سرليکنه
د نړيوالو قوانيونو له مخې چې په کوم هېواد کې دسيالو ډلو او ګوندونو ترمنځ انتخابات وشي ، لومړی خو په داخل د هېواد کې که سياسي اختلاف هم ولري د دولت په چوکاټ کې يو انتخاباتي کميسيون موجود وي ، چې هغه د انتخاباتو د کمپاين او د انتخاباتو په ورځ د ټولو فعاليتونو څارنه کوي. دا کميسيون کاملا بې طرفه وي، چې د انتخاباتو ټول کانديدان چې د هر سياسي ګوند پورې تړاو ولري پرې پوره باور لري. په افغانستان کې د ډاکټراشرف غني او ډاکټر عبدالله ترمنځ تر يو درځن کانديدانو وروسته مقابله پېل شوه نورو ټولو کانديدانو چې په ځان يې باور و او په خوب کې يې ځان په ارګ کې لېده ؛ خو چې په ولس کې يې باور نه لاره ولس ورته رايه ورنکړه . هغه کسان چې د سياسي ګوندونو نوميالي کسان بلل کېدل افغان ولس د افغانانو نمايدندګان ونه بلل. د انتخاباتو مقابله يوازې ډاکټر عبدالله او ډاکټر اشرف غني ته پاتې شوه . په دې دواړو کې لويه ستونزه دا وه چې په نورو هېوادونو کې د سياسي ګوندونو مشران يو کانديد ځان سره ملګري کوي، چې انتخاباتو کې زياتی رايې ترلاسه کړي ستونزه داوه ، چې ډآکټر اشرف غني او عبدالله د جګړه مارو ډلو مشران او زورواکان د ځان ملګری کړل ، چې د ازبک مليشو قوماندان ، عطامحمدنور ، اسماعيل خان او نور … يې ښکاره بېلګې دي .
که دې دواړو ډاکټرانو د ځانونو سره د وسله والو مشران نه وای يو ځای کړي، دومره رايې يې نه شوې ترلاسه کولای ؛ ځکه خو دولت د جنرال دوستم په وړاندې هېڅ نشي ويلای. ولاياتوته د دولت په نمايندګۍ لاړ شي ، چې د دولت مخالف وسله وال وځپي د جنګ په ډګر کې بيا ولسواليو کې راغونډ کړل شوو کسانو ته وايي چې دا د جنرال دوستم ځانګړی پوځ دی چې د دولت د مخالفو وسله والو سره په جګړه بوخت دی .
اوس چې د څو مياشتو را په دېخوا په هېواد کې يوې بلې ډلې د داعش په نامه سر راپورته کړی دهېواد په ختيځ کې دننګرهار د پخواني والي ځوی د ظاهر قدير په نامه يادېږي، د جنرال دوستم په څېر يې وسله والو ته وسلې ورکړې او وايي د داعش مقابله به کوم.
ظاهر قدير په پارلمان کې هم پردولت نيوکه وکړه ، ويې ويل : په ځای د دې چې دولت د دې نوې وسله والې ډلې مقابله وکړي ، يو شمېر دولتي چارواکې ورسره همکاري کوي.
جنرال دوستم چې پنځه مياشتې د مخه يې د فارياب ولايت په غور ماچ ولسوالۍ کې ولسي وګړوته په يوه غونډه کې ويل : تر فارياب وروسته به د هېواد ټول ولايات د دولت له مخالفو وسله والو پاکوم ؛ خو بيا سره د ۵۰۰۰ کسيز پوځ له فاريابه وتښتيد.
اوس ظاهر قدير دولت ته وايي، زه يې په خپلو وسله والو د داعش مقابله کولای شم . څو ځلې يې ورسره جګړه وکړه ، چې تېره اونۍ يې يو د بل کسان ووژل خو دا نه ده څرګنده ، چې ظاهر قدير به د جنرال دوستم په څېر له ننګرهاره تښتي او که د داعش مقابله به کوي.
دلته لويه ستونزه داده ، چې لومړی به د دوه ډاکټرانو دوه سري حکومت ياديده اوس پکې جنرال دوستم او ظاهر قدير دوه نور زيات شول ؛ ځکه دوستم د هېواد څخه وسله وال د ايستلو د ظاهر قدير د بهرنيو مشکوکو هيليکوپترو د ويشتلو وينا کوي . معنا دا چې دوی هم د حکومت دوه مشران دي چې نور به ورته څلور سری حکومت ويلی شي . دا څلور سری حکومت به هېواد له وسله والو پاک کړي او که نورې ستونزې به هم زياتې کړي.

















