د وینو څاڅکي

محمد غني څاروان

ګل ته لاس اچوم اغـزي شـــي ګـــــــلان

رانه په منډه ګــلالــي شـــــــي ګــــــلان

بهار مې راوســتـو د زړه پـــه ویـــنــــــــــو

خزان وهلي پــسـرلــــي شـــي ګـــــلان

د بل د باغ ګـــلان بــــه څــــه کـــــــــومه

چې له خپل کوره مې پردې شـي ګــلان

د ګران وطــن د ازادۍ پـــه خـــاطــــــــــر

د وینو څاڅکي بـه غـمـي شــي ګــــلان

څاروان به هله خــوشــالـــــي کــــــومــه

غاړه غړۍ مو چې زلـــمـي شـي ګـــلان

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button