پاتې

طالب الهام

خیرکه دخلکوله ملتیاڅخه نیمګړی پاتې

خویم دژوندپه حوادثوکې ځانګړی پاتې

ورځ مې بیګاه کړه په تدفین دشهیدانوباندې

چې ماښام راغلم بیامې هم کلې کې مړی پاتې

بیابه روانې کړي لښکرې داقصی په طرف

پدې ملت کې دعمرپه څېریوغړی پاتې

خدایه رهامې کړې محبس دژوندانه کې تنګ یم

زماپه غاړه دمعصیت تړلی پړی پاتې

له ارادوځینې راتېرشوم داقدام په لورې

دمینې مونځ باندې ولاړیم نیت مې کړی پاتې

البوم دسترګومې داوښکوباران لوندکړراته

دخیال تصویردې اوس لمانه اوبووړی پاتې

لابه ټوکیږي ورنه مینه تل طالب الهامه

لامې په زړه کې خښ دمینې یوبل زړی پاتې

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button