پنجشنبه, اپریل 30, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home اسلام پوهنه

د ښځو د مسایلو او حقوقو په اړه پر اسلام د نیوکو مدّلل ځوابونه (څلورمه برخه)

kabull نشرونکی: kabull
دسمبر 10, 2015
کټګوریانې: اسلام پوهنه
0
14
ځلې شریک شوی
174
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

لیک او ترتیب: استاذ نورالله خان حمدزی

له ښځینه وو سره ښه سلوک وکړئ:

دا هم ولولئ

د برات د شپې غوښتنې!

چې خلک ونه وایي محمد (ﷺ) خپل ملګري وژني

د خان او غریب په اړه نبوي کیسه

 قرآنکريم د ميرمنې سره د ښه سلوک کولو امر کړی دی :وَعَاشِرُوهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ فَإِن كَرِهْتُمُوهُنَّ فَعَسَى أَن تَكْرَهُواْ شَيْئًا وَيَجْعَلَ اللّهُ فِيهِ خَيْرًا كَثِيرًا (النساء: 19).

او له هغې سره په ښه طريقه ژوند تير کړئ، بيا که هغه ستاسې (په څه وجه) خوښې نه وي نو کيدای شي چې يو شی ستا خوښ نه وي خو الله جل جلا له په هغه کې (ستاسو) لپاره ډيره څه ښيګڼه ايښې وي.

 يعنې له ښځو سره په خبرو او اترو (په افعالو او احوالو او په نفقه او کسوت په مسکن او مامن) او نورو معاملاتو کې په ښو خويونو او ښهسلوک سره معامله وکړئ!  د جاهليت په شان (چې د ذلت او د سختۍ سلوک له ښځو سره کېده) له هغوى سره خراب سلوک مه کوئ! بيا کهستاسې د کومې ښځې کوم خصلت او خوى او عادت خوښ نه وي نو صبر وکړئ! کېږي چې په هغې کې کومه ښېګڼه هم وي او ممکن دى چېتاسې ته کوم شى ښه نه درښکاري او الله تعالى (ج) په هغه کې ستاسې لپاره ديني يا دنيوي کومه ګټه ايښې وي، نو تاسې لره تحمل کول په کاردي، او له بد خوى سره بدخويي نه ښايي چې وکړل شي.

نبی کریم صلى الله عليه وسلم ښځو ته د بدبختیو څخه خلاصون ورکړ او هغو ته یې لوړ او د احترام ځای ور په برخه کړ، همدارنګه رسول الله صلى الله عليه وسلم پلرونو ته ښوونه وکړه چې د لور درلودل نه دا چې شرم ده بلکې که یو پلار د لور ښه روزنه او پالنه وکړي او د هغې حقوق ورته ورکړي نو همدغه لور به یې جنت ته د تللو سبب هم شي.

همداسې د ابن عمر رضي الله عنه څخه روایت دى، چې د رسول اکرم  صلى الله عليه وسلم په ژوند كې به موږ د خپلو ښځو سره ډیر احتیاط کولو او وېرېدلو به چې زموږ په اړه کې څه نازل شي، خو کله چې رسول اکرم صلى الله عليه وسلم وفات شو نو بیا به موږ په ډیرې آسانۍ د خپلو میرمنو سره ساتیري کوله. دا هم یو ډول جایز حقوق دي چې د اسلام ستر پیغمبر او د هغه صحابوو یې په اړه نظر ور کړی.

اسلام ښځو ته هر ډول مالي حقوق ورکړي خو په غربي ټولنو کې بیا ښځو ته هیڅ داسې حقوق نه دي ورکړل شوي چې له اسلامي حقوقو سره پرتله کړای شي، یو څو لنډ مثالونه یې لاندې لوستلای شئ.

په کفري او غربي ټولنو کې د ښځو مالي حقوق او تاریخ:

 

امریکا: د امریکا په متحده ایالتونو کې ښځو د هیڅ ملکیت حق نه درلوده بالاخره په ۱۸۳۹ میلادي کال کې د امریکا په مختلفو ایالتونو کېپه دې اړه بحثونه شروع شول، چې په تدریج سره یې ښځو ته د خپل ملکیت او میراث لرلو اجازت ورکړی…(Married Women’s Property Act 1839-70)

بریتانیا: په بریتانیا (انګلستان) کې د ۱۸۷۰ میلادي کال څخه مخکې هیڅ ښځې نشو کولای چې د خپل مال، ملکیت او میراث حق ولري،که یوې ښځې مال او ملکیت په مزدوري، پانګونې، سوغات یا میراث سره ترلاسه کړی ؤ نو دا ټول مال او ملکیت یې په خپل سري ډول د خاوند حق ګرځېده او هغې نور هیڅ حق نه په کې درلوده.

په ۱۸۷۰ میلادي کال کې تر ډیرو سیاسي بحثونو او مناظرو وروسته ښځې ته دا اجازت ورکړل شو چې د خپل ګټلي شخصي پیسو واک ولري او په میراث کې برخه پیدا کړي.

 په ورته وختونو کې ښځو حق نه درلوده چې محکمې ته غوښتنلیک وړاندې کړي او د خپلو حقوقو غوښتنه وکړي. خو د اسلام دین ۱۴۰۰کاله مخکې یعنې د اسلام د راتګ سره سم ښځو ته هم د خپل شخصي مال، ملکیت، نفقه، مهر، د استوګنې ځای او داسې نور مالي حقوق ورکړي او هم یې د میراث په مختلفو ځایونو کې برخه ورکړې ده.

د مثال په توګه: یوه ښځه چې لور وي هم حق لري، که خور وي هم حق لري، که مېرمن یا نیا وي هم په میراث کې خپله برخه لري. یعنې یو ښځه کولای شي څو ځایه میراث تر لاسه کړي. دا او دېته ورته نور زیات شمېر حقوق اسلام ۱۴۰۰ کاله مخکې ښځو ته ورکړي دي.

د هندوانو په مذهب کې پر ښځه باندې د کتاب ویل حرام وه. او د بودا په مذهب کې  داسې هم وه چې ویل به یې که یو نارینه د ښځې سره اړیکه ولري نو هغه بیا نجات نشي موندلی.

یهودیانو او مسیحیانو به ښځه د ټولو ناوړه کارونو سرچینه بلله او یونانیانو به ویل چې ښځه نه پوهه لري او نه انساني حقوق، همدا وضعه په روم، مصر، ایران، چین او نورو ځایونو کې حاکمه وه. غلامي، په بند کې ساتل، رټل، وهل ټکول… ټول هغه څه وه چې د ښځې په برخه وه او له بلې خوا نارینه د غلامۍ حس په ښځو باندې تحمیل کړی وه او ښځه به یې دېته هڅوله چې ویاړ وکړي چې د میړه وینځه ده او په دې باندې عقیده ولري چې میړه یې خدای دی.

 

ښځه د بایبل په تمدن کې:

په دې تمدن کې ښځې ته هیڅ حقوق نه وه، او د هر څه څخه بې برخې وه، په دې قانون کی که یوه سړي یوه ښځه وژلې وای نو هغه ته څه سپکه سزا ورکول کېدله او پر ځای یې د هغه مېرمن قصاص کېدله.

 

ښځه په يوناني تمدن کې:

تر اسلام څخه مخکی چې کوم تمدنونه راغلي دي په هغو ټولو کې د یونان تمدن پرمختللی وو، او په دې تمدن کې هم ښځه د هر څه څخه بې برخې او محرومه وه، پنډورا (Pandora) په یوناني تمدن کې یوه خیالي ښځه وه، چې د دوی په اند د ټولو ناخوالو زانګو او سرچینه یې بلله؛ نو ځکه ښځه هم پر (پنډورا) باندې قیاس وه، ښځې ته یې د نیم سړي ارزښت ورکاوه، او په آخر کی یې د جنسي اړیکو د پوره کولو یوه غوره آله وپېژندله چې هر چا هر څه  په هر ځای کی ورسره ترسره کولای شول.

 

ښځه د روم په تمدن کې:

په دې تمدن کې خاوند ته دا حق وو، چې خپله مېرمن ووژني، او یا یې هر ډول نامشروع او غیر انسانی کړونو ته وهڅوي.

ښځه د مصر په تمدن کې:

د مصر په تمدن کې ښځه د ټولو بدو کړنو مور وه، او دوی ورته شیطان او د شیطان خور ویله.

په هغه وخت کې یوازې د اسلام مبارک دین ؤ چې دغه ناروا او د شرم څخه ډکو کارونو ته یې د پای ټکۍ کیښود. هو، دا اسلام وه چې د ښځې او نارینه ترمنځ یې یووالی رامنځته کړ او انسانانو ته یې د ښځې د عزت، مقام، احترام، او حقوقو ښوونه وکړه.

د د ښځو حقوق او دندې نه دي چې یوه ښځه باید د نارینه وو په شان جامې او عادات خپل کړي، کتل کیږي چې په غرب او کفري ټولنو کې ښځې دېته هڅول کیږي چې د نارینه وو په شان ځانونه جوړ کړي خو بیا هلته نارینه نشي کولی چې خپل ځانونه د ښځو په شان جوړ کړي. همدا وجه ده چې هلته د ښځو په هر ډولو حقوق تیرۍ شوی او هیڅ ډول انساني کرامت یې خوندی ندی.

ښځو ته مهر او نور حقوق ورکول!

مهر: هغه رقم کوم چې سړی يې د نکاح په وخت کې فوراً ادا کوي يا د ادا کولو وعده کوي دېته په شريعت کې مهر وايي چې دوه ډوله ديمهر معجّل اومهر مؤجل ،مهر معجّل هغه مهر ده چې فوراً د نکاح په وخت کې ادا کيږي، او مهر مؤجل هغه ده چې د نکاح په وخت کې فوراً نه ادا کيږي بلکې د ادا کولو دپاره وعده کيږي.

د مهر کمه اندازه لس درهمه ده چې 29.75 ګرامه په اوسني بازارکې له 1488 افغانیو سره سمون خوري.

د بي بي فاطمې (رض) د مهر اندازه 500 درهمه ؤ چې 1488 ګرامه سپين زر کيږي په اوسني نرخ کې 74400 افغانۍکيږي.

    د مهر د زياتې اندازې لپاره څه حد مقرر نده، خو د مهر دومره اندازه مقررول پکار دي چې خاوند يې په آساني ادا کولې شي حضرت محمد (ص) غوره نکاح هغه نکاح بللې چې آسانه وي ‹‹ اعظم نکاح برکة ايسر»  (مسند احمد).

پخپله هغوی خپل مهر ډېر زيات مقررول نه دي خوښ کړي.

مهر مثل: په وطني اصطلاح کې بدل يا د بدلانه نکاح چې يو سړی خپله خور بل سړي ته په نکاح ورکوي او د هغه سړي خور خپل ځان ته نکاح کوي. دا ډول نکاح روا ده ولې مهر نه معاف کيږي، ښځي ته به مهر مثل ورکوي. يا د چا په نکاح کې مهر نه وي ذکر شوی هغې ته هم مهر مثل دی.

مهر مثل هغه مقدار مهر ده کوم چې په عام طور سره د دوی په کورنۍ او خاندان کې مقرريږي، د خاندان نه مراد پلارګنۍ ده، نه مورګنۍ مثلاً د پلار خور د تره لوڼې يا نورې په مهر مثل کې دا هم ضرور دي چې کومه ښځه مثل ګرځوي د هغې د صورت او سيرت څه ناڅه برابري شرط ده.

موږ يوازې اورېدلي چې شريعت د مهر لپاره لوړ حد ندی ټاكلى خو کله مو هم پدې غوږ ندی ګرولى چې پيغمبر صلی الله علیه وسلم غوره ښځه هغه ښوولې چې مهر یې کم وي. صحابي پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته احوال راووړ چې واده مې کړی او مهر یې 800 ګرامه نقره ده. پیغمبر صلی الله علیه وسلم په تعجب سره پوښتي: “اته سوه ګرامه!  لکه چې  نقره لدې غره نه راباسې؟” (صحيح مسلم / نکاح(

لدې پورته، آيا دا ولور هماغه مهر ده؟  بلكل چې نه. دا پيسې پلار اخلي. نجلۍ نه پكې برخه لري او نه يې د مصرف صلاحيت. آخر ولې مو په ځان آسانه ژوند سخت كړى؟ آيا هغه څوك چې لور په لوړ ولور ودوي، پخپله زوى نه لري؟ دا چې دا ډول لوړ ولورونه بيا بې چاره ناوې ته څومره ستونزې زيږوي، هغه خو ټولو ته څرګندې دي.

د ټولنيزو نادودو په وړاندې درېدل سخت دي خو ډاډه اوسئ چې دا كركجن ديوالونه به يوه ورځ نړيږي خو مهمه دا ده چې: ټولنه به د هغو جرئت او خدمت هېر نكړي چې لومړى ګام اخلي.

زموږ په ټولنه کې یو بل ظلم پر ښځو باندې دا ده چې په ډېرو حالاتو کې د هغوی لپاره مؤجل مهر (چې په راتلونکی وخت کې ورکول کیږي) ټاکل کیږي او دغه مهر کله منقول (چې د یو ځای څخه بل ځای ته نقل کېدای شي) وي او کله غیر منقول (چې د یو ځای څخه بل ځای ته نه شي نقل کېدای) لکه مځکه کور و غیره وي او بیا کلونه کلونه تېر شي خو میړه يې د هغې مهر نه ورکوي نو دغه عمل د شریعت خلاف ده او پر ښځه باندې یو ظلم ده ځکه چې مهر د ښځې حق ده چې لازم ده پر میړه باندې او باید د هغې حق هغې ته ژر وسپارل شي ځکه چې رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمایلي: ((اعط کل ذی حق حقه((. )) بخاري ((

ژباړه: هر حقدار ته خپل حق وروسپاره حتی چې بعضو علماؤ دا هم ویلي دي کچیرته سړی خپلې ښځې ته مهر نه وي ورکړی نو ښځه يې کولای شي چې هغه د کوروالي څخه منع کړي د مهر تر اداء کولو پورې.  ((فقه السنة صفحه ۲۹۲ جلد ۲((

نو د ښځې مهر په میړه باندې یو قرض ده او باید هغه دغه قرض ژر تر ژره ادا‌ کړي او دا ځکه چې که دغه سړی په داسې حال کې مړ شي، چې د هغه د ښځې مهر پر هغه باندې قرض وي نو جنت ته نه شي داخلېدلی ځکه چې په حدیث کې راغلي دي چې د قیامت په ورځ به قرضدار د خپل قرض په وجه جنت ته د داخلیدو څخه منع کیږي او داسې يې فرمایلي دي چې ((نفس المؤمن معلقة ماکان عليه دين ((

)) رواه احمد فی مسنده الفتح الربانی صفحه ۹۱ جلد ۱۵((

هغه مال دی چې خاوند يې د عقد نکاح په وخت خپلې ښځې ته ورکوي او دا د ښځې واجب حق دی پر خپل خاوند باندې. قال الله تعالی:

وَآتُوا النِّسَاءَ صَدُقَاتِهِنَّ نِحْلَةً فَإِنْ طِبْنَ لَكُمْ عَنْ شَيْءٍ مِنْهُ نَفْسًا فَكُلُوهُ هَنِيئًا مَرِيئًا (٤)

او ورکوئ تاسې ښځو (خپلو) لره مهرونه د دوى په ورکړه د خوشحالۍ سره (چې فرض شوى دى له طرفه د الله پر تاسې)؛ نو که راضي شوې دا (ښځې) تاسې ته (په بښنه) له کوم شي له دې (مهر په خوشحالۍ) د نفس خپل نو خورئ تاسې دغه شى په داسې حال کې چې خوندوره حلاله بې ضرره وي.

تفسیر: وَآتُواْ النَّسَاء صَدُقَاتِهِنَّ نِحْلَةً

 يعنې د هغو ښځو مهرونه چې تاسې نکاح ورسره تړلې ده په خوښۍ او رغبت سره په خپله ادا کړئ! بې له دې چې دهغوى کوم حامي يا بل څوک له تاسې څخه د حصول څه تقاضاء وکړي که ونه کړئ که تاسې په خپل شوق او رغبت سره د خپلو ښځو مهرونه ورکوئ! نوبيا د يتيمو نجونو په نکاح کولو کې هېڅ کوم حرج او ممانعت نشته، بلکې حرج او ممانعت خو به هلته وي چې د دوى د مهر يا د بل کوم حق په اداء کولو کې څه دروندوالى وليدل شي.

تفسیر: فَإِن طِبْنَ لَكُمْ عَن شَيْءٍ مِّنْهُ نَفْسًا فَكُلُوهُ هَنِيئًا مَّرِيئًا

يعنې که ښځه په خپله خوښه له مَهر څخه څه شى خپل مېړه ته معافوي يايې اخلي او بيايې ور هِبه کوي نو په دې کې هېڅ حرج نشته، او مېړه دې هغه په خوښۍ سره وخوري، (هنئ) هرهغو خوړو ته وايي چې خوندور او لذيذ وي او طبېعت يې په خوښۍ او رغبت سره قبول کړي (مرئ) هر هغو خوړو ته وايي چې په زړه پورې هضم او په ښه ډول سره د بدن جزء او د صحت او قوت موجب شي.

نفقه: د اسلامي امت د علماؤ په دې باندې اتفاق دی چې د ښځې نفقه پر ميړه باندې فرض ده، ځکه چې د نفقې پيدا کولو د پاره د کور څخه د باندې وتل د نارينه مسئوليت دی نه د ښځې او ميړه به خپلې ښځې ته د اقتصادي توان موافق نفقه برابروي قوله تعالی: (وعلى المولود له رزقهن وكسوتهن بالمعروف) البقرة / 233 ، يعنې په دې صورت کې به د ماشوم پلار په ښه توګه هغوی (مور او ماشوم ) ته په ښه توګه خواړه او جامې ورکوي .

وقال عز وجل: (لينفق ذو سعة من سعته ومن قدر عليه رزقه فلينفق مما آتاه الله) الطلاق / 7. يعنې: توان لرونکی خاوند ښايي د خپل توان په انډول نفقه ورکړي او په هر چا چې روزې تنګه شوه، نو د هغه څه نه چې الله جل جلا له ورکړي دي نفقه دې وکړي .

نبوي احادیث:

 وعن جابر: أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال في خطبة حجة الوداع : …………. ولهن عليكم رزقهن وكسوتهن بالمعروف”. رواه مسلم (1218). يعنې: جابر رضی الله عنه روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم په حجة الوداع کې وفرمايل: ……… او د هغوی پر تاسې باندې دا حق دی چې هغوی ته به يه ښه شان نفقه او د استوګنې ځای برابروئ.

عائشه رضي الله عنها روايت کوي: «أنَّ هنداً بنت عتبة قالت: يا رسول الله إنَّ أبا سفيان رجل شحيح، وليس يعطيني ما يكفيني وولدي إلاَّ ما أخذت منه وهو لا يعلم، فقال: خذي ما يكفيك وولدك بالمعروف» (متفق عليه) .

د عقبه لور (هند) وويل: ای رسول الله صلی الله عليه وسلم! ابوسفيان يو بخيل سړی دی، او ماته دومره شی چې د ځان او اولاد مې کفايت ورباندې وشي نه راکوي، مګر څه چې زه يې د هغه له مال څخه اخلم هغه ور باندې نه پوهيږی (په پټه يې اخلم)، رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: هغه څه چې د تا او ستا د اولاد دپاره کفايت کوي او اسراف پکې نه وي واخله ولو که هغه ورباندې پوه نه شي (ځکه د ښځې او اولاد نفقه پر خاوند واجبه ده) .

