
وېلنټاين ډې [د مينې ورځ] او اسلام
عبدالغفور خليلي
الله جل جلاله اسلام يو کامل او مکمل دين رالېږلى ، او د اسلام په هره برخه کې يې هغه ځانګړتياوي يښې دي ، چې تر قيامته پورې د هر راتلونکې انسان لپاره يو لارښوونکى دى ، هغه که عبادات دي يا معاملات ، اسلام د ژوند د هري برخې لپاره اصول او ضوابط مقرر کړي دي ، که چيرې په اسلام کې عبادت او عقيده ده ، هلته په اسلام کې خپل کلتور ثقافت او معاشرت هم شته ، د دې ټولو د لمانځلو لپاره خپلې ځانګرې طريقې لري ، کومي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم خپلو صحابوو ته ورښودلې دي ، صحابوو بيا خپلو وروستيو ته دا طريقې ورښودلې دي او دا لړۍ به تر قيامته پورې روانه وي ،
اسلام يو مکمل دين دى ، نو مسلمان ته ښايي چې د د ين په هره برخه کې مسلمان ځان وښيي ، که هغه د نظريي يا عقيدې برخه ده يا د معاشرت او يا هم د تهذيب او تمدن ،
ځکه که په دغه ټولو برخو کې په اسلام عمل ونشي ، نو يوازې د اسلام نوم پاتي کيږي ، او مکمل مسلمان هم هغه ده ، چې د ژوند په هره برخه کې مسلمان وي ،
نن سبا چونکه د پرمختګ دور دى ، د پرمختګ له تقاضو سره سم انسان ټوله دنيا تر يو تکمې پورې محدوده کړې ده ، په دې سلسله کې د رسنيو کردار هم ډير اړين دى ، رسنۍ کوالى شي چې ښېګڼې ته د بدى او بدى ته د ښېګڼې جامه ورواغوندي ،
وېلنټاين ډې (د مينې ورځ ) هم هغه بدي يا فتنه ده ، چې په ټولنو کې د رسنيو په مرسته خپلي ريښې مضبوطوي ، په ځينو ټولنو کې يې خپلي ريښې داسې خښي کړې ، چې هلته اوس ورته بدي هم نه ويل کيږي ، دا فتنه که څه هم په ښکاره کوچنۍ معلوميږي ، ليکن که په غور او فکر سره ورته وکتل شي ، نو څرګنده به شي چې دا فتنه د ټولنې لپاره څومره شر اچوونکې مضره او مهلکه ده ، نه دا چې په دې کې د دين له لحاظه بدۍ دي ، بلکې د دنيا له لحاظه هم د دې بدۍ ښکاره او مهلکې دي ،
الله جل جلاله فرمايي: وَمَن يَبْتَغِ غَيْرَ الْإِسْلٰمِ دِينًا فَلَن يُقْبَلَ مِنْهُ وَهُوَ فِى الْءَاخِرَةِ مِنَ الْخٰسِرِينَ [سُوۡرَةُ آل عِمرَان : 85]
له اسلام څخه پرته چي هر څوك كوم بل دين غوره کړي، هیڅكله به ورڅخه قبول نکړی شي او په اخرت کي به هغه ناكام او زيانمن وي.
رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي : من تشبه بقوم فهو منهم ، چا چې د کوم قوم مشابهت اختيار کړ هغه به د قيامت په ورځ له هغوى څخه وي ،
يو بل ځاى الله تعالى په خپل سپېڅلي کتاب کې فرمايي : يٰٓأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الْيَهُودَ وَالنَّصٰرٰىٓ أَوْلِيَآءَ ۘ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَآءُ بَعْضٍ ۚ وَمَن يَتَوَلَّهُم مِّنكُمْ فَإِنَّهُۥ مِنْهُمْ ۗ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِى الْقَوْمَ الظّٰلِمِينَ [سُوۡرَةُ المَائدة : 51]
اې مؤمنانو! يهوديان او عيسويان خپل ملګري مه نيسئ، دوى په خپلو منځو کښي سره ملګري دي. او كه ستاسي څخه څوك هغوى خپل ملګري نيسي، نو بيا هغه هم په هماغو کښي شمېرل کیږي. په دي کښي شك نشته چي الله ظالمان له خپلي لارښووني څخه بې برخي كوي.
يو بل ځاى الله تعالى مٶمنان مخاطب کوي او فرمايي : يٰٓأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا ادْخُلُوا فِى السِّلْمِ كَآفَّةً وَلَا تَتَّبِعُوا خُطُوٰتِ الشَّيْطٰنِ ۚ إِنَّهُۥ لَكُمْ عَدُوٌّ مُّبِينٌ [سُوۡرَةُ البَقَرَة : 208]
اې مؤمنانو! تاسي په هر اړخيز ډول په اسلام کښي ننوځئ او د شيطان پيروي مه كوئ، چي هغه ستاسي ښكاره دښمن دى.
