(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، چنګاښ ۷)
تيره شپه طالبانو د غزني ولايت په دهیک ولسوالۍ بريدونه کړي چې په وينا يې یاده ولسوالۍ يې سقوط کړې او همدې ولسوالۍ امنيه قومندان او لسګونه پوليس يې وژلي دي.
تير کال طالبانو د دهيک ولسوالۍ او شاوخوا ټول تأسيسات د يوې جګړې په ترڅ کې نيولي و چې تر اوسه خالي پراته و خو څو ورځې مخکې دولتي ځواکونه ورغلل او يو ځل بيا يې د يادې ولسوالۍ د نيولو ادعا وکړه.
امنيتي سرچينې وايي، د طالبانو په بيګاني بريد کې لسګونه عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
طالب وياند ذبیح الله مجاهد کابل ټک یکام ته په راليږلې خبرپاڼه کې ويلي، تيره شپه طالبانو د يادې ولسوالۍ پر امنيه قومندانۍ بريد وکړ او یو ځل بيا يې نيولې ده.
خبرپاڼه کې راغلي، د بريد په ترڅ کې د یادې ولسوالۍ د امنيې قومندان صالح محمد په ګډون ۳۵ عسکر وژل شوي او د دولتي ځواکونو پنځه هاموي ټانګونه تخريب شوي دي.
دغه راز طالبانو په یوه جلا خبرپاڼه کې ويلي چې په تيرو ۲۴ ساعتونو کې يې په نوولس ولايتونو کې په نوولس ولايتونو په نظامي تأسيساتو لوی او واړه بريدونه کړي چې په وينا يې ۱۲۶ تنه عسکر، اربکيان او پوليس پکې وژل شوي او ۶۸ تنه نور ټپيان شوي دی.


















