راپور تاژ؛ فرید افغان
(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ سلواغه ۱۹)
په دې وروستیو کې طالبانو د امریکایي او افغان عسکرو د حملو په غچ کې خپلو خوځنده بریدونو ته زور ورکړی او په مختلفو ولایاتو کې یې ګڼ شمیر پوځي مراکز نیولي او ګڼ افغان عسکر ورته تسلیم شوي دي.
بله غاړه بیا حکومت او امریکایانو پر ولسي مرګ ژوبلې تمرکز زیات کړی ترڅو په هغوی کې دا ویره خپره کړي چې د طالبانو له ملاتړ څخه لاس واخلي.
د پرمختللو امریکایي الوتکو بریدونه ،د بې پیلوټه طیارو بمبارۍ او ړندې چاپې هغه څه دي چې ولسونه یې اړ کړي ترڅو د مخالفینو په صفوفو کې د دولت او امریکایي ځواکونو پر وړاندې ودریږي .اصلاً اهداف څه دي او دملکي تلفاتو څخه د هغوی منظور څه دی .
دا به وروسته وڅیړو راځئ څو تازه پیښې چې همدا نن او رامنځته شوې یادې کړو.
د طالبانو پرمختګونه:
تازه راپورونه وایي چې تیره شپه د هلمند د ګرشک ولسوالۍ او سنګین ترمنځ تورې شاه سیمه کې طالبانو پر یوه پوسته چاپه وهلې چې د پوستې د نیولو تر څنګ یې ۸ تنه پولیس وژلي او دهغوی مهمات یې هم له ځانه سره وړي، داپه داسې حال کې ده چې تیره ورځ هم په دې ولایت کې ۵ پوستو سقوط کړی وو.
په ورته وخت کې طالبانو د تخار ولایت د ینګي قلا ولسوالۍ اړوند د الیمجر سیمه کې په افغان عسکرو بریدونه کړي، چې د ګڼو ساحو د نیولو ترڅنګ یې ګڼو امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې او د یوې رینجر په ګډون یې ګڼ مهمات نیولي دي .
طالبانو همداراز په فراه او غزني کې هم د پرمختګونو خبر ورکړیدی.
د حکومت او بهرنیانو له خوا ملکي تلفات:
په همدې تخار ولایت افغان چارواکو د درقد ولسوالۍ کې د طالبانو له خوا د عمري ښارګوټي په نامه دجوړشوي شهرک د نیولو ادعا کړې په داسې حال کې چې یاد شهرک کې د طالبانو هیڅ نظامي مرکز نه و او نه هم د نظامي موخو لپاره رغول شوی و.
د یادونې وړ ده چې چارواکي تل د رغنیزو چارو د رغولو چیغې وهي د شنونکو په باور ښایي حکومت د رخې له امله ونه غواړي د طالبانو په نوم کوم رغنیزه پروژه وجود ولري او هغوی یواځې جنګي ډله معرفي کړي .
بل پلو حکومت او بهرنیانو ته دکابل وروستي بریدونه د غچ اخیستنې ښه بهانه جوړه شوه او اوس په لوی لاس د ولسي خلکو د ټولوژنې هڅې کوي د کندهار په میوند کې تر قتل وروسته تیره ورځ په غزني کې هندي الوتکو د لوبو پر یوه میدان برید کړی چې په کې ۴ ماشومان ځای پرځای ووژل شول .
په یو بل تازه خبر کې داهم ویل شوي چې نن دخوست ولایت د علیشیرو ولسوالۍ د ببرک تاڼې بټۍ سیمه کې د کمپاین په نامه عسکرو په یوه ملکي کور حمله وکړه، چې د یوې کورنۍ ۷ غړي يې شهیدان کړل.
د سیمې خلکو په وینا یادو کسانو له طالبانو سره هیڅ ډول تعلق نه درلود.
.
د امریکایي چارواکو اندیښنې او ګواښونه
د نیوزویک په نامه امریکايي مجلې د اوباما د دورې د دفاع وزیر چیک هیګل له قوله لیکلي؛ امریکا په افغانستان کې تر بل هر وخت په بد حالت کې قرار لري، نوموړي ویلي چې د امریکایي پوځ وروستي بریدونه د هغوی د پایښت زیری ورکوي.
لاس انجلیس ټایمز بیا ویلي بې هدفه جګړه به دا کال بیا د امریکایي مالیه ورکوونکو ملیاردونه ډالر وخوري
همداراز د کالیفورنیا د رسنیو د مرکز مشر بیا پر یوه تویټ کې پوښتنه کړې څومره نوري ډېري پیسې به موږ خرڅوو؟ څومره نورو ډېرو خلکو ته اړتیا ده چې موږ یی ووژنو؟ څومره نور عسکر به هلته موږ د مرګ لپاره ورلیږو؟ او دا راته ووایاست چې دا هرڅه د څه لپاره؟!
