي.
همدي رسنیو مونږ ته داستر خدمت کړی چې د جنګ اور امریکې د کرزي او غني پر اوږو راوړ خو ترهګر بیا له وطنه دفاعګر طالب شو، قتلونه، ظلمونه، فساد او وحشت له غربه راغلل خو ملامت بیرته طالب شو.
یرغل جرم نه، بلکي دفاع جرم شوه، متجاوزین مېلمانه او مهاجر مجاهدین اورپکې! څه بې انصافه منطق دی داټول برکت د همدغو رسنیو دپوچ تبلغیات دي چې ګن شمېر ځوانانو زما په شمول تراغېز لاندې راغلي دي.
پدې روستیو کې د وسوالو طالبانو د بریدونو لمني پراخې شوي دي د افغانستان ۴۸سلنه خاوره ددوی تر واک لاندې ده او امریکایان بریالي نه شول چې وسوال طالبان وځپي بلعکس جګړه کې ناکامه شول ،جګړه یې وبایلله .
هو دا څرګنده حقیقت دی چې دحق او باطل جګړه شي حق تل بریمن وي،که په روانه جګړه کې دښکيلو لورو تر مينځ دقرآن او سنتو په رڼا کې ارزونه وشي نو په ډیرې آساني سره به ديوه لوري حقانيت او دبل بطلان راته څرګند شي.
له یوې خوا د وسوالو طالبانو په اړه د سوشل میډیا او رسنیو پوچ او ناوړه تبلیغاتو مې زړه وخوړ ځکه چې ما زه په داسې زهرې تبلیغاتو پېچارې شوم چې ما به طالب وسلوال ترهګر باله ، زه په آند وم چې طالبان ملکیان وژني په روغتون کې دوی چاودنې کوي په لارو ګودرو کې دوی ماین خښوي د سولې دوښمنان او د نور هېوادونو مزدوران دي ….
خو له بلې خوا مې دفیسبوک په نړۍ کې د وسلوالو طالبان د باوري سرچېنو لخوا ددوی خبرونه او ویډیو ګانې ولیدلي چې طالبان هغه ډول خلک نه دي کوم ډول چې مونږ ته ویل شوي و او یا مو د افغانستان دا بې واکه رسنیو څخه آوردلي وو.
د رسنیو پوچ تبلیغاتو او د وسلوال طالبانو پرمختک چې دومره وړه ډله چې نه کومه غټه وسله لري او نه ټانګ طیارې دوی ولې دومره پرمختګ وکړ ولې امریکا دا اقرار وكړ چې مونږ په افغانستان کې د وسلوالو طالبان سره په جنګ کې پاتې راغلي آن دا چې طالبانو د سولې وړاندېز وکړ او امریکایانو او زمونږ افغان ځواکونه چې هر راز وسلې او ځمکنې او هوایې قوت له دوی سره شته دوی هم و نشو کړای چې وسلوال طالبان وځپي دا ډول پوښتنو مې ذهن اشغال هر وخت مې همدا پوښتنې ذهن کې پیدا کیدې داسې څوك نه و چې دا پوښتنې مې ترې مطرح کړې وای . خو یوه ورځ د شاهین کور ته ورغلم له هغه سره مې دا پوښتنې شرېکې کړې هغه وویل چې د رسنیو په درواغ غولیدلی یې فرمانه ! او زیاته یې کړه چې ددی لپاره د وسلوالو طالبان حقیقت درک کړې چې طالبان څوک دي !؟ له کومه ځایه حمایه کیژي !؟ طالبان په رښتیا په روغتون ،جومات ،ښوونځي کې انفجار کوي !؟ دا او دېته ورته نورې پوښتنې به دې ژوندۍ بڼه مطرح کیدا لپاره باید د ولسوال طالبانو تر واک لاندې سېمه ورشو او طالبان به نږدې وڅارو . داچې د شاهین رور واده و او هغه رور ته یې بغلان کې ښځه کړې وه . د واده نه وړاندې د واده نېټه ټاکل کیږي نو شاهین زه هم له ځانه سره بغلان ته بوتلم او یون مو د پلازمېنې کابل پل خشتي جوماته دبغلان پر لور پیل کړ . . . . . .
نوربیا. . . .


















