چې سپينه ماڼۍ سره نه شي، سور کابل نه شين کېږي
سرليکنه
پر افغانستان چې له پرنګه واخله تر امريکا پورې هرې سرزورې امپراطورۍ پوځي يرغلونه کړي دي، افغان ولس د خپلو مقدساتو، خاورې او ملي ارزښتونو د دفاع په لار کې خپل سرونه قرباني کړي دي؛ له يوې خوا یې خپله هراړخيزه دفاع کړې ده او له بلې خوا یې په خپل هېواد کې د سولې هڅې کړې دي څو له يرغلګرو ځان وژغوري او خپل هېواد ترې ازاد کړي.
له امريکا سره هم افغان ولس همدا لار خپله کړې وه، خو نور یې د زغم توان نه لري. امريکا پر افغانستان يرغل وکړ، خو افغان ولس له يوې خوا خپله دفاع پیل کړه او له بلې خوا یې هڅه وکړه چې د دوستو هېوادونو په منځګړیتوب له پرديو شرخوښو ځان خلاص کړي. د ٢٠١٥ز د مئ مياشتې په دویمه او درېمه په قطر کې د پګواش بنسټ په هلو ځلو جوړ شوي دوه ورځني کنفرانس کې طالب مشرانو برخه واخیسته، اما امريکا یې ځواب د جګړې په دوام ورکړ.
امريکا چې پر افغانستان پوځي بريد وکړ، لومړۍ اونۍ ټوله پر افغان ولس په بمبار تېره شوه. په افغانستان کې د بمباريو له امله ښځې، ماشومان او ولسي وګړي شهيدان شول، خو بوش، د ګوډ تيمور په څېر، د افغانانو له وژلو خوند اخیست.
د٢٠٠١ زېږدیز کال د اکتوبر په ۱۲مه، پر افغانستان د يرغل بنسټګر بوش په سپينه ماڼۍ کې یوه مطبوعاتي کنفرانس ته وويل: په افغانستان کې چې امريکا جګړه پیل کړه، شايد کلونه وخت واخلي.
هغه وخت د بوش له وينا دا څرګنده شوه چې بوش امريکايي پوځونه يواځې د افغانستان د اشغال لپاره نه دي راوستي، بلکې غواړي نړۍ د خپلو پوځونو په شتون نظامي کړي، او په ځانګړې توګه په اسلامي هېوادونو کې په يوه او بل نامه د خپل پوځ شتون ته زمينه برابره کړي.
پر افغانستان د امريکا له يرغل سره سم اسلامي هېوادونو سوډان، ايران، عمان، فلسطين، اندونيزيا، او هم په يو شمېر هېوادونو کې لکه کېنيا، روم، فنلینډ کې مسلمانانو پر افغانستان د امريکا پر خلاف د غبرګون په ښوولو مظاهرې وکړې.
افغانستان چې په ١٩٦٥ميلادي کال کې د مارشال تيتو، د پخواني شوروي اتحاد د دفاع وزير، مالوتوفسکي، او نورو ١٤هېوادونو سره د دوستۍ لاس غځولی، تر ننه پورې په خپلو وعدو ولاړ پاتې دى. خو امريکا له افغانانو سره داسې څه وکړل چې اوس یې نور د زغم توان نه لري او په متقابل عمل به لاس پورې کوي.
په تاريخ کې به هيڅ يو هېواد دا ثابته نه کړي چې مسلمان هېواد او په ځانګړې توګه افغانستان په کوم بل هېواد تېری او يرغل کړی دى. پرنګ، کوروش، داريوش، سکندر، روس او امريکا پر افغانانو تېري کړي دي؛ افغان ولس کوروش او برتانوي الکزاندر برنس ووژل، داريوش او ګروموف له خپلو پوځونو سره يوځای ترې سرماتي او غاښ ماتي په تېښته بریالي شول.
افغانانو تر اوسه پورې خپله دفاع وکړه، خو نوره د ټرمپ په مقابل کې يواځې دفاع نه بلکې ټوله اسلامي نړۍ او افغان ولس اړ دی چې په خپل مقاومت ځان تر امريکا ورسوي او سپينه ماڼۍ د امريکايانو په وينو سره کړي.
په تاريخ کې به امريکا ثابته نه کړي چې افغان ولس د امريکا پر خلاف يو قدم پورته کړى وي، بلکې افغانستان ته چې چا د دوستۍ لاس غځولی، افغانانو د زړه له تله ورسره دوستي پاللې ده. د ١٩٦٣ميلادي کال د نومبر په ٢٣مه چې د امريکا د وخت د واکمن، جان ايف کينډي، وژل اعلان شول، تر ټولو هېوادونو لومړی افغانستان د وژل شوي کينډي ځاى ناستې لينډن جانسن ته د تسليت پيغام مخابره کړ.
افغانان تراوسه پورې په مخامخ جګړه کې يوه تېري کوونکي هېواد نه دي ځپلي، بلکې د دوستۍ په نامه یې ورته تاوانونه اړولي دي. د جان ايف کينډي له وژلو وروسته لينډن جانسن له افغانستان سره د مرستې او دوستۍ په نامه يو پلاوى د ساراجنت شرايور په نامه را ولېږه. دامريکا د هغه وخت دفاع وزير، مکنامارا، له افغانستان سره د پراختيايي پروژ د مرستې او دوستۍ اعلان وکړ، خو، متاسفانه، د همدې دوستۍ او مرستو په نامه یې پر افغانستان پوځي يرغل وکړ او تر ګلونو تر ګلزاره ښکلى کابل یې د افغانانو په وينو سورکړ.
نوره د افغان ولس حوصله تمامه ده او بله لار یې هم نشته؛ څو چې یې سپينه ماڼۍ د امريکايانو په وينو سره کړې نه وي، کابل کې به امن رانه شي او نه به بيا د تېر په څېر د سولې په ګلانو شين کابل شين پاتې شي.




