تېره اوونۍ په هرات کې دیني عالمانو پرېکړه وکړه، چې تر هغه وخته به په ټاکنو کې برخه وانه خلي، څو چې امریکایانو له افغانستانه د وتلو نېټه نه وي اعلان کړي. دغو عالمانو پرېکړه لیک هم خپور کړ، چې د ډېرو خواوو غبرگونه یې راوپارول. ځینو دغه اقدام وستایه، خو پر حکومت او خواخوږو یې دغه پرېکړه سم د ټوپک ډز په شان ولگېده.
دغه خوځښت تراوسه یوازې په هرات کې پیل شوی؛ خو کېدای شي د دیني عالمانو دغه پیل شوی خوځښت غږ په نورو ولایتونو کې هم بدرگه شي. که چېرې دیني عالمان له همدې سولهییزې لارې داسې پرېکړه وکړي او د عمل تر ډگره پرې ولاړ پاتې شي؛ نو راتلونکي ټاکنې له سخت گواښ سره مخ کېدونکي دي؛ ځکه د امریکا، ناټو او افغان دولت له اوولس کلنې پروژې سره ـ سره، چې دیني عالمانو د بدنومولو له پاره یې له ټولو لارو چارو کار واخیست، بیا هم خلک دیني عالمانو ته درناوی لري او د حق په خبرو کې یې ملاتړ کوي.
د ولسي جرگې او ولسوالیو شوراگانو ټاکنې ترسره کول تراوسه نمایشي دي او د حکومت دواړه مشران ترې ټاکنیزه گټه پورته کوي. دواړه مشران داسې ښيي، چې په روانو پنځو کلونو کې یې چې کومې ژمنې عملي نه کړې؛ نو په راتلونکو پنځو کلونو کې به پاتې ژمنې عملي کړي. خو تاسې یو ځل بیا د رایې مرکزونو ته ولاړ شئ او نړۍ ته وښيئ، چې تاسې رایې ورکړې؛ خو د ولسي جرگې له پاره به خلک د امریکا سفارت ټاکي، چې څوک یې خوښ دي او څوک یې ناخوښ.
ولسي جرگه له تېرو درېیو کلونو راهیسې بې اعتباره ده او اوسنۍ جرگې په تېرو اوو کلونو کې ټولې پرېکړې د ملت د گټو ضد کړي دي. نه یې د ټاکنو د وخت ژمنې پوره کړي، نه یې وړ کابینې ته رایه ورکړې، نه یې پر حکومت فشار راوړی؛ بلکې د شخصي گټو لهپاره له حکومت سره په ټکر کې واقع شوې او هره پرېکړه یې د شخصي گټو د خوندیتوب لهپاره ده، نه د ملت لهپاره. گنې اوسنۍ ولسي جرگې د ډېرو ستونزو مخه نیولی شوه او حالات تر دې کچې نه خرابېدل.
کابینه تراوسه نیمگړې ده او څلور وزارتونه د سرپستانو له لوري اداره کېږي. امنیت، بې کاري، اقتصادي ضعف، د وزیرانو نیمگړې بودیجه، فساد، غصب او زورواکي ورځ تر بلې ډېرېږي؛ خو د اوسنۍ ولسي جرگې غږ هغه وخت اوچتېږي، چې کله یې شخصي گټې له خطر سره مخامخ شي. بیا وزیران استجوابیه غونډو ته راوبولي او له ځینو خو یې د باور رایې هم بېرته اخیستې دي.
پر ټاکنو د عامو باور ورځ تر بلې کمېږي. د خلکو په یاد دي، چې څلور کاله وړاندې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري لاسوهنه وکړه او په افغانستان کې یې د نړۍ بې جوړې حکومت«ملي یو والي» بنسټ یې کېښود، چې تراوسه یې له خیره یې خلکو ته شر ډېر رسېدلی او رسېږي.
په حکومت کې شته د اختلافاتو سربېره راتلونکو ټاکنو پر وړاندې ستر خنډ طالبان هم دي. ځکه د اوسمهال د افغانستان ۷۲سلنه خاوره له طالبانو سره ده او په داسې حالاتو کې ټاکنې به یوازې د ولایت تر مرکزونو محدودې وي، چې د ولسوالیو خلک به یوازې د ټاکنو د ترسره کېدو نه خبر شي.
د تېرو کلونو په پرتله سږ کال ټاکنې ډېرې پڅې دي او هېڅ هیلهمندي ورته نه ښکاري. اوس د ټاکنو هغه خلک هم مخالف دي، چې څو کاله وړاندې یې خلک ټاکنو ته رابلل. دیني عالمان باید په ښکاره او ټول جرئت سره خلکو ته ووايي، چې په افغانستان کې ټاکنې نه ترسره کېږي، بلکې د امریکا لوبه ده او په دغه لوبه کې له گډون کولو نه په کلکه ډډه وکړي.
په داسې خبرواوي سره به یې هم دیني مسوولیت اداء کړی وي او هم وجداني. که له دیني عالمانو له خبراوي سره بیا هم خلک په ټاکنو کې گډون کوي او د رایې ورکونې مرکزونو ته ځي؛ نو ټول مسوولیت به یې د دغو خلکو پر غاړه وي چې په ټاکنو کې گډون کوي.
دیني عالمان دې قرار نه کېني، بلکې خلکو ته د حق او باطل په اړه سپینې خبرې وکړي، چې نه زموږ ولسي جرگه خپله ده، نه حکومت مو خپل دی، نه مو کابینه خپله ده، بلکې دلته هر څه د امریکا راوارد شوي سېمبولونه دي.


















