امريکا جګړه نشي ګټلای، له افغانستانه دې پښې سپکې کړي

سرليکنه
امريکا چې په ٢٠١٤ز کال کې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د پای ته رسېدلي جنګي ماموريت سره سره افغانستان ته نور پوځونه راولېږل، اوس ويل کېږي چې د روان کال تر اخیره پورې امريکايي جنرالانو سپینې ماڼۍ ته په افغانستان کې د جګړې د بايللو خبر ورکړی دى.
په امريکا کې د موجوده حکومت د استخباراتو، نظامي او سياسي کړيو تر منځ بحثونه روان دي چې څرنګه په افغانستان کې له روانې ناکامې جګړې په امن له افغانستانه ووځي او څرنګه د نړيوالو سترګې د امريکا له ناکاميو واوړي. د امريکا د دفاع، کورنيو او بهرنيو چارو وزيرانو هم په خپلو کې مشورې سره کړي دي چې د ټرمپ په وينا، امريکا د افغانستان له جګړې په خلاصون اقتصادي کړي.
تېره ورځ د امريکا د بهرنيو چارو وزير، ریکس ټېلرسن، په واشنګټن ډي سي کې د اټلانټيک شورا په بنسټ کې وينا کوله. هغه په خپله وينا کې وويل: په افغانستان کې د امریکا شتون له طالبانو سره په جگړې پورې تړلی او دا دایمي نه دی.
د امريکا د بهرنيو، دفاع او کورنيو چارو وزارت دا مشوره کړې ده چې افغان حکومت کې طالب وسله وال ورګډ کړي او په دې پلمه د امريکا پر خلاف په افغانستان کې روانه جګړه پای ته ورسوي.
ټېلرسن په خپله وينا کې د غونډې برخوالو ته ويلي چې طالبان په افغانستان کې جګړه نه شي ګټلای او بايد په حکومت کې حضور ولري. تر اوسه پورې امريکايي نظامي چارواکو په خپلو غونډو کې ويل، او هم د بروکسل په غوڼده کې د ناټو عمومي منشي ويلي و، چې په افغانستان کې د طالب وسله والو زور اوبه شوی او نور به جګړه پای ته ورسېږي. د هغه په وينا نور په افغانستان کې طالبان هم له منځه تلونکي دي جګړه به هم پای ته ورسېږي.
ټېلرسن په خپله وينا کې ډېره غوره او پر ځای خبره کړې ده، هغه دا چې افغان حکومت ته به ووايي چې د اصلاحاتو لړۍ روانه وساتي او داسې شرایط رامنځته کړي څو په یو مشروع حکومت کې د طالبانو د شتون لپاره ځای ولري.
په افغانستان کې د امریکا او جان کېري په لاس جوړ شوي حکومت د شپاړسو کالو په تېرېدو سره تر اوسه پورې مشروعيت ونه موند. ټېلرسن اوس په افغان حکومت کې د طالبانو په حضور او ورګډېدو مشروعيت پيدا کوي. امريکا پخپله د افغان حکومت په نه مشروعيت قانع ده، خو په خوله یې اعتراف نه کوي.
خبره ډېره لیرې نه ده. ټېلرسن وايي: په افغانستان کې د بهرنيو پوځونو حضور د طالبانو تر جګړې پورې تړلى دى. خو ټېلرسن او نور خواره واره ملګري یې په دې هم بايد ځان پوه کړي چې په افغانستان کې روانه جګړه د بهرنيانو تر حضور پورې تړلې ده. هر وخت چې بهرنيو پوځونو له افغانستانه پښې سپکې کړې، په هغه ورځ به د افغانستان مسئله حل او جګړه به پای ته رسېدلې وي.
د امريکا په شمول ټول بهرني ځواکونه چې تر څو پورې په افغانستان کې موجوديت لري، تر هغې افغان حکومت ته څو ک مشروع حکومت نه شي ويلای او جګړه هم له نامشروع حکومت سره کېږي، له يوه مشروع حکومت سره هيڅوک جګړه نه کوي. غوره دا ده چې امريکا او ناټو خپل پوځونه له افغانستانه وباسي او افغانان پرېږدي چې په خپلو کې سره خپل مشروع حکومت جوړ کړي.
که شپاړس او له شپاړسو زيات کلونه نور هم ناټو او امريکا په افغانستان کې تېر کړي، ملکي وګړي په وحشي بمباريو کې شهيدان کړي، پخپل لاس د جوړکړي حکومت امنيتي پوځونه بمبار کړي؛ خو له افغانانو جګړه نه شي ګټلاى. بيا به هم د روسانو په څېر ناکامه، ټيټ او ځوړند سر له افغانستانه وځي. ښه دا ده چې نه نور افغانان شهيدان کړي او نه نور امريکا ته له افغانستانه د خپلو پوځونو تابوتونه ولېږي. په هيڅ صورت امريکا او ورسره راوستي اشرګړي يي له افغانانو جګړه نشي ګټلای – له افغانستانه دې پښې سپکې کړي.



