کرکټ: نن د افغانستان او ايرلنډ لومړۍ یو ورځنۍ مسابقه کيږي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غویی ۲۹)

ټاکل شوې چې نن د یکشنبې په ورځ د افغانستان او ايرلنډ د کرکټ ملي لوبډلو تر منځ د يو ورځنيو سياليو لړۍ پيل شي.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، دغه سيالۍ به د افغانستان پر وخت نن له غرمې وروسته ۲:۱۵ دقيقې پيل شي.

تر دې مخکې د افغانستان او سکاټلنډ تر منځ د لوبو لړۍ وشوه چې افغان ملي لوبډلې په خپل نوم کړه خو يوه لوبه پکې د باران د ورښت له امله ونه شوه.

دا ځل هم د ایرلنډ او افغانستان لوبډلو د مسابقې د ترسره کيدو پر وخت د باران اټکل شوی چې ښايي د سيالۍ د پيليدو وخت بدل کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button