دالقدس لانجه دجهاد په اعلان سره ختمیږي

لیکنه عزام حقاني

له کومي زمانې چه مسلمانانو دالله دغه عظیم حکم ته شا کړیده او دجهاد اسلام اواسلامی ارزښتونو دفاع یی پري ایښې ده نوله هماغه وخته داسلام مقدس دین په تنزل روان ده اومسلمانان دیوملت په حیث دتحقیر تذلیل اومحکومیت کندوته دغورځیدوپه حالت کې دي تر دي چه مسلمانان دغلامۍ او ذلت له ژوند سره تر دي حده پوري عادي شول چه دخپل خلاصون او خپل عزت او خپلواکۍ دترلاسه کولو په هکله هیڅ کومه چاره ورته په نظر نه ورځي ، تردي اندازې ددښمن تبلیغاتو متأثره کړل چه دوست ورته دښمن اودښمن ورته دوست ښکاري، خلاصون ورته هلاکت اوهلاکت ورته خلاصون په نظر ورځي، خپلې چاري یی داسي کسانو ته سپارلې چه هغوته داسلامي ارزښتونه پرځای کفري ارزښتونه مقدم دي ، ، دټولو اسلامي هیوادونو مشران داسي خلک دي چه دخپلو دیني اوملي مقدساتو ته دژمنتیاپر ځای دهغو په له منځه وړلو لګیادي ، ددي پر ځای چه دخپلو ولسونه حفاظت وکړي نور یې هم دمرګ کومې ته بیایې ، شپه او ورځ دخپل ولس په وژلو لګیا دي، خوهرهغه مشر چه له کفاروڅخه داسلام دخاوري دازادۍ غوښتونکی وي مسلمانان ورته دشک په سترګه څه چه لادنوروپه غلامي یې تورنوي تردي حده دکفاروترتأثیر لاندي شول چه له کفرسره مقابله ورته ناشوني ښکاري
جهاد ورته دورسته پاته اوبې تمدنه خلکو کار ایسي، نو دمسلمانانو د دغو ټولو بد بختیو سبب او لامل داسلام دعظیم رکن پریښوول دي چه عبارت له جهاد څخه ده ، دجهادفایده چه کومه دمؤمنانو، شهیدانو، مجاهدینو او داسلامي حکومت مشرانو ته ده هغه بالکل څرګنده ده هیڅ بیان ته ضرورت نه لري ، که ریښتیا هم داسلامي نړۍ مشران له غاصبویهودانوڅخه دالقدس ازادول غواړي نوبیادي هغه تګلاره عملي کړي چه زموږ اسلافو دوه ځلي د همدي وحشیانو له منګولوڅخه همدا مقدس ځای پرې ازاد کړی ،، اوکه چیري هسي دمسلمانانو تیرایستل یې مقصد وي او یوڅو ورځي په رسنیو کې همدې موضوع باندي ګرمي اوتوندي خبرې کوي څو دمسلمانانو په وړاندي خپل قدر او عزت زیات کړي اوبس ، خود ا مسئله په دي اوتو بوتونه حل کیږي او نه توندي خبري دکفر په وړاندي سپر کیدای شي ، ځکه یوازنی نسخه چه په استعمال سره یې دمسلمانانو ټولي ناخوالي حل کیږي هغه دالله په لار کې دمقدس جهاد اعلان ده، همدا دقرآن او سنتو فیصله ده
ځکه داسلام سرنوشت په همدي باندي ټکل کیږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button