د دې مبارک ايت ښکاره مطلب همدغه دى ، چې داسې نشي کيداى ، چې يو سړى دى د مسلماني دعوا هم وکړي ، ورسره دي د کافرانو سره دوستۍ هم اختيار کړي ، او د هغوى طريقې هم پر ځان عملي کړي ، داسې شخص د اسلام د شعايرو د تضحيک مرتکب ګرځي ، او شعايرالله د تضحيک مرتکبين الله تعالى نه خوښوي ،
راځئ ، يو نظر د لوېديځوالو په دې غير اسلام دود او کلتور باندې واچوو ،
د مينې ورځې پيل د پخوانيو رومي بت پرستانو څخه کيږي ، د دې رسم په لمانځلو کې د هغوى د باطل معبودانو تعظيم دى ،
د عيسايانو د نورو معظمو ورځو په څير د دې ورځ رېښې هو د روم بت پرستانو ته رسيږي ،
د روم په ځوان هلکانو او نجونو کې دا ورځ لمانځل کېده ، په دې ورځ به پېغلو نجونو د مينې خطونه ليکل او هغه به يې په يو لوى ګلدان کې کېښودل ، له دې وروسته به د روم زلمي دې ګلدان ته ورتلل ، او هر چاته به چې د کومي انجلې خط په لاس ورغى ، د هغې انجلې انتخاب به يې کاوو ، بيا به دې ځوانو هلکانو او نجونو په خپل مېنځ کې شناخت پيدا کولو لپاره ليده کاته کول ،
له دې وروسته د عيسويانو مذهبي مشرانو د دې پر ځاى چې دا بېهوده رسم له مينځه يوسي ، د وېلټاين ډې نوم يې ور کړ ، وېلټاين د دوى يو پخوانى مذهبي مشر وو ، او په 269 عيسوي کال کې وفات شوى وو ،
د اسلامي ارشاداتو له مخې څوک چې دا ورځ لمانځي ، يا يې د لمانځنې په محفل کې ګډون کوي ، هغه په حقيقت کې د مشرکانو ورځ لمانځي
کابل ټکی کام
محترمه له تاسو مننه کوو چې موږ ته مو مسج وکړو، ډیر زر به زموږ له طرفه تاسو ته جواب درکړی شي. که لیکنه لري زموږ ایمیل kabullnews@gmail.com ته یې واستوئ ډیره به ښه شي.
إنشاء موعد
Abdulghafoor Khalili
د افسوس ځاى دا دى ، چې نن ورځ مسلمان ځوانان دا ورځ لمانځي ، او د لوېديځ د کلتور ښکار دي ، نه يواځې دا چې په اسلامي هيوادونو کې دا ورځ لملنځل کيږي ، بلکې د دې ناوړه کلتور په اسلامي ټولنه کې د عامولو لپاره لوېديځ رسنۍ او ټول د ابلاغ وسائل په کار اچولي ، او د دې ورځې د لملنځو لپاره باقاعده پروګرامونه جوړوي ، کوم چې د حکومت په سرپرستۍ کې پرمخ وړل کيږي ،
ځينې ساده خلک د دې ورځې د لمانځلو دا توجه کوي ، چې دا عملا د مينې ښکاره کولو يو انداز دى ، نو په دې کې بدي څه ده ؟
د دې خبري اسانه او ساده ځواب همدا دى ، چې په اسلام کې د مينې او محبت خپل قيود او حدود دي ، اسلام داسې دين نه دى ، چې په هغه کې د انساني فطرت رعايت نه وي شوى ، مينه خو د انسان د فطرت غوښتنه ده ، الله تعالى د انسان په تخليق کې د مينې ماده ايښې ده ، اسلام له مينې څخه هيڅکله مانع نه دى ، اسلام خو هر وخت د مينې کولو حکم کوي ، ليکن له دې سره سره اسلام د مينې کولو طريقې او حدود هم ښودلې دي ،
که مينه کوئ ، نو د الله او د هغه له رسول سره مينه وکړئ ، او د هغوى د اشاداتو په رڼا کې له خپل مور او پلار ، ښځې او اولاد سره مينه وکړئ ، د نيکو خلکو سره مينه وکړئ ،
مينه له يوې ورځې سره تړل او محدودول خو د هغو خلکو کار دى ، د چا په نزد چې د مينې وجود ختم شوى وي ،
که داسې وويل شي نو غلطه به نه وي ، چې د اسلام لومړى درس د خپلمنځي مينې ، ورورولۍ او امن دى ،