بر همدې حال کې بیا د دفاع وزیر د ټرمپ له جګړییزې تګلارې ملاتړ کړی او د جنرال جیمز په نامه یوه امریکایي قوماندان ګواښ کړی چې “ډیر ژر به په طالبانو د بمونو باران وشي چې د لیزر په واسطه خپل هدف ولي.”
دغه امریکایي جنرال په پنټاگان کې خبریالانو ته وویل چې افغان هوایي ځواکونه په اوسط ډول هره اونۍ ۴٠ هوایي بریدونه کوي. ناټو ځواکونه بیا یواځي ٢٥ هوایي عملیات کوي
اهداف څه دي اولې دومره لویې جګړې
ظاهرا دلته دوه لوري دي یو افغان حکومت بل هم امریکایي ځواکونه ، شنونکي وایي چې د ګډحکومت چارواکي چې ګواښوونکې جملې او یا هم نرم دریځ غوره کوي دا ټول د خپل لیدلوري څخه نه ،بلکه د امریکايي بسپنه ورکونکو د پیشنهاداتو د امر مطابق دي، که هغوی په جګړو کې ګټې لیدې نو توند مسیر غوره کوي کنه نو نرمه غاړه وړي.
د شنونکو په باور چې د غني او عبدالله ټیم یواځې د خپل واک د بقا لپاره د هغوی لوډسپیکرونه دي چې د چارج بټن یې هم د لویدیځوالو سره دی او یوه بله خبر هم شته چې افغان حکومتي چارواکي غواړي له طالبانو سره خپله پخوانۍ رخه له دې لارې وپالي .
همداراز لویدیځې رسنۍ د بهرنیانو د درې ګونو اهدافو په تړاو وایي چې هغوی غواړي له یوه لوري د سیمیزو لویو رقیبو هیوادونو چین او روسیې د حملو دمخنیوي په خاطر دلته خوندي دایمي اډې ولري، همداراز د افغانستان د خوندي زیرمو لوټل یې هم موخه ده ترڅو خپله اقتصادي تشه پرې ورغوي او ترڅنګ یې لوی هدف دادی چې افغان وګړي په فکري او عقیدوي بڼه تحریف او هغوی په مسیحي صلیبي او سیکولرو مفکورو ملوث کړي.
د قاطع ملاتړ له خوا په یوه خبرپاڼه کې بیا د طالبانو د اهدافو په باب ویل شوي چې طالبانو په ټوله کې ۵ ستر اهداف درلودل چې زیاتره یې ترلاسه کړي دي.
د امریکایي ځواکونو او دهغوی د ملاتړو ځواکونو له لوث څخه سیمې پاکول، د ګډو ځواکونو پر مراکزو ځپونکې ډلییزې حملې، خونړي هدفي سرتیري بریدونه د لوړپوړو بهرنیو او مطرحو افغان شخصیتونو ترور.
او داسې حملې ترسره کول چې د نړیوالو او افغان ځواکونو روحیات کمزوري کړي
د قاطع ماموریت د اعلامیې ترمخه د افغانستان ۴۵ سلنه خاوره د طالبانو تر رهبري لاندي اداره کیږي او په همدې اساس په ۲۰۱۷ کال کې هغوی د ۲۰۱۶ په نسبت دوه برابره زیات پرمختګونه کړي دي.
د لانګ وال ژورنال د راپور ترمخه؛ که څه هم طالبانو سږکال د کوم ولایت مرکز ونه نیوو خو په دې بریالي شول چې په کلیو ولسونو کې خپل پوښښ زیات کړي او له همدې کبله یې ځان د زیاترو ولایاتو مراکزو ته په څو کیلومترۍ کې رسولی دی.
ژورنال زیاتوي؛ طالبانو که ولایات نه دي نیولي خو پلازمینه یې هم محاصره کړې او دې بهیر دا خوب حقیقت ته نږدې کړی چې په لنډ وخت کې به دا جګړه د طالبانو په ګټه تمامیږي.
ورځپاڼه د دې خبرې دلیل داښیي چې؛ طالبانو سږکال ژمی دومره زیات پرمختګونه درلودل چې په تیرو ۱۷ کلونو کې یې هم نه وو ترلاسه کړي همداراز امریکایانو هم د ۲۰۱۲ کال په نسبت چې ۱۰۰ زره امریکایان په دې هیواد کې میشت وو خپل هوایی بریدونه څوبرابره زیات کړل.
د سیګار د راپور تر مخه؛ په ۲۰۱۲ کال کې ۲۰۲ په ۲۰۱۶ کې۶۵ خو په ۲۰۱۷ کال کې ۴۵۵ هوایي بریدونه شوي چې د شمیرو ترمخه غوڅ اکثریت قربانیان یې ملکي وګړي وو.

















