د اسلام د ستر لارښود رحمة للعالمين مبارک ميلاد

سرليکنه

د اسلام د ستر لارښود او د رحمة للعالمين د مبارک ميلاد په اړه علماءکرام د نړۍ مسلمانانو ته په خپلو پيغامونو کې پر خپل مبارک دين د منګلو لګلوټنيګار کوي چې خپل ژوند د حضور اکرم صلى الله عليه وسلم په اخلاقو او افعالو برابر کړي، څو موږ په دواړو جهانونو کې د کاميابۍ لار ومومو.

په دې اړه زياتې ليکنې او ويناوې د محرم الحرام مبارکې مياشتې له پیله پیل کېږي. په اصل کې موږ ته لازمه ده چې تل د نبي کريم صلى الله عليه وسلم په اخلاقو او کړنو عمل وکړو، د ټول کال په اوږدو کې یې اعمال د خپل ژوند کړنلاره وګرځوو. خو دا چې د حضور اکرم صلى الله عليه وسلم مبارک ميلاد اسلامي تاريخ د ربيع الاول په مياشت کې ليکلى، ځکه علماء کرام او قلموال په همدې مياشت کې د حضور اقدس (صلى الله عليه وسلم) امتيانو ته د هغه د مبارکو اخلاقو يادونې کوي.

له کوچنیوالي راواخله تر رحلته پورې چې د اسلام ستر لارښود زموږ لپاره د سالم ژوند کوم پيغام پرېښی، هغه په حقيقت کې د کامياب ژوند اصلي لاره ده. هر چا چې په هغه لاره عمل وکړ، هغه تر ټولو نېکمرغه ژوند ترلاسه کړ، هم یې د دنيا او هم یې د اخرت کاميابي ترلاسه کړه.

هغه څوک چې له امام الانبياء (صلی الله علیه وسلم) سره رښتینې مينه ولري، هغه هېڅ وخت د دې دنيا د مادي ګټو پروا نه ساتي، يوه لحظه یې چې هم د خپل نبي کريم صلى الله عليه وسلم په صفت او لارښوونو په عملي کولو تېرېږي، هغه د ټولې دنيا تر ګټو بهتره ګڼي.

دنيادار وي په دنيا د سيم او زر خوښ

عاشقان وي په اميد د خپل دلبر خوښ

که موږ خپل ژوند د سرور کاينات له مبارکو اخلاقو سره برابر کړو، په دنيا کې به هېڅ داسې څه ونه موندل شي چې موږ د خپل منزل ته له رسيدو منع کړي. موږ به لازما خپل منزل ته رسېږو او کاميابي د حضور اقدس (صلی الله علیه وسلم) په تعليماتو خپلولو کې موندلای شو.

پورته عرش ته ستا د مخ تجلى لاړه

ته موصوف په والضحى یې محمده

بېنوا محمد امين په ادب عرض کا

وايي ته   زما   اقا یې محمده

هغه څوک چې د خپل محبوب امام الانبياء په مينه مست او رښتینی عاشق وي، هغه هېڅ وخت بل لوري ته د مينې مخ نه اړوي، تل یې په زړه کې د خپل آقا مينه وي او د تل لپاره د خپل ژوند کاميابي د خپل محبوب په مينه کې ويني.

 په يوه هېواد کې چې اسلامي اقدار خوندي ساتل کېږي، د هغه هېواد د وګړو ژوند په اسلامي اخلاقو برابر وي. هغوی تل د خپل ژوند ستونزې په اسلامي لارښوونو سره حل کوي.

متاسفانه، د پرديو د يرغلونو له امله زموږ په هېواد کې چې کومې ناغېړۍ روانې دي او وينې بهېږي، د دې اصلې عامل دا دى چې موږ د اسلام په لارښوونو سالم عمل نه دى کړى، ځکه يو ورور د بل ورور وينې تويولو ته ناست او غير مسلم زمو پر ذهنونو حاکميت کوي.

 که موږ په خپل هېواد کې د ټولو ستونزو د حل لپاره د اسلامي لارښوونو برابر عمل وکړ، خپلو کې د اسلامي لارښونو سره سم وروڼه – وروڼه  شوو، بيا به د دنيا هېڅ يو قوت پر موږ او زموږ پر ذهنونو حکومت ونه کړي؛ بيا به موږ، سره له دې چې په نړۍ کې د افغانانو د مېړانې تاريخ روښانه دی، نور هم خپل تاريخ روښانه کړو.

زه د چا د نوکرۍ محتاجه نه يم

روح مې يار سره مزدور کړ د يار ياد

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button