لیکنه : فیروز فاروق
نن چي غرب د اسلامي نړي تاریخ ته ګوري، نو ګوري چي هر ځل د کفر، اشغال او په عموم کي د باطل په مقابل کي ځوان نسل دریدلي دي،
که دا د صحابي په شکل کي دي، او که دا د اموي دولت لښکري دي او او افریقا یی فتحه کړي، او بیا اروپا ته ورغلي او اندلوس یی اسلامي اندلس ګرځولي دي او (۸۵۰) کاله ئي هلته حکومت کړي او اوس بیرته هسپانیا او پرتګال پکښی دي نو ګوري چي دا هم ځوانان دی او که د هغه وروسته په صلیبی جګړو کي د سلطان صلاح الدین ایوبی (رح) په زمانه کی دریدلی او د اسلامی نړی د لویشت لویشت څخه ئي دفاع کړي، نو ګوري چي داهم هغه ځوانان دی.
او که د هغه وروسته د استعماری جګړو کي دریدلي او نیول سوي مملکتونه یی هر یو له روسانو، بریتانویانو، فرانسویانو، ایټالویانو، پرتګالیانو، هالنډیانو او نوروټولو خلاص کړي، نو ګوري چي دا هم هغه ځوانان دي.
او نن چي د غرب په مقابل کي دا لویه جګړه روانه ده، یا د غرب د جګړي په مقابل کي دا لویه جګړه روانه ده، یا د غرب د جګړي په مقابل کي دا لوي مقامت روان دي نو پدي کي بیا هم ځوانان ولاړ دي، ښه نو اوس تاسي ووایاست چي ځوانان ولاړ دي، د اسلام څخه دفاع هم ځوانان کوي، پوهه هم ځوانان حاصله وي، تحقیقات هم ځوانان کوي، او د مقاومت ډګر ته هم ځوانان حاضریږي، زندانونه هم ځوانان ډکوي،
نو ځوانان به د غرب د پاره یو هدف وي، که به نه وي؟


















