ليکنه: خوشال « درانی »
د ګډحکومت په جوړېدو سره د افغانستان اړیکې کله له ګاونډي پاکستان او کله له هندوستان سره خوږې شي؛ خو دغه اړیکې ډېر ژر خرابیږي. افغان چارواکي تل د ګاونډیو ترمنځ انډول نشي ساتلی او د انډول تله ترې کله یو لوري او کله بل لوري ته درنېږي.
اشرف غني د پاکستان څخه زیاتې هیلې لرلې او پاکستان ته د سفر وروسته د دواړو هېوادونو اړیکې نسبت پخوا ته ښې شوې. دواړه لوریو ترمنځ د استخباراتي معلوماتو د شریکولو هوکړه لیک هم لاسلیک شو؛ خو د عامو خلکو د سخت غبرګون وروسته دولت هم دغه تړون رد کړ.
ولسمشر غني فکر کاوه، چې د سولې کیلي له پاکستان سره ده او پاکستان کولای شي، چې په څو ورځو کې په افغانستان کې سوله راولي؛ خو دغه هیله یې هم له خاورو سره خاورې شوه. پاکستان تل د افغانستان په مقابل کې له دوه مخي سیاست څخه کار اخلي، خو افغان چارواکو تراوسه د پاکستان دغه دوه مخي درک نه کړه.
د هند د لومړي وزیر نریندا مودي په افغانستان کې ډېر تود هرکلی وشو او افغان چارواکو په یوه نه یو ډول خپل زور پاکستان ته ښکاره کړ، که تاسې هم صداقت وکړئ او له دوه مخۍ لاس واخلئ، نو ستاسې به هم داسې تود هرکلی کېږي.
مودي د افغانستان سره ډېرې ژمنې وکړې او هند تراوسه د خپلو ژمنو په پوره کولو کې بریالی ښکاري او عام افغانان هم د هند دوستۍ ته د شک په سترګه نه ګوري. هند د نوې ادارې په راتګ سره نږدې دوه ملیارده ډالر مرسته کړې. هندوستان هر کال سلګونه وړیا ښوونیز بورسونه افغان ځوانانو ته ورکوي او دغه لړۍ له ډېر وخته روانه ده. په هرات کې د سلما بند پروژه هم هند ته سپارل شوې او تر ډېره ځایه یې کارونه بشپړ شوي دي او اوس یې د ملي شورا ودانۍ د ۲۲۰ میلیونه ډالرو په ارزښت سره جوړه کړه، چې پرانېسته یې هم مودي وکړه.
د نړۍ ټول هېوادونه خپلو ګټو ته په پام سره د نورو هېوادونو سره د اړیکو په جوړولو کې هڅې کوي او هېڅکله خپلې ګټې د نورو نه قرباني کوي؛ خو له بده مرغه چې افغانستان په دې برخه کې مستثناء دی. امریکا او چین د یو بل اقتصادي رقیب هېوادونه دي، خو پاکستان د سمې بهرنۍ پالیسۍ په لرلو سره د چین او امریکا ترمنځ انډول ساتلی، د امریکا په پیسو خپل پوځ ساتي او هر کال په بېلابېلو نومونو له امریکا څخه میلیونه ډالر مرسته ترلاسه کوي او په چین د بیارغونې کارونه کوي.
د مودي د راتګ سره سم د پاکستان د پوځ لوی درستیز راحیل شریف کابل ته راغی او کېدای شي د مودي راتګ تر یوې اندازې بې اغېزې کړي، ځکه پاکستان په افغانستان کې د هند له نفوذه وېره لري او هند د بلوچو ملتپالو په ملاتړ تورنوي، چې په وینا یې د هند مرسته د افغان چارواکو په لاسونو بلوچو ملتپالو ته رسېږي. پاکستان تل هڅه کوي، چې په افغانستان کې یوه داسې اداره وي، چې د پاکستان تر نفوذ لاندې وي او بهرنۍ اړیکې د پاکستان په خوښه د نورو سره وټاکي.
افغانستان دې د پاکستان او هندوستان د نا سالمې سیالۍ ډګر نه ګرځي، ځکه ددې دواړو دښمنو هېوادونو د سیالۍ قرباني به عام افغانان وي. افغان چارواکو ته په کار ده، چې د خپلو ګټو ته په کتو د دواړو هېوادونو ترمنځ انډول وساتي او خپلې ګټې د دواړو په دوستۍ کې خوندي کړي.

















