د انتظار خوند

معصوم افغان
بى حده په زړه زخمي شول، وځوريدل او وکړيدل د انتظار په موده کي د يو چا دديدار په خاطر يې دژوند ټول خواږه پريښودل بس د يو هدف انتظار کوي.
هوکي
يقيناً ،ډير وځوريدل،د ژوند هستې يې د يو ورک ارمان لپاره نذارنه کړې.
هرڅه يې پريښودل،دمور او پلار خوږ څنګ يې پريښود، د مور پلار او بچو سره يې زياته مينه لري ،خو د خپل رب سره مينه ورته تردغه هر څه محبوبه ښکاري ،او دغه مينه تل د تن په هډوکو او غوښو شيندلو سره رښتيا کوي.
هوکي
دوى ددغه ارمان د پوره کولو او د کړې ميني د رښتيا کولو لپاره کلونه کلونه انتظار کوي،
د ژوندون له رنګينيو بي پروا دي، د ابد لور ته تلل غواړي ،دوى شپى روڼوي په اوښکو،سلګيو او خپل رب ته په سجدو باندى ،تقوا او د مخ نورانيت يې له ورايه په مخونو کي ځليږي.
يقيناً ،دوى تږي دي تنده يې نه ماتيږي چه تر څو ځانونه د کوثر تر جامو ونه رسوي ،دوى ابدى ژوند د سر په بيه اخلي ،خپله غوښه او وينه داور په لمبو شيندي.
امت دظالم له ظلم او استبداد څخه خلاصوی.
او درب کائنات سره دخپل په بیعه دجنت سودا کوی.
یوه داسی سودا چی پلورونکی، اخستونکی او ثمن یی ټول دقدر وړ دی.
هوکي
ددوي په زړونو کي درد دي ،دمظلوم اولس د خلاصون درد،د قران او د خوږ جانان حضرت محمد صلى الله عليه د کستاخي د انتقام درد،چه تل يې په زړونو د انتقام جذبې راپاروي.
هوکي
ددوي هر ګوزار د غليم په زړه وار دي ،د نړۍ هر سوپر يې په صفر بدل کړې ،مغرور سرونه يې له تنو بيل کړې او هر دجالى لښکر يې تل د الله تعالى په نصرت له شرمندګي او مايوسي سره مخ کړې.
هوکي
مسلمه امت ددوى پوروړي دي ،دوى د قربانيو نوي باب پرانيستو او هر عنوان يې په تاريخ کي په خپلو وينو باندي وليکو.
امت ته يې د خلاصون لار ور وښوده،امت يې له قربانيو سره بلد کړل،مينه يې ور وښوده او د مينې پالل يې ور زده کړل.
هوکي
دوى خپل سرونه له دين ځار کړل،تر دوى دې جنتونه ځارشي،يقيناً چه په الله تعالى ګران دي.
رب العالمين د دغه ستر نعمت زمونږ نه اخلي،الله تعالى ددغه اتلانو د زړونو ارمانونه پوره کړې.
قادر ذات د دوى د کوثر په کلى واړوي ، رب العالمين د اصحابو د رهبر د څنګ ملګري کړې.
الله تعالى د مونږ هم د دوى لاري لارويان کړې.
آمين



