د خيـــــــــــــــــــــــال اينـــــــــــه !

عزيزالله حسيني
زه چـــې د صــــــنم له ياده ووتــــم ،
هـــــلــــته د زړه هم له ياده ووتـــــــم ،
سخت مې په ګيلو کې ورته وژړل
نــــــــــن د خـــپل قــــلم له ياده ووتـــم
نن خپلو خاپونو هـــم هېر کړى يم
نــــــن د خپــــــل قــــدم له ياده ووتـــم
دلتــــــه مې خاپوړې پکې کړي دي
خير کــــه د دې چم له ياده ووتــــم
ځـــکه درته ياره بې وعدې شومه
زه د خــــــپل قــــسم له ياده ووتـــــم
ما هم په غمونو کې هير کړى وې
ســـــتا هــم نن په غم له ياده ووتــم
مخ ته مې د خيال اينه ايښې وه
آن د خپل طـــــــلسم له ياده ووتـــــم
ما چې جـــوړوله (حسيني) ميــــــنه
بـــــس د ټـــــول عالم لـه ياده ووتــــــم ،
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ



