چهارشنبه, اپریل 22, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home ټولنه او اجتماع

دقادیانیت (قادیانیزم) تاریخ ته لنډه کتنه!!!

عبد الله صديقي نشرونکی: عبد الله صديقي
اپریل 13, 2018
کټګوریانې: ټولنه او اجتماع
0
121
ځلې شریک شوی
205
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

ترتیب: الهــــام الــــبدري

قادیانیت (قادیانـیزم) هغه غورځنګ دی چې د انګلیـسي ښـکیلاک په لاس ۱۹۰۰ م کـال کې جوړ شوی، تر څو په هندوستان کې مسلمانان له دین او جهاده لرې وساتي، چې په ښکاره ډول د اسلام په نوم د ښکیلاکګرو په وړاندې ونه دریږي، د دې غورځنګ د افکارو هنداره د (ادیان) په نوم مجله وه.
د قادیانیت جوړښت او مشهورې څيرې:
میرزا غلام احمد قادیاني ۱۸۳۹ کال د هند د پنجاب ایالت په قادیان کې زوکړی، چې له دین او وطن سره خیانت کونکې کورنۍ پورې یې اړیکه درلوده. استعمار ته وفادار او د هغو منونکی و، نو د یو ځانګړي هدف لپاره انګلیسي ښکیلاک غوره کړ ‎ چې مسلمانان یې تر څنګ ودریږي او له جهاده یې مصروف او منصرف کړي له نوموړي سره یې بې سارې احسانات کړي و نو؛ ځکه يې له هغوی سره دوستي ښکاره کړه.
پخپله غلام احمد د خپلو پلویانو له خوا په ګډوډ مزاج، ډېرو ناروغیو او زیاتو نشه ای توکو کارولو اوڅار و.
دده زوی په خپله وایې چې زما پلار (قادياني) به تل په یوه جب کې کوړه او بل جب کې لوټه ګرځوله :
ګوړه ددې لپاره چې زما دپلار خواږه خواړه ډېر خوښ و،
او لوټه به یې داودس وچولو په خاطر ګرځوله،
نوموړی وایي: چې داسې څوڅو وارې شوي چې په ګوړه به یې اودس وچ کړ او لوټه به یې دګوړې پرځای څټله
. د (قادیاني) د خبیث دعوت په وړاندې مولانا ابو الوفاء رحمه الله، ثناء الله امر تستري رحمه الله ودریده،
خو دی (قادیاني) سمې لارې ته رانغی له مولانا سره یې مباهله وکړه چې له څو ورځې وروسته قادیاني مردار شو. میرزا پنځوس کتابونه لیکلی دی لکه: ازالة الا وهام اعجاز احمدي، انوار الاسلام، اعجاز المسیح او نور ..
. نور الدین: د قادیانیزم لومړی چې انګلیسي ښکیلاک تاج ور په سر کړ او فصل الخطاب یی لېکنه ده.
. محمدعلي او خواجه کمال الدین: د قادیانیت د لاهور څانګې امیر و، او دوی دواړه یې مناظران و، لومړني په انګلیسي د قرآن کریم تحریف شوې ژباړه ولیکله، نور يې حقیقة الا ختلاف او النبوة فی الاسلام وکښل.
. محمدعلي: د لاهور د څانګې امیر، د انګلیسي جاسوس او د قادیان مجلې چلونکی و.
. محمد صادق: د قادیانیزم مفتي او د خاتم النبیین کتاب لیکوال و.
. د غلام احمد زوی بشیر احمد چې د سیرة المهدي او کلمة الفصل څښتن و.
. د غلام احمد زوی محمود احمد دوهم خلیفه او لیکنې یې انوار الخلافة، تحفة الملوک او حقیقة النبوة دی.
. ظفرالله خان: د پاکستان د بهرنیو چارو لومړنی وزیر: چې د دې خبیثې ډلې له پاره یې پنجاب کې د (ربوة) په نوم نړیوال مرکز ودان کړ او (ربوة) نوم یې له قرآن کریم نه رااخیستی و: (وآوینا هما الی ربوة ذات قرار معین). مؤمنون (۵۰)
افکار او معتقدات یې:
. لومړی یې خپل دعوت د یو مسلمان دعوتګر په څير پيل کړ، څو یې خپله خوا کې پلویان ولېدل نو د (مجددیت) دعوا یې وکړه، بیا یې بل ګام واخیست د (مهدي توب) او مسیح موعود اوازه یې اوچته کړه په پای کې یې د نبوت دعوی وکړه او ويي چې زما نبوت له محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم نه لوړ او اوچت دی.
. قادیانیان وایې: الله جل جلاله لمونځ کوي، روژه نیسی، ویده کیږي او ويښيږي، لیکل کوي او… (تعالی الله عما یقولون علوا کبیرا)
. قادیاني وایې چې: خدای انګریزی دی ځکه چې هغه په انګریزي ورسره غږیږي.
. دوی عقیده لري چې د نبوت سلسله پای ته نه ده رسیدلې الله جل جلاله د اړتیا سره سم پيغمبران راستوي او ټولو کې غوره میرزا دی.
. عقیده لري: چې جبرائیل علیه السلام قادیاني ته وحی راوړه او الهامات یې د قرآن غوندې دي.
. وايی: قرآن هغه دی چې (میرزا) راوړ، حدیثونه د هغه د لارښونو رڼا دی، ټول انبیاء یې له مشرتابه لاندې دی.
. باور لري: چې دوی د خپلواک دین او شریعت خاوندان دي او د میرزا ملګري د صحابه کرامو غوندې دي.
. عقیده یې ده چې قادیان د مکې مکرمې او مدینې منورې په شان دی بلکې له هغو نه غوره دی، زمکه یې حرم، قبله او د حج د ادا کولو ځای دی.
. هر مسلمان د دوی په اند کافر دی تر څو په قادیانیت کې شامل شي، او چا چې له قادیانیانو پرته له بل چا سره واده وکړ هغه کافر دی.
. شراب، افیون او نور نشه ایز څيزونه حلال بولي.
ــ فکري او عقیدوي ریښې یي:
. د سر سیداحمد خان لویدیځوال غورځنګ د قادیانیت له پاره لاره هواره کړه
. انګلیسانو دا ظروف غنیمت وګڼل، د قادیانیت بنسټ یې کیښود او د ګوډاګۍ کورنۍ یو تن یې ورته غوره کړ.
. په ۱۹۵۳ کال د پاکستان ولس یو ولسي پاڅون وکړ او د ظفرالله خان د استعفی او د قادیانیانو د اقلیت کولو غوښتنه یې وکړه چې په زرګونو کسان په کې شهیدان شول خو دوی هم د وزیر په استعفا ورکولو کې بریالی شول.
. ۱۹۷۴ کال په مکه مکرمه کې د رابطة العالم الاسلامی په نوښت د اسلامي نړۍ د ډيرو اسلامي غورځنګونو د استازیو په ګډون یوه غونډه جوړه شوه اوږده بحثونه وشول چې په پایله کې کانفرانس قادیاني ډله کافره او له اسلامه بهر وبلله، له مسلمانانو یې وغوښتل چې د دوی خلاف مقاومت وکړي، معامله ورسره ونه کړي او مړي یې د مسلمانانو په هدیرو کې دفن نشي. د پاکستان قومي اسمبلۍ (ملي شورا) د قادیانیزم له مشر میرزا ناصر احمد سره د مولانا مفتي محمود (رح) په وساطت تر دیرشو ورځو پورې بحث او مناقشه وکړه په پای کې قادیانی عاجز شو د دوی له خبیثې څیرې د کفر پرده پورته شوه، نو پارلمان د هغوی د اقلیت او نامسلمانۍ پریکړه وکړه.
د میرزا غلام احمد قادیاني د کفر لاملونه:
لومړی: د نبوت دعوی.
دویم: د جهاد فریضه له منځه وړل او د ښکیلاک خدمت کول.
درېیم: مکې مکرمې ته د حج لغوه کول او قادیان ته یې اړول.
څلورم: الله جل جلاله له بشر سره تشبیه کول.
پنځم: د تناسخ او حلول په عقیده ایمان لرل.
شپږم: الله تعالی ته د ولد (زوی) نسبت کول او دا وینا کول چې زه د الله جل جلاله زوی یم.
اووم: په محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم د نبوت له ختمیدا نه انکار کول او د هر چا له پاره دا باب ازاد پریښودل.
اتم: قادیانیزم له اسرائیلو سره ژورې اړیکې لري، هلته یې مرکزونه او مدارس شته، هغوی کتابونه او نور نشرات ورته
چاپوي او خپروي او د (قادیان) مجله یې له هغه ځایه خپریږي.
نهم: له مسیحیت، یهودیت او نورو باطني ډلو نه په عقائدو کې ډیر متأ ثر دي، سره له دې چې د مسلماني دعوا کوي.
د دوی د خپریدا ځایونه:
ډیری قادیانیان په هندوستان او پاکستان کې اوسیږي، لږ په اسرائیلو او عربي نړۍ کې هم شته، هڅه او هاند کوي چې د استعمارګرو په مرسته په حساسو ښارونو کې مرکزونه ترلاسه کړي.
قادیانیان په افریقا کې او لویدیځو هیوادونو کې ستر فعالیت کوي، یوازې په افریقا کې له پنځو زرو زیات لارښودان او دعوتګر لري تر څو خلک قادیانیت ته راوبولي.
انګلیسي حکومت یې پالنه کوي، لوړو نړیوالو حکومتي څوکیو ته د رسېدا اسانتیاوې ورته برابروي او ډیر پلویان یې په جاسوسي ادارو کې مصروف دي.
قادیانیان خپل دین ته د رابللو له پاره له هر ډول وسایلو کار اخلي، ډیر فرهنګپال او کلتوري افراد لري، په انګلیستان کې د اسلامي تلویزیون په نوم یوه فضایي سپوږمکۍ لري چې قادیانیان یې اداره کوي.
له پورته بحث نه څرګندیږي:
چې قادیانیزم یو لار ورکی دعوت او بلنه ده چې له اسلام سره په هیڅ شي کې اړیکه نه لري، پکار ده چې مسلمانان ځان ترې وساتي ځکه چې د مسلمه امت تمامو علماؤ د دوی د کفر فتوا ورکړې.
د زیاتو معلوماتو له پاره لاندې مأخذونه وګورئ:
ــ قادیانیت: د احسان الهي ظهیر لیکنه.
ــ د قادیانیت تاریخ: د ثناء الله امرتسري لیکنه.
ــ سوداءالقادیانیة: د محمدعلي امرتسري لیکنه.
ــ د قادیانیت فتنه: د عتیق الرحمن عتیق لیکنه (پخوانی قادیاني).
ــ قادیاني مذهب: د الیاس برني لیکنه.
ــ لولاک میاشتنۍ مجله.
ــ د قادیانیت احتساب.

