پنجشنبه, اپریل 23, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

خارجي او داخلي چاپه ماران د مظلوم ولس آزار ووهل !

ح جلال نشرونکی: ح جلال
جون 28, 2019
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
10
ځلې شریک شوی
128
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

ليکنه : بدر بتار

سپينې ماڼۍ په تيرو نيږدې دوه لسيزو کې ډول ډول سياسي او پوځي ستراتيژۍ و ازمويلې خو نه له سياسي پلوه په نړۍ کې د وسلوالو مخالفينو د مبارزې د مشروعيت د عروج په مخنيوي وتوانيدل او نه يې له پوځي پلوه د خپلو وسلوالو مخالفينو د تدريجي عروج مخنيوی وکړ. افغاني دوستانو يې هم ډول ډول ځريتوب ورته په ډير اخلاص ترسره کړ خو د سپينې ماڼۍ د لښکرو کږه ورځ يې سمه نکړای شوه.

دا هم ولولئ

بدخشان کې ترافیکي پېښې؛ پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

ولسمشر اردوغان: د ایران جګړه به اروپا هم کمزورې کړي

عبدالملک حوثي یمني ځواکونو او مقاومت محور ته: اوږدې جګړې ته چمتو اوسئ

د ټرمپ په راتلو سره سپينې ماڼۍ تر وروستي بريده وحشت ته مخه کړه او د هيواد په لر او بر کې يې د وسلوالو مخالفينو د ځپلو په پلمه په مظلومو افغانانو د شپنيو چاپو ، بمبارونو او قتل عامونو توره ورځ جوړه کړه . هر سهار به چې يو چا رسنيو ته سر ورښکاره کړ د هيواد له بيلابيلو برخو څخه به يې زموږ د بېګناه ولس د قتل عام بشر بوږنوونکي خبرونه تر سترګو کيدل او ډير ځله به د يوې کورنۍ ټول غړي لويان او کوچنيان ، نارينه او ښځينه په شهادت رسول شوي ؤ .

د بشري حقوقو د ملاتړ مدعي سازمانونو هم په دې ټولو قتل عامونو او ظلمونو تر اوسه سترګې پټې کړيدي او چوپه خوله يې نيولې ده ، د پرديو له لوري تمويليدونکو رسنيو په يو نه يو ډول د دغه بشرضد جنايتونو د توجيه هڅه کوله، دغه شپنيو چاپو او ظلمونو ته د سپينې ماڼۍ او ګډ حکومت مداحان ډير خوشبين ؤ او دا جنايتونه او ظلمونه يې له وسلوالو مخالفينو سره په جګړه کې د يو بريالي تکتيک په توګه تعبيرول او په دې ګومان ؤ چې ژر به د جګړې ابتکار له مخالفينو څخه تر ګوتو شي او د جګړې پله به په بله واوړي. خو لوی الله جل جلاله د مظلومو افغانانو فرياد واوريد، زموږ په مظلوم ولس خارجي او داخلي چاپه مارانو ته په قهر شو او نن د دې شاهد يو چې هره ورځ چاپې په يو تلک کې نښتې وي او له هرې خوا څخه پرې تور تم جوړ وي.

په تيره نيږدې يوه مياشت کې ګڼې چاپې د وسلوالو مخالفينو د هغو ځانګړو قطعاتو له لوري چې د چاپو ماتولو لپاره يې تشکيل کړيدي د سختو ګوزارونو سره مخ کيږي او ماتيږي چې وروستۍ هغه يې نن د پکتيا ولايت د ګردې څيړۍ ولسوالۍ سوري خيلو سيمه کې د چاپو پر ضد د وسلوالو د ځانګړې قطعې له لوري د چاپه مارانو ماتيدل دي. دغه چاپه په خوست ولايت کې د سي آی اې د کرايي مليشو له لوري چې د ضربتيانو په نوم مشهور دي او زموږ له بيګناه ولس سره په ظلم او وحشت کې ساری نلري په لاره اچول شوې وه خو د څوارلسو ضربتيانو په مرګ او د يو شمير نورو په ټپي کيدو منطقي انجام ته ورسيده.همدغه راز په تيره نيږدې يوه مياشت کې د چاپه مارانو د سر سر ډير کسان هم د وسلوالو مخالفينو د هدفي غلچکي بريدونو ښکار شول.