خپلې ښځې او اولاد ته د نفقي برابرولو د فضيلت په اړه جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي :

 دِينَارٌ أنْفَقْتَهُ في سَبيلِ اللهِ، وَدِينار أنْفَقْتَهُ في رَقَبَةٍ، وَدِينارٌ تَصَدَّقْتَ بِهِ عَلَى مِسْكِينٍ، وَدِينَارٌ أنْفَقْتَهُ عَلَى أهْلِكَ، أعْظَمُهَا أجْراً الَّذِي أنْفَقْتَهُ عَلَى أهْلِكَ ( رواه مسلم).

يعنې: يو هغه دينار دی چې د الله جل جلا له په لار کې صدقه شي، بل هغه دينار دی چې غلام باندې ولګول شي، او بل هغه دينار دی چې په مسکين باندې صدقه شي، او بل هغه دينار چې پخپل اهل خرڅ شي، تر ټولو د هغه اجر زيات دی کوم چې د خپل اهل د پاره نفقه او خرڅ شي .

په پورته حديث شريف کې د الله جل جلا له په لاره کې خرڅ، د غلام د آزادولو لپاره خرڅ او غريبانو سره د کومک لپاره خرڅ کې غوره خرڅ د خپل اهل عيال لپاره خرڅ يا د نفقې د پاره لګښت ښودلی دی .

بل حديث کې راغلي: «إِذَا أَنْفَقَ الرَّجُلُ عَلَى أَهْلِهِ يَحْتَسِبُهَا فَهُوَ لَهُ صَدَقَةٌ». (بخارى:55).

ابن مسعود رضی الله عنه وايي جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: که څوک د ثواب په نيت پخپل اهل او عيال خرڅ وکړي د هغه دا نفقه کول صدقه شميرل کيږي.

مسکن (استوګنې ځای) :

خاوند به خپلې ښځې ته د خپل اقتصادي توان موافق د استوګنې ځای برابروي چې حد اقل د ځانته اتاق برابرول دي، الله جل جلا له فرمايي: (أسكنوهنَّ من حيث سكنتم مِن وُجدكم ولا تُضاروهن) الطلاق / 6.

يعنې: دوی په هغه ځای کې چې تاسې پخپله اوسيږئ د خپل وس په اندازې واوسوئ (د استوګنې ځای ورته برابر کړئ) او دوی ته ضرر مه رسوئ.

د میراث او د نورو حقوقو د وېش په هکله قرآن څه وایي؟

علم الفرائض:

تعريف: الفرائض د فرضه جمع ده، فرض ټاکل شوي او واجب شوي ته وايي کوم چې الله تعالی پر خپلو بندګانو فرض کړي وي په اصطلاح کې علم الفرائض يا علم المواريث هغه علم دی چې د ميراث د تقسیم او حسابولو څخه بحث کوي.

مخکینې مطلب

اشرف غني به ګټه راوړي که تاوان

بل مطلب

د فساد له منځه وړل د مجاهدينو د بقا ضامن

ځانګړي مطالب

اسلام پوهنه

د برات د شپې غوښتنې!

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 2, 2026
اسلام پوهنه

چې خلک ونه وایي محمد (ﷺ) خپل ملګري وژني

نشرونکی: ح جلال
جون 7, 2025
اسلام پوهنه

د خان او غریب په اړه نبوي کیسه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 4, 2025
اسلام پوهنه

د اعتکاف فرصت له لاسه مه ورکوه!

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 27, 2024
اسلام پوهنه

روژه د څه لپاره؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 11, 2024

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

نظرپوښتنه: د ولسمشر ټرمپ محبوبیت تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • سپاه پاسدران: هر برید ته به په ناڅاپي او نوو وړتیاوو ځواب ورکړو

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • اقتصادي معاونیت: د واخان دهلېز سړک چارې ۷۴ سلنه بشپړې شوې او د روان کال تر پایه به بشپړې شي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران امریکا ته خبرداری ورکړ که تېروتنه تکرار کړي نو نوې پوځي وړتیاوې به وکاروو

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • تهران: د ټرمپ ګواښونه تشې باټې دي د هرمز تنګي کنټرول د ایراني ځواکونو لاس کې دی

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com