لاروی
که څه هم موږ ته له څلوېښتو يا له دې تر کمو کلونو راهیسې کمپیوټر او نور ماشینونه چې په مصنوعي ذهانت کار کوي او انسان پرې پوره باور لري لاس ته را رسيدلي او ستر پرمختګ راته ښکاري، خو په نوره نړۍ کې دې مصنوعي ذهينو آلو ته اوس څوک په نوې ټکنالوژۍ کې قانع نه دي او له دې زيات کوښښ کوي چې په نوې ټکنالوژۍ سمبال ذهين ماشينونه او نورې آلې کشف او نړيوال مارکيټ ته وړاندې کړي.
په کمپیوټر کې ګڼ ډېر داسې کارونه او ګټور څه شته چې تراوسه پورې موږ پرې نه یو خبر، خو هغه څوک چې پرې پوهیږي غواړي د نوې ټکنالوجۍ په خپلولو سره تر دې زیات کار وکړي او داسې آلې جوړې کړي چې په نړیواله کچه د نوي ۲۰۱۹ز کال کشف وګڼلې شي.
اوس مهال په نړیواله کچه د کمپیوټر او موبایل جوړونې سیالي روانه ده. ګوګل، اېپل، سامسنګ، بایډو، مایکروسافټ او نور شرکتونه د دې سیالۍ مخکښان دي، خو دا له څرګنده نه ده چې څوک به یې وګټي.
تازه ګوګل شرکت ویلي چې دوی د یوې داسې آلې پر جوړولو کار کوي چې په خپل ذهانت سره به د ورته شوي امر مطابق کار کوي، د پوښتنې به سالم ځواب ورکوي، له غوښتنې سره سم حساب به ورکوي او داسې نور.
خو دا چې دا آله به د نورو شرکتونو د مصنوعي ذهانت له پرمختللو آلو سره نور څومره توپیرونه ولري، دا به هغه مهال څرګنده شي چې په راتلونکي ۲۰۱۹ز کال کې په مصنوعي ذهانت دا سمباله آله جوړه او مارکېټ ته وړاندې شي.


