که د نړۍ تاريخ ته وګورو کله چې د ظالم ظلم اوج ته رسيدلی خامخا ډير ژر هلاک شویدی او څرنګه چې د خارجي او داخلي چاپه مارانو ظلم او وحشت زموږ د بېګناه ولس په وړاندې د وسلوالو مخالفينو د ځپلو په پلمه اوج ته ورسيد نو ځکه يې الله جل جلاله هلاکت پيل او د سپينې ماڼۍ او ارګ د دغه وروستۍ ناوړه هيلې، ناهيلي کيدل پيل شول او د دې يوازينی علت د بې وسه او مظلوم ولس آزار ؤ چې لوی خدای يې فرياد واوريد او دوی يې آزار ووهل .

مخکینې مطلب

غزني: طالبانو د دهيک امنيه قومندانۍ نيولې؛ قومندان يې وژل شوی

بل مطلب

ننګرهار: خوګياڼو کې د طالبانو او داعش وسله والو تر منځ نښته روانه ده

ځانګړي مطالب

افغانستان

بدخشان کې ترافیکي پېښې؛ پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
خبرونه

ولسمشر اردوغان: د ایران جګړه به اروپا هم کمزورې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
خبرونه

عبدالملک حوثي یمني ځواکونو او مقاومت محور ته: اوږدې جګړې ته چمتو اوسئ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
خبرونه

ولسمشر ټرمپ: ایران سره به مذاکرات راتلونکو ۷۲ ساعتونو کې پیل شي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
خبرونه

د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا وکړه

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026

وروستي

بدخشان کې ترافیکي پېښې؛ پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

له پاکستانه تر ۳۰۰ زیات بندي افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

ولسمشر اردوغان: د ایران جګړه به اروپا هم کمزورې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

نورستان کې د ۵۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۹ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

ملا امير خان متقي: افغانستان کې د نړيوالو ورزشي سیالیو ترسره کېدل ستر ویاړ دی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

په کابل کې د اووه هېوادونو په ګډون د دودیزې غېږنیونې نړیوالې سیالۍ پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

افغان پلاوي د اذربایجان ترانسپورت وزارت مرستیال سره د ترانزیټي او ترانسپورتي اسانتیاوو په اړه خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

هلمند: د شوراب ساحوي روغتون ودانۍ تر بیارغونې وروسته بېرته فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

لوګر کې د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د يوه پل د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

عبدالملک حوثي یمني ځواکونو او مقاومت محور ته: اوږدې جګړې ته چمتو اوسئ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • الجزیره: د نړیوالو سترګې مجتبی خامنه‌اي ته دي چې امریکا سره د مذاکراتو اجازه ورکوي کنه

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • د پنټاګون ارزونې: ایران لا هم قوي پوځي وړتیاوې لري

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا وکړه

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران وسله والو ځواکونو هرمز تنګي کې دوه سوداګریزې کښتۍ نیولي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

بدخشان کې ترافیکي پېښې؛ پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

له پاکستانه تر ۳۰۰ زیات بندي افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

ولسمشر اردوغان: د ایران جګړه به اروپا هم کمزورې کړي

نورستان کې د ۵۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۹ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

ملا امير خان متقي: افغانستان کې د نړيوالو ورزشي سیالیو ترسره کېدل ستر ویاړ دی

په کابل کې د اووه هېوادونو په ګډون د دودیزې غېږنیونې نړیوالې سیالۍ پیل شوې

افغان پلاوي د اذربایجان ترانسپورت وزارت مرستیال سره د ترانزیټي او ترانسپورتي اسانتیاوو په اړه خبرې کړي

هلمند: د شوراب ساحوي روغتون ودانۍ تر بیارغونې وروسته بېرته فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

لوګر کې د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د يوه پل د جوړولو چارې پیل شوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com