د متحده عربي اماراتو ناسته؛ د طالبانو بل سياسي نوښت

ابوالياس جهادوال

د امریکا متحده ایالتونو، سعودي عربستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو له استازيو سره د طالبانو د سياسي دفتر د استازيو ناسته په داسې حال کې جوړه شوه، چې څو ورځې مخکې د پاکستان صدراعظم عمران خان اعلان کړی وو چې د دوي په هڅو سره به راتلوونکې دوشنبې د طالبانو او امريکايي استازي د پاکستان په پلازمينه اسلام آباد کې سره وګوري.

د عمران خان په دغه اعلان سره چې طالبانو او امريکا متحده ايالتونو د بهرنيو چارو وزارت د ځانګړي استازي خليل زاد ترمنځ ناسته به د دوي په نوښت په اسلام آباد کې جوړېږي، يوځل بيا په کابل کې د رسنيزو تبليغاتو فضاء ګرمه کړه او د کابل ادارې استازيو او ځينو مبصرينو دا ځانته يوه ستره لاسته راوړنه ګڼله چې ګواکې پر اسلام آباد د کابل ادارې د سياسي او اقتصادي فشارونو او په دې وروستيو کې په کابل کې د چين، پاکستان او  کابل ادارې استازيو ترمنځ د  درې اړخېزې ناستې پايله ده چې بالاخره يې پاکستان دې اړ کړي چې طالبان د خبرو اترو ميز ته حاضر کړي، خو طالبانو د موضوع حساسيت ته په پام او له سياسي بصيرت څخه په استفادې سره په ډراماټيک ډول د يوې اعلاميې په خپرولو سره د ناستې ځای د اسلام آباد پرځای د متحده آماراتو د ابوظبهۍ ښار وټاکه او خليل‌زاد هم په بېړه ځان دغه ښار ته ځان ورساوو څو په دغه پنځه اړخيزه غونډه کې ګډون وکړي.

که څه هم د طالبانو سياسي استازيو تر دې مخکې هم د نړۍ په بېلابېلو برخو کې ګډون کړی او د خپل دريځ په اړه يې نړيواله ته وضاحت ورکړی، خو دغه غونډه له تېرو هغو څخه له څو اړخونو څخه توپير لروونکې ده او د ارزښت وړ ښکاري:

لومړی: تر دې مخکې هم د جاپان، ماليزيا، روسيې، قطر او ځينو هېوادونو کې دا وړ غونډې جوړي شوي او په هغو کې د طالبانو سياسي استازيو د غونډې برخه‌والو ته خپل ليدلوری وړاندې کړی چې تر ډېره د باور جوړولو په موخه وې او ياهم داسې دوه اړخيزې غونډې وې چې يوازې د طالبانو او امريکا استازيو په کې ګډون کړی وو، خو په دغه غونډه کې د افغانستان په مسايلو کې د ښکيلو پنځو هېوادونو استازي ګډون لري چې له سياسي اړخه د طالبانو سياسي برستيژ د لوړای له‌پاره خورا زياست ارزښت لري او په نړيواله کچه د يوې سيالې ډلې په توګه د څلورو هېوادونو د استازيو په شتون کې د امريکا په څير ستر زبرځواک هېواد سره د افغانستان د اصلي مالکانو په توګه د دغه هېواد د  برخليک په اړه مخامخ خبرو کې ګډون کوي.

دويم: دغه غونډه کې له امريکا پرته د هغو هېوادونو ( پاکستان، متحده عربي امارات او سعودي عربستان)  استازي شتون لري، چې يو مهال يې د طالبانو اسلامي امارت په رسميت پېژندلی وو  او له دغه تحريک سره يې ښې سياسي او اقتصادي اړېکې پاللې. خو پر افغانستان د  امريکا متحده ايالتونو په مشرۍ  نړيوال ائتلاف له يرغل سره هممهاله يې خپل لوري بدل کړل او له دغه ائتلاف سره د افغانستان په يرغل کې مرسته وکړه چې حتی ځينو يې د طالبانو سفيران او ډيپلوماټان د ټولو ډيپلوماټيکو اصولو خلاف ونيول او لاس‌تړلي يې واشنګټن ته وسپارل. خو د طالبانو له اوولس کلن مقاوت وروسته يوځل بيا دې ته حاضر شول، څو د افغانستان د  اصلي مالک د مقاوت له دغه خوځښت سره د دا وړ سياسي ناستو له لارې خپلې اړېکې بيا ورغاوي.

درېيم: دا چې د پاکستان په شمول امريکايانو او د کابل ادارې هم هڅه کوله څو غونډه په اسلام آباد کې ترسره شي، دا چې ياد هېواد تر ډېره د طالبانو ملاتړی ګڼل کېږي او د کابل اداره او په امريکا پورې تړلې رسنۍ تر ډېره هڅه کوي څو طالبان د پاکستان لاسپوځي وګڼي چې ګواکي خپلواک نه‌دي او څه چې اسلام آباد وايي، همغه مني، نو له همدې امله طالبانو په خورا سياسي بصيرت او نوښت سره د ناستې له پيله يوازې څو ساعته مخکې د يوې اعلاميې په خپرولو سره د  مذاکراتو ځای د اسلام‌آباد پرځای د ابوظبۍ ښار وګاڼه چې ګډونوالو هېوادونو هم د کوم غبرګون له ښودلو پرته په هغې کې ګډون ته تياری وښود چې حتی خليل‌زاد هم ځان د غونډې ځای ته ورساوو.

که څه د غونډې اجنداء د طالبانو، امريکا او کابل ادارې د بنديانو خلاصون، له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو وتل او باور جوړونې فضاء رامنځته کولو له‌پاره لنډمهاله اوربند ښودل شوې، دا چې پايلې به يې څه وي، دا به وروسته معلومه شي، خو طالبانو په خپل ډيپلواټیک نوښت سره وښوده چې نه يوازې د ځانګړيو تاکتيکونو په کارولو سره د جګړې په ډګر کې بې ساري دي، بلکې په سياسي ډګر کې هم داسې ډيپلوماټان لري چې سياسي بصيرت ته يې نړۍ ګوته په غاښ ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button