د هیواد وروستيو حالاتو ته زغلنده کتنه

راپورتاژ: فرید افغان
(کابل ټکی کام ۱۳۹۶کب۲۴)
په دې وروستیو کې د هیواد په کچه په سیاسي، اقتصادي او نظامي برخو کې ګڼ شمیر تحولات راغلي چې له مخې یې ویلای شو ځینې یې هیله بښونکي، ځینې نور یې حیرانونکي او ډیر کم برخلیک ټاکونکی رول لري.
سیاسي برخه:
په سیاسي برخه کې د هیواد د مشر اشرف غني د سولې ناببره وړاندیز چې امریکایانو ته د طالبانو له استولو لیکونو وروسته یې په حیرانونکې توګه ۹۰ سلنه تغیر وښوده.
ولسمشر او ټیم یې چې د واک پر سره له خپلو نورو مخالفینو سره هم روزمره لاس او ګریوان وي دا ځل یې د تریخو اوبو غوړپ ته غاړه کیښوده او د راتلونکو عواقبو له پيښيدو یې ځان له ملامتیا وژغوره.
د بي بي سي په حواله؛ ولسمشر له دې ویرې چې که امریکایان له طالبانو سره مخامخ خبرو ته زړه ښه کړي حکومت به یې د افغانانو پر وړاندې خپل سیاسي مشروعيت په ټوليز ډول له لاسه ورکړي او د یو ګوډاګي رژیم په حیث به وپیژندل شي، نو یې په خپله هغو دښمنانو ته د ښه راغلاست غیږ پرانیسته چې نوموړي د “یا امریکا“ شعاریزې کلمې په زور ماتول.
بي بي سي زیاتوي؛ ولسمشر همداراز ویریده چې د بلخ امپراطور به یې د واکمنۍ پر ټغر د خپلو بهرنیو او کورنیو متحدينو په مټ دتجزیې یا کودتا هڅه وکړي نو یې د هغه ځواک د خپلولو هڅه وکړه چا چې هیواد په ۹۰نویمو لسیزو کې له تجزیوي کورنیو شخړو ژغورلی و.
دې اقدام نړیوال او کوردننه د غني جګړیزه څیره په سوله پال شخصیت بدله کړه خو مقابل لوري چې د هرې کوچنۍ او لویې پیښې غبرګون سملاسي ورکوي، دې وړاندیز ته هیڅ اهمیت ورنه کړ.
د شنونکو په باور؛ د طالب په نامه د ملت وسلوال مقاومت له پیل څخه د لویدیځ ښکیلاک پرضد ملي قيام و، چې افغان عسکر یې پرضد د لویدیځوالو د دفاعي ځواک په توګه د خپلو مقاومت کونکو وروڼو پر ضد لکه د کمونستانو په څیر ودریدل او لاهم دې نیابتي جګړې ته دطالب مقاومت پرضد رنګ ورکوي.
شنونکي د طالبانو د اختریزو پیغامونو له درکه انګيري چې دې ډلې په ځلونو افغان عسکر د وسلوال مقاومت پریښودو ته وربللي او خطاب یې ورته کړی چې؛ د دوی پرضد دې وسلوال مخالفت پریږدي تر څو وکولای شي مخامخ له هغو بهرنیو عسکرو سره چې د دوی هوایي او ځمکنی حريم یې اشغال کړی لاس په لاس جګړه وکړي.
دوی وایي؛ چې افغان طالبانو لا هم افغان حکومت +ټول نظامي پرسونل خپل اصلي مقابل نه دی بللی، نو له همدې کبله دسولې شوي وړاندیز ته هم جعلي دسيسې په سترګه ګوري او لا هم له امریکایانو سره د مخامخ سولې او جګړې ټټر وهي.
اقتصادي پرمخټک او ستونزې:
اقتصادي پرمختګونه هم د پام وړ و، چې د ټاپي پروژې په ګډون د یو شمیر شرکتونو د کار پیل، د ایران په چابهار کې د بل فاز پرانیستل، او په کابل کې د یو لوی خصوصي شرکت پانګه اچونه وه .
د دې ترڅنګ په تخار کې د دولتي ځواکونو له خوا د عمري په نامه دیو لوی ښارګوټي چې په سلګونو دکانونو سربیره پر جومات ښونځي او مدرسې مشتمل و، نړيدل، د پولیسو له خوا په کندوز کې د بریښناجوړونکو انجینرانو ویشتل.
د طالبانو د استفادې په پلمه په پکتیکا کې د ۳ کلینکونو ورانول او په خوست کې د کمپیان ځواکونو له خوا د مدرسې او جومات په نښه کول هغه څه و، چې د اقتصادي او ټولنیزو پرمختګونو مخه یې پیکه کړه.
نظامي ډګر کې .
طالبانو په تیرو ورځو کې د هلمند، فراه، غزني او فاریاب ولايتونو کې د لسګونو پوستو په سقوط، په فراه کې د هغو ځانګړو ځواکونو چې دولت پرې شمار کوي تلفات اړول او د دې ولایت د یوې ولسوالۍ سقوط هغه څه و ، چې دولت ته یې په نظامي ډګر کې ګڼې ستونزې وزیږولې.
همداراز په فاریاب کې دژمنو اربکیانو څخه د کلیو د تصفیې له ا مله امریکایان اړ شول تر څو دې ولايت ته یوځل بیا کډې وروړي.
بادغیس هم د بهرنيانو توجه جلب کړه او طالبانو یې د ملاتړو ځواکونو پر سر میچنې وڅرخولې .
غور، بدخشان، کندوز بغلان او ورڅیرمه ولایاتو هم د سقوط د شیبو شمیر رسنیز کړ او طالبانو په کابل کې د فعالیت خطونه د ښار ترحدودو ورسول او ډاکټر عبدالله ته یې د امن یواځنۍ سيمه ګلخانۍ ماڼۍ ور وپیژندله..
داچې په راتلونکي کې به څه پیښ شي وخت به پریکړه وکړي.
تر بیا ….!!



