ايا د مذاکراتو وړۍ به شړۍ شي؟

په افغانستان کې د ۳۶ کالو په تېرېدو سره چې د کمونيستي غلامانو لخوا پر افغان ولس جګړه تپل شوې ده، کله ناکله د چل او فريب نه په ډکو موخو د سولې نوم هم اخيستل کېږي ، چې د شوروي له يرغله د امريکا تر يرغل دا د چل او فريب د سولې پروسه روانه ده. جګړه په رښتيني ډول د افغان ولس کلي او کورونه ورانوي ؛ خو سوله تر اوسه پورې له دې درواغجني دايرې راونه وتله. روسانو کې يوه خبره وه ښه ورته نشو ويلی د ښمن چې په هره جامه کې وي دښمن دی ؛ خو په سياسي لحاظ يې چل او دوکه کې مهارت نه لاره . په جګړه کې په په ښکاره جنګيدل امريکا هغه د چا خبره ګزار کوي او لاس پټوي. د سولې د نامه او عنوان لاندې په افغانستان کې جګړې ته دوام ورکوي.
دامن تر نامه لاندې افغان ولس وژڼي پر ودونو او جنازو او کليو کورنو يې بمباري کوي، د سولې او امن په نامه دوکه اوغولول شوي افغانان بيا دوکه کوي يوازې د سولې په نامه دبرنامې نوم بدل کړي نو يوه يا دوه کالو پورې جګړې روانه وي.
د۲۰۰۱ز څخه امريکا په افغانستان کې جګړه پېل کړې ترنننۍ ورځې پورې يې افغان ولس او ګاونډيان د سولې په نامه دوکه کړي. ولس چې زموږ ولسمشر اشرف غني لږ څه په حقيقت پوهه شوی و، بيا د سولې په اړه ترعنوان لاندې د سولې خبرې کوي او تمه لري چې په افغانستان کې به تلپاتې سوله راشي ، زه د امريکا د دې سولې څخه د تېروتجربو له مخې هېڅ اميد نلرم، چې امريکا دې په افغانستان کې سوله راولي. امريکا افغانستان ته د سولې لپاره نه ؛ بلکې د جګړې او بد امنۍ لپاره يې خپل پوځونه رالېږي دي.
تېرکال چې په اسلام اباد کې د سولې په اړه يوه دوره يا پړاو و مذاکرات وشول د دوهم پړاو لپاره پر ځای ښونې مشوره وشوه ، دوه کاله د مخه د طالب مشر ملا محمدعمرمجاهد د مړينې خبر چې د سولې او مذاکراتو سبوتاژ لپاره يې ساتلی و راڅرګند کړ تردوو کالو پورې دا راز ساتل کېده او درې ورځو کې يې مذاکرات کېدل ونه ساتل شو .
په دې نازک وخت چې مذاکرات پېل کېدل د ملا محمدعمرمجاهد د مړينې د خبر خپرولو څخه يوازينی هدف داود چې مذاکرات ونشي.
اوس چې افغان ولس بيا د مذاکراتو په نامه دوکه شوی پنځه کاله د مخه په شوکت خانم روغتون کې د يوه ناپيژانده افغان په دې نامه چې طالب مشر و راپورونه خپرېږي کېږي لکه د نورو افغانانو هرڅوک چې و درملنه يې شوې وه ، پنځه کاله وروسته د ناپيژانده عادي کډوال افغان درملنه طالب مشر ته منسوبېږي او بيا يې ميډيا دومره تبليغ کوي چې ترفرض لمونځ يې هم په ورځ کې د پنځه ځلي زيات ورباندې بحث کوي د دې هدف بيا همدا دی چې مذاکرات وځنډېږي. دريم غربي ميډيا په اسلام اباد کې د شوې پرېکړې چې د اسيا زړه په کنفرانس کې د امريکا، چين ، پاکستان او افغانستان څلور اړخيزې غونډې وينا شوې وه او لومړی غونډه په کابل کې په ګوته شوې وه اوس غربي ميډيا د سولې پرخلاف تبليغات کوي چې لومړي د څلورو هېوادونو غونډه چې مذاکراتو ته زمينه برابره وي په کابل کې نه بلکې لومړی په اسلام اباد کې کېږي او د افغانستان د سولې ترڅنګ به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکيچنو ستونزو په حل هم بحث کېږي معنا داچې د سولې مخه بيا ونيول شي د افغانستان او پاکستان ترمنځ په يوه داسې موضوع بحث پېل شي چې د سولې وړۍ به شړۍ نه شي.



