کرکټ: د افغانستان ملي لوبډلې د ۲۰۲۰ شل اوريز نړيوال کپ ته لاره پيدا کړه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، مرغومی ۱۱)

د کرکټ نړيوالې شورا ای سي سي” نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۰م کال د شل اوريزو نړيوال جام سياليو ته لاره پيدا کړه او دغه لوبډله به په راتلونکي شل اوريز جام کې لوبيږي.

د خبرپاڼې له مخې، تر اوسه اته پياوړې لوبډلې د درجه بندۍ پر اساس شل د ۲۰۲۰م کال شل اوريزو سياليو ته لاره پيدا کړې چې افغانستان پکې اتم مقام خپل کړی دی.

په دغه شل اوريزو سيالیو کې دولس لوبډلې ګډون کوي چې د افغانستان په شمول اتو (هند، پاکستان، انګلستان، افغانستان، اسټراليان، نيوزيلنډ، سويلي افريقا او ويسټ انډيز) په مستقيمه توګه دغه سيالیو ته لاره موندلې او د پاتې څلور لوبډلو لپاره د غوراوي پړاو سيالۍ ترسره کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د سريلانکا او بنګله دېش په څېر پياوړې لوبډلې هم نه دي توانېدلي چې په مستقيمه توګه شل اوريز جام ته لاړې شي، یانې دواړه لوبډلې د شل اوريزو سياليو په درجه بندۍ کې له افغانستانه ښکته دي.

ټاکل شوې ده، د ۲۰۲۰م کال شل اوريزې سيالۍ د همدې کال په اکوبر مياشت کې په اسټراليا کې کېږي.

باید وويل شي، چې افغانستان کرکټ ملي لوبډله د روان کال په نړيوال جام کې هم ګډون لري چې مئ او جولای کې مياشتو کې به په انګلستان کې ترسره شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button