د ترکیې غونډه د اسلامي نړۍ د روښانه سباوون پیلامه

عزیر اسدخیل

د اسلامي نړۍ ۵۷ هیوادونه بالآخره په دې پوه شول چې روښانه راتلونکې یې یواځې په یو موټی کیدو کې نغښتې ده، په ترکیه کې د اسلام د قسم خوړلي دښمنانو په اشاره د کمال اتاترک په واسطه د اسلامي عظیم خلافت تر ړنګیدا راوروسته ټولو اسلامي هیوادونو جلا جلا ژوند اختیار کړ، او پرته له یو څو ګوتو په شمیر هیوادونو څخه نور ټول په هر اړخیز کړاو اخته شول،   هر څه یې د کمزورتیا په لوری رهي شول، تعلیم او تربیه، اقتصاد، سیاست، او نور ټول یې ورځ تر بلې کمزوري کیدل، سربیره پر دې ورو ورو یو د بل حریفان او بالآخره دښمنان وګرځیدل، ډیری هیودونو یو پر بل وسله وار بریدونه وکړل، او د اسلام دښمنانو د اسلامي نړۍ له کمزورتیا او خپلمنځو شخړو له کبله ګټه پورته کړه، له یوه او بل سره یې پټې او ښکاره مرستې پیل کړې، او د دغو خپلمنځي شخړو، منازعو او بریدونو او جنګونو پر اور یې تیل وپاشل، او دغه جنګ یې تود او ګرم وساته، له پخوانیو جنګونو به تیر شو، پر کویت د عراق یرغل، د ایران او عراق خپلمنځي جګړه، د افغانستان او پاکستان تر مینځ شخړې، او بالآخره اوس  عربي ائتلاف او یمني حوثیانو تر مینځ شخړې، او بوګنوونکی جنګونه، او داسې نور.

خو اوس هم سر وخت دی، اسلامي نړۍ کولای شي اوس هم له درانه خوبه رابیدار شي، او خپلو بې ګټو او بې ځایه منازعو او شخړو ته د پای ټکی کیږدي، خپل اختلافات شاته وغورځوي، او یو بل ته د ورورۍ لاسونه ورکړي، اختلافات که هر څومره ژور وي اوس د دې وخت دې چې سترګې پرې پټې کړای شي او د خپل قسم خوړلي دښمن د مقابلې لپاره هر څه هیر کړل شي او داسې کلکه مقابله یې وکړي چې د خپلو پلرونو او نیکونو تاریخ یو ځل بیا راژوندی کړي.

د ترکیې د ولسمشر دغه ابتکار چې ټول اسلامي امت یې په یوه دسترخوان راغونډ کړ، د خورا ستاینې وړ دی، رجب طیب اردګان وښوده چې په اسلامي نړۍ کې اوس هم داسې پوه او غښتلي کدرونه شته دي چې کولای شي اسلامي امت یو ځل بیا د خپل تیر برم او مجد منارو ته پورته کړي.

د ترکيې د غونډې په د اسلامي امت په مړژواندې جسد کې یو ځل بیا تازه روح پو کړ، مسلمانان یې له درانه خوبه رابیدار کړل، او د اسلامي هیوادونو مشرانو مغزونو ته یې داسې ټکان ورکړ، چې هیڅکله به یې هیر نکړي.

دې غونډې د اسلام دښمنان هم وپوهول چې که مسلمانان هر څومره سره جلا او بیل بیل شي خو دا انرجي لري چې د دښمن او غلیم د تاړاک پر مهال سره یو موټي شي.

په زغرده ویلای شو چې د اسلامي نړۍ د هیوادونو نږدیکت د دې ستر امت د روښانه راتلونکي زیری ورکوي.  

 

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button