دا هم ولولئ

د امریکا پای

د یو روږدي کس لیک خپلې مور ته!

که د ایران ستر رهبر ووژل شي، نوی مشر به څنګه ټاکل کېږي؟

لوی ټکي: انګریزتاریخقادیانقادیانیتهند
مخکینې مطلب

بايد د پرلتوالو او پرلت غوټه وسپړو

بل مطلب

بزرگترین نمایشگاه «قالین لالهٔ» جهان!

ځانګړي مطالب

ټولنه او اجتماع

د امریکا پای

نشرونکی: ح جلال
مارچ 25, 2026
ټولنه او اجتماع

د یو روږدي کس لیک خپلې مور ته!

نشرونکی: ح جلال
مارچ 17, 2026
ټولنه او اجتماع

که د ایران ستر رهبر ووژل شي، نوی مشر به څنګه ټاکل کېږي؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 1, 2026
ټولنه او اجتماع

پان‌ترکيزم؛ فرهنګي اتحاد که سیاسي پروژه؟

نشرونکی: احسان تکل
نوومبر 10, 2025
ټولنه او اجتماع

ښاري ژوند، چاپېریال او ډیجیټل پرمختګ

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 31, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د امریکا -ایران اړېکې او د بې باورۍ تر سیوري لاندې سیاست! :

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
0

د افغانستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو د اړیکو او سیمه‌ییزو مسایلو په اړه ټلیفوني خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

اروپايي اتحادیې او افغانستان پر سیاسي، اقتصادي او دوامداره همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

د آریانا افغان هوايي شرکت نوې B737-500 الوتکه کابل ته راورسېده

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

ټولګټو وزارت: د مزار شریف ـ دره صوف ۵۶.۳ کیلومتره سړک د اساسي بیا رغونې چارې ۵۱ سلنه بشپړې شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

ټرمپ له ایران سره اوربند غځولی؛ تهران د سمندري محاصرې دوام «جګړه‌ییز اقدام» بولي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

قزاقستان له افغانستان سره د اوسپنې پټلۍ همکاریو د پراخېدو او سوداګرۍ د زیاتېدو خبر ورکړ

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د امریکا -ایران اړېکې او د بې باورۍ تر سیوري لاندې سیاست! :

د افغانستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو د اړیکو او سیمه‌ییزو مسایلو په اړه ټلیفوني خبرې کړي

اروپايي اتحادیې او افغانستان پر سیاسي، اقتصادي او دوامداره همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې

د آریانا افغان هوايي شرکت نوې B737-500 الوتکه کابل ته راورسېده

ټولګټو وزارت: د مزار شریف ـ دره صوف ۵۶.۳ کیلومتره سړک د اساسي بیا رغونې چارې ۵۱ سلنه بشپړې شوي

امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

ټرمپ له ایران سره اوربند غځولی؛ تهران د سمندري محاصرې دوام «جګړه‌ییز اقدام» بولي

قزاقستان له افغانستان سره د اوسپنې پټلۍ همکاریو د پراخېدو او سوداګرۍ د زیاتېدو خبر ورکړ

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com