چغار د ماشومانو

 عُقابي جانان

 

دردولي دې مور پلار د ماشومانو

درپسې دی ډېر آزار د ماشومانو

 

ماشومتوب ؤو، معصومتوب او لېونتوب ؤو

دړې وړې دې کړو ښار د ماشومانو

 

څه بې غمه او بې درده زندګي وه

تا خزان کړلو بهار د ماشومانو

 

لکه څوک چې په بلبلو ګزار وکړي

خاص همداسې ؤو چغار د ماشومانو

 

ادې ګله يې ماښام په دروازه کې

اخ اوس نکړي انتظار د ماشومانو

 

اوس ملنګ کلي ته راشي خير يونه سي

سرزنګون ناست وي په لار د ماشومانو

 

“عُقابي جانانه” بيا څوک غريو نيولي

په ورو ورو وايي اشعار د ماشومانو

 

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button