پر موجوده دولت او اداره ، کورني او بهرني سياستوال د نا امنيو ، اداري فساد ، د ګاونډيانو سره دښو اړيکو په وروسته پاتې والي ، له اسلامي هېوادونو سره د کمرنګه اړيکو او نورو کمزوريو نېوکې کوي. چې د يوه سالم دريځ او سالمې ستراتيژۍ په نيشتوالي سره يې په هېواد کې جګړه ځپلی ولس د ډول ډول ستونزو سره مخ کړی، چې په پايله کې په روان واورين ژمي کې پنځوس سلنه وګړي دغربت او د ېرش سلنه د لوږې سره مخ دي . د دې په څېر نورې ستونزې هم شته ، چې په دولت کې د بېلابېلو نظرونو خاوندان په پارلمان کې په ځای د دې چې د يوې مسئلې په حل کې رايه ورکړي ، د ولس او هېواد د پرمختګ لپاره د بهرنيو هېوادونو سره د ښو اړيکو په لرلوسره اقتصادي ستونزې حل کړي ؛ يو بل د پارلمان په تالار کې له ګريوانونو نيسي او په فزيکې شخړو اخته دي. دا مهال موجوده اداره د دې ستونزو سره مخ ده چې د يوې ستونزې دحل لپاره هم قانع کوونکی ځواب او د ځان دخلاصون پاليسي نلري. په کورنۍ کچه د وسله والو مخالفينو سره د سولې نه موندنه ، د بهرنيو اړيکو نلرل او په خپل دولتي چوکاټ کې د سياسي مخالفينو بې باوري او د دولت سره ورځ په ورځ مخالفت ، چې د دوو ډاکټرانو اشرف غني ، عبدالله او دواړو له درجنونو سلاکارانو يې لوری ورک کړی دی . د بهرنيو هېوادونو سره د اړيکو د ښه والي هيڅ برنامه نشته ، دوسله والو مخالفينو سره د سولې د لاسه وتلو وروسته د ناټو په وسيله هوايي بمباري او ولس يې د دولت په چوکاټ کې د سياسي مخالفينو د له منځه وړلو لپاره په مرموزه توګه بريدونه پېل کړل . تراوسه پورې به چې په کابل ښار يا ولاياتو کې کومه چاودنه ، تر وروستي بريده او يا د دولت پرخلاف کوم غبرګون وښودل شو ؛ نو دولتي چارواکو به په بهرنيو هېوادونو او دهغوی په پټو اجنسيو نېوکې پېل کړې . تېره ورځ چې په کابل کې او په ورته مهال هرات کې په سياسي او تجارتي اشخاصو بريدونه وشول څرګنده شوه چې دولت د ساسي مخالفينو دلامنځه وړلو لپاره خپله په مرموزه توګه بریدونه پېل کړي دي . په کابل کې د ملي سوداګر حاجي نوروزعطايي ، وژونکي خو تردې دمه څرګند ندي. خو په سياسي مخالف چې تل يې د دولت منفي کړنو ته ګوته نيولې ده ؛ په احمد سعيد مرګونی بريد وشو. اما سعيد په ځای د دې چې ووژل شي ژوبل شو او اوس په روغتون کې د درملنې لاندې دی . احمدسعيد وويل: پرما د دولت پنځم ستون اشخاصو بريد کړی دی او هيڅ بل لوری پرما شوي بريد کې لاس نه لري. تراوسه پورې ورځ په ورځ د سياسي مخالفينو وژنه په بهرنيو هېوادونو ورتپل کېده ، خو وروسته به دولتي چاوراکې د مرګونو ګوته چاته نيسي؟ او د وژل شوو سياسي مخالفينو اوملي سوداګرو ورثه وو پوښتنې ته به دولت څه ځواب وايي ؟
داچې په دولت کې پنځم ستون خپله سياسي مخالفين له منځ وړي، ايا په داسې ناسمه پالیسۍ به دولت وپايي؟
ايا ولس به په دا ډول پر دولت اعتبار پيدا کړي؟
ايا بهرني هېوادونه به دا ډول دولت سره اړيکې ښې کړي ؟
ايا ګاونډيان به دا ډول دولت سره په خپل چلند کې بدلون راولي؟
ايا دولت په سياسي وژنوسره د سياسي حل لاره موندلی شي؟
ايادوسله والو سره جګړه به دهندي او روسي جنګي څرخي او جيټ الوتکو په بمباريو پاتی ومومي ؟
نه ! هېڅ وخت نه !
که دولتي چاوراکې په خپله پاليسۍ کې بدلون رانه ولي ، خپل سياسي مخالفين وژني ، د وسله والو سره د جګړې اراده لري ؛ نو نوره ورڅخه د پايښت تمه هم نشته .

















