افغانستان د سویلي آسیا د فوټبال په سیالیو کې دويم مقام ترلاسه کړ

(کابل ټکی کام : یکشنبه، مرغومی ۱۳مه، ۱۳۹۴ ل):
افغانستان – هندوستان نن د مرغومي په ۱۳ مه د فوټبال پای لوبه ترسره کړه .
هند د جنوبي اسیا د فوټبال فدراسیون سیالیو د پای لوبه کې د افغانستان ملي لوبډلې ته دوه په برابر د یو ماتې ورکړه افغانستان د سویلي آسیا د فوټبال په سیالیو کې دويم مقام خپل کړ .
دغه سیالي نن د هند د کریله په لوبغالي کې ترسره شوه چې زرګونه نندارچیان له افغانستان نه هم ورغلي و .
افغانستان ملي لوبډلې ته ډیر چانسونه په لاس ورغلل او په سیالې لوبډلې يې ۱۲ بریدونه وکړل خو ونه توانيدله چې دغه اتلولۍ خپل کړي .
افغانستان لومړی ګول د زبیر اميري په مټ وکړ، ورپسې سمدستي وروسته هند هم ګول وکړ او لوبه یې یوه-یوه مساوي وه .
سره له دې چې افغانستان ملي لوبډلې د لوبې له پیل نه تر پایه ښه لوبه وکړه، خو بخت ورسره یاري ونه کړه .
دغه راز د افغانشتان فوټبال ملي لوبډله دوه ځله مخکې هم د هند له ټیم سره د سويلي اسیا د فوټبال په وروستۍ لوبه کې مخ شوې وه چې یو ځل یې دا ټيم په ۲۰۱۳ کال کې مات کړی و او د اتلولۍ جام یې خپل کړی و.
سليم بریال



