پنجشنبه, اپریل 16, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home ټولنه او اجتماع

په اسلامي ټولنه کې د مسلمانو ځوانانو اهمیت

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
جنوري 3, 2019
کټګوریانې: ټولنه او اجتماع
0
108
ځلې شریک شوی
376
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

د امریکا پای

د یو روږدي کس لیک خپلې مور ته!

که د ایران ستر رهبر ووژل شي، نوی مشر به څنګه ټاکل کېږي؟

 عزام حقاني

ځوانان د یوې کورنۍ ، ټولنې او یوه هیواد د ملا د تیر حیثیت لري د یوې ټولنې اویو هیواد د پرمختګ او وروسته پاتوالې راز د ځوانانوپه تربیت او عدم تربیت پوري اړه لري. که چیري د یوې ټولنې یا یوه هیواد ځوان قشر له خپل دین،عقیدې،تاریخ،تمدن او خپل مسؤلیت څخه باخبره وي،دوست او دښمن پیژندونکي وي،هغه ټولنه او هیواد به له هره اړخه جوړ،پیاوړی او له هرډول معنوي اومادي  پرمختګ څخه به برخمن وي. خو که ناخبره اوله خپلو مسؤلیتونوڅخه په غفلت کې وو نو همدا ملتونه اوقومونه به د ډول ډول بدبختیو،ناخوالو اوستونزو سره لاس او ګریوان وي اود ذلت په وروستیوپوړونو کې به ژوند کوي په هروخت کې به دغلیم او استعمارګرپه وړاندې په ګونډو وي او د هغوی په غلامي کې په ژوند کوي ، ترټولو بده لا داچې همدا ناخبره ځوانان د ښکیلاکګرو په چوپړ کې شپه او ورځ د څه مادي لالچ په اخستلو د خپلو هیوادوالو په وژلولګیاوي !

دښمن ډیر ژور کار زموږ په باسواد او ځوانه طبقه کړی دی.

زه خو بیخي حیران شم او افسوس هم راته ودریږي چې زموږ دعاتو، علماؤ، پوهانو او د اسلامي فکر او قلم خاوندانو څومره بې غوري او غفلت کړی دی چې نن ډیر په اسانۍ او لږ مصرف سره زموږ ځوانان او اکثره لوستې طبقه د دښمن د اهدافو د تحقق لپاره په عسکري او فکري ډګر کې شپه او ورځ د خپل دین، هیواد او خلکو په او خرابولو وژلو لګیا دي .

وینه او خوله د مسلمان ابن مسلمان بچی ور کوي  ثمره او نتېجه یې صلیب او د صلیب پلویانو ته ځي!!!

نو د یوې ټولنې او هیواد یا ملت د قوت اوضعف اساسي نقطه دهغې ټولنې، هیواد اوملت ځوانان دي. که همدا قشر اصلاح اوجوړ وو هغه هیواد او ملت په قوي اوپرمختللی وي اوکه فاسد په پردیو افکارو اونظریاتو لړلي له خپل دین اوعقیدې څخه ناخبره وو نو دا هیواد او ټولنه به همیشه د کفارو ترحملو، تیریو او ډول ډول ظلمونو اووحشتونو لاندې وي.(ښکاره بیلګه یې د اسلامي نړۍ د نن ورځې حالت دی)

د اسلام دښمنانو د اسلامي امت د دې ضعیفې نقطې څخه ډیره ګټه پورته کړې ده او اوس هم ډیر په چټکۍ سره لګیا دي او ټول وسایل يې په کاراچولې دي څو وکولی شي د مسلمه امت د ځوانانو عقاید، اخلاق، افکار او نظریات په خپلو منحریفو، طاغوتي اوشیطاني نظریاتو ولړي او له سمې لارې څخه يې د آزادي، مساوات، تمدن، موډ اوفیشن په نومونو وغولوي، څو خپل ځان، اسلامي هویت اوخپل دیني مسؤلیتونه ترې هیرکړي او په ټوله معنی یوغربي شخص وګرځي چې یوازې د خیټې مړولو، شهوت پوره کول او خوب کولو په لټه سرګردانه وي، دنفس اوشیطان غلام یې کړي د خپلو بدو اوکرغیړنو موخواوشیطاني اهدافوپه خاطريې په ځان پسي روان او بلاخره د خپلو استعماري اهدافو په ګټه وکاروي.(زموږ دهیواد حالت همداسې شوي دي، لویه برخه ځوانانو مو پرون د کمونیزم د ګمراه نظريې د خپراوي په خاطر د روسانو په غلامي کې هیواد په کنډواله اوهدیره بدل کړ او نن یې د لغوړنې لیبرالې ډیموکراسۍ او سیکولریزم د خپراوي لپاره د راغلي یرغلګر امریکا په غلامي کې هغه مظالم اووحشتونه وکړل چې قلم یې له لیکلو اوژبه یې له ویلوعاجزه ده).

