د افغـان زوى – حضرت يوسف مزمل

حضرت يوسف مزمل

قـام لـرم ملت لــرم قــانــون لــرم کلتــــور لرم

نــه دبــل کلچــر منـــمه خپـل دود او دستــور لرم

 

کـله ويښ ضمـير مې غــلامي او سرټیټي مني

زه د افغـان زوى يمه پښتــون يمـه تـــربــور لرم

 

مــونږ کـې دپــرديـو اشغــالـګـرو مرګ، وژل رواج

دلــته پــه وطـن مين غازي ولـــس غـيــور لـرم

 

چـا چې زمـونږ پـه خـاوره او حـريم بانـدې تيرى کړى

سـره تـبۍ هـم ځمـکه غـلـيـمانـو تـه تـنــور لـرم

 

نـه ديـکتـاتـوري غــواړم نـه ديمکـــراسـي منــم

زه ښـکلى قـانـون د پـاک مـولا غـني غـفــور لرم

 

دلــته پــه ګونــډو شــول د کــفري نـړۍ ځواکونه هم

زه چـې مـزملـه دا مــومــن مــلــت بـاتــور لــرم

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button