نعمان لطیف
زموږ دکلي یو مشر سړی دی او له ډېرې مودې دچلم عملي دی. اوس سپین ږیری دی خو له ځواني یې دا عادت دی چې په روژه کې له کور نه وځي
وایي روژه کې له ما جنګ کیږي، تر هغې دا راته غؤره برېښي چې روژه کې ځان دکور بندي کړم
مشر په زړه پاک دی، ارادې یې هم بدې نه دي خو دروژې مفهوم دا نه دی چې تر کور به بندیوان کیږې
زموږ ډېری مټؤر ځوانان په روژه کې له واکه ووځي، حوصله وبایلي، معمولي خبره بده پرې لګیږي، له پش به پشمن خان جوړ کوي او ډک بازار کې په جنګ جګړو کېوزي
روژه عبادت دی او دعبادت دوران کې بې حوصلګي، جنګ جدل، توند او تېز رؤش دعباداتو منافي اعمال دي
مثلاً یو سړی په لمونځ ولاړ دی جنګ کوي، خبرې کوي، اخوا دېخوا سترګې غړؤي. څومره بد به ښکاري او هر څوک به بد په وایي؟
همچنان روژه هم یو عبادت دی او پکار ده په عباداتو کې دعبادت ټول مفاسد او مکروهات په پام کې ونیول شي
په روژه کې زه دډېرو دعربانو سره مخ شوی یم. ډېری یې داسې دي چې په روژه کې له جنګ او جدل ځان ساتي او که خبره ورسره تاوؤې؛ درته وایي زما روژه ده
یعنې زه جنګ نه کوم روژه یم او روژه پر خوله جنګ زیب نه کا
زه چې پاکستان کې ؤم موږ به لېدل چې ځینو بېلمازانو به روژه کې جالي خولۍ پیدا کړې ؤې او په کلکه به لمانځه ته تلل د عادي ژؤند بڼې ته به یې هم تغیر ورکړ روژه کې به کلک مسلمانان ترې جوړ شؤل
موږ به داسې ځوان ته روژه ګل وایه
مقصد دا چې موږ روژه خپله په ځان بوج جوړوو او په وړه خبره مو شونډې پړسولې وي؛ موږ فطرتاً سخت او توند ملت یو، زموږ په توندوالي کې دروژې کوم دخل نشته دی، لهذا روژه کې باید تر ډېره بریده دنفس او اعصابو کابو کؤلو تمرین وکړو او بعد له روژې په عادي ژوند کې استفاده ترې وکړو


















