
نيوزي لينډ پاکستان ته په اوو ويکټو ماتې ورکړه
(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، سلواغه ۲) د نيوزي لينډ او پاکستان تر منځ د دريو شل اوريزو سياليو په لومړۍ لوبه کې نيوزيلنډ پاکستان ته په اوو ويکټو ماتې ورکړه.
د ننۍ لوبه پچه پاکستان وګټله خو نيوزيلنډ ته يې د توپ هونې بلنه ورکړه.
د پاکستان ټول لوبغاړي په شلو اورونو کې وسوځېدل او نیوزي لينډ ته يې د ۱۰۶ منډو هدف وټاکه.
پاکستاني لوبغاړو کې تر ټولو ډېرې ۴۱ منډې بابر اعظم او حسن علي بيا ۲۳ منډې وکړې.
د نیوزي لينډ لوبډلې ټاکل شوی هدف د درې لوبغاړو په سوځېدو سره په شپاړلس اورونو کې پوره کړ او لوبه يې په خپله بريا پای ته ورسوله.
ټاکل شوې ده، چې د پاکستان او نيوزي لينډ راتلونکې شل اوريزه سيالي به د جنورۍ په پنځويشتمه او درېيمه په اته ويشتمه نيټه ترسره شي.