نو د امت اسلامي اصلاح او جوړونه د ځوانانوپه اصلاح اوجوړونه کې دی. که د امت همدا ټولۍ اوډله دین دوسته، د اوچتو اخلاقو لرونکې بااستقامته، خپل ځان، تاریخ، تمدن اوخپل اصیل اسلامي فرهنګ څخه خبره وي نو د مسلمه امت ټولې دیني،سیاسي، اجتماعي، کلتوري اواقتصادي چارې به اصلاح اوسمې وي.خو که همدا قشر د غرب د فکري جګړې په زهرو لړلي، دغربي فرهنګ څخه متأثره، له خپل دین اوعقیدې څخه ناخبره د اخلاقي زوال سره مخ بې غیرته اوفاسد وي نود مسلمانانو ټولې دیني،سیاسي، اجتماعي، کلتوري اواقتصادي چارې به ګډوډې، خرابې او د داسي ډارنو اوبې دینه اشخاصو لخوا به اداره کیږي چې د خپلو دیني اوملي ارزښتونو پرځای د غربي اهدافو تحقق به يې لوی هدف وي او همیشه به د ښکیلاکګرو په چوپړ کې د مسلمانانوپه وژلو لګیاوي(د اسلامي دنیا د نن ورځي مشران، حاکمان اوفوځونه یې ښه تطبیقي مثالونه دي.) او همدا راز بله ښه بیلګه یې زموږ د ګران هیواد روان بحراني حالت دی چې  د حاکمیت چارې استعمارګرو د قدرت په زور داسي لنډغرو او پردیپاله خلکو ته ورکړې دي چې په امریکا کې د حیوان په مرګ له امریکایي ولس سره د غمرازۍ او غمشریکۍ اوښکې تویوي خو دلته له ورځې په درجنو درجنو عام مظلوم او ملکي هیوادوال د اشغالګرو په ناترسه بمباریو او وحشي چاپو کې ژوند له لاسه ور کوي دوی یې د غندلو او خپګان پر ځای په زخمونو مالګې دوړوي په یو او بل نوم یې توجیه کوي!!

نو د ټولنې په آګاه قشرونه باندې لکه علماءکرام، خطیبان، داعیین، د مدرسو، ښوونځیو اوپوهنتونونوپه استادانو، قلموالو اوټولو اغیزلرونکو شخصیتونو باندې غږ کوم چې په دې تاریخي، ویرجن، د کفرترمستقیم اشغال لاندې، فسق او فساده ډک دور کې

خپل ایماني او وجداني مسؤلیت ادا کاندې. د ولس ځوان اونوی نسل دې د کفارو د ګمراه کوونکو دسیسو، پلانونو او دامونو څخه خبر کړي تر څو ځان ترې وساتي او هم یې په وړاندې د مقابلې لپاره د دفاع سنګرونه تاوده کړي. خپل اصیل اسلامي، کلتوري او سوچه فرهنګ دې ځوانانو اونوي نسل ته تشریح کړي او د غربي وراسته اوبدمرغه فرهنګ بدي او ناولیتوب دې ورته بیان کړي تر څو مو ځوان او نوی نسل په خپل هغه اسلامي اصیل فرهنګ ژوند ته دوام ورکړي چې د دنیا او اخرت د سعادت، کامیابۍ، درنښت اوعزت ضامن دی.

د اسلامي سبا په هیله

مخکینې مطلب

اسرائیلو پر فلسطینیانو باندې د یهودانو د یو خطرناک یرغل خبرداری ورکړی

بل مطلب

ټرمپه! ستا متحده ایالات به هم واشنګټن شي

ځانګړي مطالب

ټولنه او اجتماع

د امریکا پای

نشرونکی: ح جلال
مارچ 25, 2026
ټولنه او اجتماع

د یو روږدي کس لیک خپلې مور ته!

نشرونکی: ح جلال
مارچ 17, 2026
ټولنه او اجتماع

که د ایران ستر رهبر ووژل شي، نوی مشر به څنګه ټاکل کېږي؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 1, 2026
ټولنه او اجتماع

پان‌ترکيزم؛ فرهنګي اتحاد که سیاسي پروژه؟

نشرونکی: احسان تکل
نوومبر 10, 2025
ټولنه او اجتماع

ښاري ژوند، چاپېریال او ډیجیټل پرمختګ

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 31, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ټولګټو چارو وزارت: د کندهار–سپین بولدک سړک دویم لین دویم لاټ ۹۷ سلنه بشپړ شوی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

د سردار محمد داود خان ۴۰۰ بستریز کمپلکس روغتون کې د رادیولوژۍ عصري ډیجیټلي سیستم فعال شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

روسیه: د یورانیمو غني کول د ایران مشروع حق دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

سناتور وان هولن: ټرمپ حقیقت پټوي، موږ له ایران سره جګړه کې بریالي نه یو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

ولسمشر ټرمپ: د امریکا او ایران کړکېچ پای ته نږدې شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

ګوترېش: د منځني ختیځ کړکېچ پوځي حل نه لري مذاکرات دې ژر پیل شي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

د بورکینافاسو ولسمشر: د “ډیموکراسۍ” تر نوم لاندې هېوادونه ویجاړېږي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • سنټکام: د ایران بندرونه مو کلابند کړي؛ هېڅ کښتۍ ته د تګ اجازه نه ورکوو

    15 شریک شوي
    شریکول 6 Tweet 4
  • د سیمې د کړکېچ په هکله د اردوغان خبرداری؛ که اړتیا شي، د اسرائیلو دننه به عملیات وکړو

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ټولګټو چارو وزارت: د کندهار–سپین بولدک سړک دویم لین دویم لاټ ۹۷ سلنه بشپړ شوی

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

د سردار محمد داود خان ۴۰۰ بستریز کمپلکس روغتون کې د رادیولوژۍ عصري ډیجیټلي سیستم فعال شو

روسیه: د یورانیمو غني کول د ایران مشروع حق دی

سناتور وان هولن: ټرمپ حقیقت پټوي، موږ له ایران سره جګړه کې بریالي نه یو

ولسمشر ټرمپ: د امریکا او ایران کړکېچ پای ته نږدې شوی

ګوترېش: د منځني ختیځ کړکېچ پوځي حل نه لري مذاکرات دې ژر پیل شي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com