لیکنه: مولوی ضیاءالحق (صدیق یار)
اخترجانه! ستړي مه شي.
کمکي احتره! پخوابه چه راتللي زموږ دهیواد ډیرو وګړو به تاته دانتظار شیبې شمارلې، ترتاپوری به یی بلا ډیری هیلې او اُمیدونه تړلی ؤ خوبیابه هم نیمګړي وی دخوښیوپراُفق به نه ځلیدلی ځکه زموږ دهیواد وګړی به پوره نه ؤ یو ورور به دلته ؤ اوبل به بیا په ښارکې ؤا. داخترورځ به یی له خپل پلارنی ټاټوبي په جلاوطنۍ کې تیریدله، هوکی مورکۍ به ترهرڅه دخپلوبچیانو فراق ډیره دردوله.
خو اوس دهیواد اصیلوبچیانو اعلان وکړ چه داخترپه شپو او ورځوکې دحکومت نظامی او غیرنظامی کسان هغه ساحوته سفرکولاي شی چیرته چه دافغانستان داسلامی امارت مجاهدین حاکم دی.
نوځکه وایم (اخترجانه داځل به دی ولمانځم)
ځکه اوس به څو ورځې ارامې وی، دشهیدجانان دردمن اوازونه به نه اوریدل کیږی، دسنګرستړۍ غازي هغه چه شپه او ورځ ورباندی یوه وه، هغه چه داخترشپې به یی دسنګر په ګردجنه غیږکې سبا کیدلې هغه دلوږو اوتندو مسافر به څو ورځې دمهربانې مور ترڅنګ د آرام ساه واخلی له مهاجرو خوبونو سره به په خلاشي.
هوکی؛ دکلی هغه ورک ځوان هغه چه کلونه له خپل کوره ورک ؤ او تر اوسه هم نه ؤ راغلی (عسکرجان) یادوم هغه به هم راغلي وی او له خپلو همزولو اوملګرو سره به څو ورځې د خوښۍ شیبې ولمانځی هو زاړه یادونه به راژوندی کړی، مهربانه مورکۍ به یی پر سر دشفقت لاس راکش کړی او په دواړو خواؤ به یی ښکل کړی.
داخترپه سهار به دکلی مسجدته لاړشی هلته به دمسجد دملاامام نه دلطف او ترحم وینا واوری هوکی پوه به چه طالبجان یی دښمن نه بلکه دوست ده، هغه تروریست نه بلکه دبشریت خواخوږی دي، هغه ډار اچؤنکی نه بلکه دمینې او اُلفت شیندونکی دی.
څو ورځی به هغه هیرشوی دوستان او خپلوان هم ووینی چه څوکاله یی ملاقات نه ؤ ورسره کړی، هو خپلوان به یی په نمجنو سترګو روغبړ وکړی ځکه ددوی خو دا ګمان نه ؤ چه ژوندی به یی تر سترګونشی.
ترڅنګ به یی دکلی په دنګه غونډۍ ګڼې شناختې او زیارتونه هم ترسترګو شی او له ملګرو به تپوس وکړی دا دنګ قبرونه دچادی؟
هغه به ورته ووایی داهغه د ملافلانکی اخند، قاری صاحب او انجینرصاحب مزارونه دی دوی دیرغلګرو له خوا شهیدان شوی دی.
هوکی دهغو یادګارونه به یی ترسترګوشی پوه به شی
اه اخ داخوټول زما ملګری همزولی اوهمصنفیان او دیوی سیپاری همدرسی ؤ، په فراق به یی اوښکې تویې کړی احساس اوعاطفه به یی په زړه کې راوټوکیږې.
پوه به شی چه څوک دهیواد اصیل بچیان او احرار دی.
پای
دتل پاتی سولی او دهیواد دازادی په هیله


















